
زه باور نه لرم چې اروپا دې په ښه لور روانه وي
د لویدیځو هیوادونو لپاره د تېلو د بندیز او کمښت تر ټولو خطرناک او وروستی پړاو د پیل کیدو په درشل کې وو. په تیرو ۲ کلونو کې د امریکې د بهرنیو چارو او دارنکه د خزانې په وزارت کې چارواکو له ډیرې نژدې، ۲ بیلا بیلې لوبې پرمخ بیولې . یوې له جیو پولټیک او بلې ډلې له مالي اړخه دې مسلې ته کتل . خو لویه ویره د تېلو دبیو د بیساري لوړوالي د اغیزو له اړخه وه. تر ټولو لوی ګواښ هغو اروپايي هیوادونو ته ور پیښ وو چې خپل پورونه یې نشو ادا کولی او داسې ګواښ وو چې کیدی شي ددوی اقتصاد دړې وړې او سیا سي جوړښتونه پکې له منځه ولاړ شي . دغه غفلت کیدی شي په وال سټریټ کې تجارتي مرکزونه او بانکونه وران کړي او د پورونو بحران به ډیر لوړ کړي. د سویلي اروپا اقتصادي وینې بهیدل ډیر شوي وو او بانکونو ته د بیړنیو حالاتو په ډول د پیسو ور کړه ور تزریق کیده ، ډیپلوماسي یې سخته کړه ، او د ایټالیا په بیلګه کې په روښانه ډول د ۶ میلیون ډالرو نغدې بډې یې له سي ای اې څخه واخیستې چې په ایټالیا کې د واکمن کریسشن ډیموکراټیک حکومت وژغوري . ددغو پیسو د ور کړې له افشا کیدو وروسته د ۱۹۷۶ کال په جنورۍ کې ددې لامل شو چې په ملي کچه لویه رسوايي را منځ ته شوه او ددې لامل شوه چې په ایټالیا کې له جګړې را وتی ۳۷ کلن حکومت له منځه ولاړ او ددغه هیواد پیسه ریله ړنګه بنګه شوه .
ایټالیانو داسې احساس کړه چې د غه سیا سي بحران به لکه د نورو بحرانو نو په څیر نه وي . منځنۍ کچې او بډایه ایټالویانو له هیواد څخه د پیسو په ویستلو پیل کړی وو .د یوې میاشتې په دننه کې د ایټالیا موقت حکومت تر ۵۰۰ میلیون ډالرو ډیر د هیواد د ملي کرنسۍ د زیرمو د ساتلو په موخه د پیسو له نړیوال صندوق (ای ام اف) څخه پور واخیست ، او د امریکې د متحدو ایالتونو د فدرالي خزانې څخه یې وغوښتل ، هغه شرایط فعال کړي چې تر مخه به یې واشنګټن د ایټالیا په څیر هیوادونو د ژغورنې لپاره بیړنۍ پانګه برا بروي .د ۱۹۷۶ کال په پسرلي کې د اینریکو برلینګو کمونستي ډلې د روم په شمال کې د ټولو لویو ښارونو ولکه تر لاسه کړې وه . د ایټالیا له شلو په پنځو سیمو کې دکمونست اویا د سوسیال کمونستي ادارې تر کنټرول لاندې وه او د ۹۴ ولایتونو له ډلې یې ۴۲ د کمونستي ادارې تر چتر لاندې وه . سیمه ییز کمونست پلوي حکومت د ایټالیا د خلکو ۴۸ په سلو کې تر واک لاندې وه . یوه ډیپلوماټ د نیویارک ټایمز ورځپاڼې ته وویل «دوی داسې یوې نتیجې ته سره ورسیدل چې کریسشن ډیموکراټ حکومت کیدی شي دا ونه مني چې له کمونستانو سره ګډ حکومت جوړ کړي ، خو کیدی شي له دوی پرته هم حکومت ونشي کړی. »
کیسنجر په پټه توګه د برتانیې د بهرنیو چارو وزیر سیرانتوني کراسلنډ ته د اپریل په ۲۴ نیټه په ویدینګټون کې دشاهي هوايي ځواکونو په اډه کې د افسرانو د یوې لویې غونډې په څنډو کې وویل « ما ته دا ډیره سخته وبریښیده چې ،دا ومنم ،له کله چې په ایټالیا کې کمونست پلوي واک ته ورسیدل د لویدیځې اروپا ټول هیوادونه لکه ویریدلی سوی (خرګوش) په څیر بریښیده . زه فکر نشم کولی چې څه به تر سره شي . »
ډیر لویدیځ هیوادونه لکه د ایبیرین جزیره په ډیر بد وضیعت کې وو . په ۱۹۷۵ کال کې په هسپانیې کې د دیکتاتور فرانسیسکوفرانکوله مړینې وروسته د هغه ځای ناستي باچا جان کارلوس پریکړه وکړه چې له دریو لسیزو وروسته فاشیسته واکمني پای ته ورسوي او هسپانیه د اروپا او لیبرالې ډیموکراسۍ په لوري پرمخ بوځي.د باچا د بري چانس ډیر لوړ نه ښکاریده . د هسپانیې اقتصاد د تېلو د لوړې بیې او د انفلاسیون او بیکارۍ د بیخې ډیر لوړیدو له کبله دړې وړې شوی وو ، چې له کبله یې د اعتصابونو، لاریونونو اوترهګر تاوتریخوالي په بڼه سیا سي نا ارامۍ را منځ ته شوې .
