هییم سابان؛ ګیتار غږوونکی چې میلیاردر شو

 
په یوه ځانګړې برخه کې د خپلې وړتیا تشخیص له هغې سالمه ګټه پورته کول د بریالیتوب پر لور لومړنی ګام دی چې انسان یې پورته کوي. په داسې برخه کې چې سړی وړتیا او لېوالتیا ونه لري، له سخت کار سره سره د بریالیتوب فرصت کم وي. د اسرایلي الاصله امریکايي «هییم سابان» وړتیا د ښوونځي پر مهال د هغه یوه ښوونکي تشخیص کړې وه. 
سابان د ۱۹۴۴ زېږدیز کال د اکټوبر په ۱۵ نېټه د مصر په اسکندریه ښار کې زېږېدلی دی. نوموړی د ۱۲ کلونو و چې کورنۍ یې د اوسنیو اسرایلو تل ابیب ته کډوال شوه. مور یې خیاطه او پلار یې د دفترونو اړتیا وړ توکي پلورل. سابان تل ابیب ته له تګ سره سم لیلیه ښوونځی پیل کړ. تر څه مودې وروسته له دې کبله چې نورو زده کوونکو ته یې مزاحمت کاوه له ښوونځي وشړل شو. وروسته ته یې د شپې په یوه ښوونځي کې داخله وکړه، خو دلته یې هم ستونزې جوړولې. د همدې ښوونځي سر ښوونکي یوه ورځ ورته وویل چې دی د اکاډمیکو زده کړو پر ځای د پیسو پیدا کولو ښه وړتیا لري. له دې ښوونځي هم وشړل شو او ټول عمر یې کالج ونه لوست.
تر دې پېښې وروسته سابان موسیقۍ ته مخه کړه. د موسیقۍ له یوې ډلې سره یې د ګیتار غږوونکي په توګه کار پیل کړ. له دې ډلې سره په ۱۹۶۹ کال کې یوه برېتانوي هنرمند هم کار پیل کړ. د همدې سړي له لارې د موسیقۍ دا باڼد برېتانیا ته ولاړ او د بي بي سي په یوه مشهوره خپرونه « کالر مي پاپ» کې یې ګډون وکړ. دوی په برېتانیا کې یوه سندره هم جوړه کړه، خو د اقتصادي ستونزه له کبله یې خپره نه شوی کړلی. بېرته اسرایلو ته راستانه شول او سابان د موسیقۍ پر خپرولو تمرکز وکړ.
په ۱۹۷۰ زېږدیز کال کې فرانسې ته ولاړ او هلته یې د موسیقۍ د پروډیسر په توګه کار پیل کړ. همدلته یې د شيکي لیوي په نوم له یوه بل کس سره د ثبت یوه کمپنۍ جوړه کړه. تر ۱۹۸۸ کال پورې يې خپل فعالیتونه د امریکا متحده ایالتو ته وغځول او په دې توګه په امریکا کې د ماشومانو د خپرونو لپاره د کمپوزونو جوړولو له کبله مشهور شوی و.
سابان او د نیوز کارپ په نوم یوې کمپنۍ په ۲۰۰۱ کال کې د فاکس فېميلي په نوم چینل پر والټ ډیسټني کمپنۍ پر ۵ میلیارده ډالره خرڅ کړ. په دې معامله کې د سابان ونډه ۱،۷ میلیارده ډالره وه. نوموړی اوسمهال د یونیوېژن په نوم یو تلوېزیون چې په هسپانوي ژبه خپرونې کوي رهبري کوي. ده او د پانګوالو یوه ګروپ دغه تلوېزیوني چینل په ۲۰۰۷ زېږدیز کال کې په ۱۳،۷ میلیارده ډالره وپېره. 
د فوربس مجلې د شمېرو له مخې د نوموړي پانګه د ۲۰۱۵ زېږدیز کال د اپرېل تر څلورمې نېټې پورې دری اعشاریه څلور میلیارده ډالره وه، چې په دې توګه نوموړی د میلیاردرانو په نړیوال نوملړ کې ۴۹۷ ام د امریکا په متحده ایالاتو کې ۱۶۱ ام ځای لري. 
ده واده کړی، څلور اولادونه لري او کلفورنیا کې ژوند کوي.
 دغه ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې ده.