د هسپانیې د بهرنیو چارو وزیرې جوسي ماریا ارایلزا ، ښاغلي کیسنجر ته په مادرید کې د یوه رسمي سفر پرمهال وویل « موږ فکر کوو چې زموږ په هیواد کې سیا سي حالات په ښه کیدو دي ، خو دلته په اقتصادي برخه کې جدي ستونزې موجودې دي چې کیدی شي یوه معامله ور سره تر سره شي .» د هسپانیې د بهرنیو چارو وزیرې وویل« د هسپانیې ډیموکراسي به یا وغوړیږي او یا به له ماتې سره مخامخ شي .موږ غواړو چې اقتصادي وضیعت ښه کړو او پړاو په پړاو د اروپا پر خوا مخته ولاړ شو ، خو دا کار موږ یوازې هغه مهال کولی شو چې موږ اصلاحات را منځ ته کړو » باچا په ریښتیني ډول له جدي ستونزو او د لیرې ښي اړخو او لیرې چپ اړخو د ریښتینې کودتا له ګواښ سره مخامخ وو. د هسپانیې د پوځ اړخ هم ډیر مشکوک وو او څوک نه پوهیده چې کومه خوا به ونیسي . ارایلزا وویل چې «دا د واکمنۍ او نظم پوښتنه وه چې هسپانیه ور سره لاس او ګریوان وه . . . . د یوه پوځ لپاره خطرناکه مرحله هغه مهال وي چې د دړې وړې کیدو او ماتې سره مخا مخ کیدو له ګواښ سره مخامخ وي . موږ شاوخوا ۲۰۰ زره منظم پوځ لرو ، خو موږ کافي پیسې نه لرو چې هره میاشت یوځل نظامي مانورې تر سره کړو .»
ها خوا په ګاونډي پرتګال کې دیته تیاری نیول کیده چې په لومړي ځل ازادې ولسمشریزې او پارلماني ټاکنې تر سره شي . د لومړي وزارت د څوکۍ لپاره د واشنګټن په نظر او د خوښې وړ کس د سوشیالیست ګوند مشر ماریوسوواري وو . سوواري یو مصلحت کونکي او د احترام وړ شخص وو . هغه د پردې تر شا له کاتولیکې کلیسا سره له نژدې کار کاوو او موخه یې داوه چې په ټاکنو کې د کمونستانو د بري مخه ونیسي .سوواري د امریکې د بهرنیو چارو وزیر هنري کیسنجر ته وویل:«موږ یوه داسې پړاو ته ور دننه کیږو چې نشنلیسته ډیموکراسي په هسپانیا کې وده کوي .لږ ترلږه اقتصادي ناوړه حالت یو چاودیدونکی حالت را منځ ته کړی وو چې ورسره داسې ټولنیز وضیعت را منځ ته شوی وو چې تمه یې نه وه . حالت دې کچې ته رسیدلی وو چې کمونستان پر موږ برید وکړي . کیسنجر د سوواري پلویانو ته وویل چې هغه لا هم په اصولو کې ددې مخالف دی چې کمونستان حکومت ته په یوه ډول لاره پیدا کړي . هغه په تیروتنه کې وویل« د ایټالیې په بیلګه کې خپل وضیعت تحلیل کړئ».هغه له دې سره موافقه وښوده چې په پرتګال کې کمونستان د مشرانو له کمو الي سره مخامخ دي او تر اندازې ډیربې باکه شویدي . په هر حال هغه داسې احساس کړه چې دا داسې یو شی وو چې په ایټالیې کې اینریکوبرلینګوار نه غوښتل چې تر سره یې کړي . هغه سووارو ته وویل:« هغه تخنیکي نظم چې تاسو یې غواړئ رامنځ ته کړی ، زه پرې کومه تبصره نه لرم.خو زه باید تاسو ته ووایم ، هغه څه چې تاسو تر سره کړي زه یې حیران کړم.زه باید دا ومنم .زه ډیر کله په خپل قضاوت کې تیروتنه نه کوم .» ښاغلي سو وارو کیسنجر ته خبردارئ ور کړچې اروپا يي کمونیزم د لویدیځې اروپا د تاج په څیر نیغ ولاړ دی .د هغه خپل نظر داوو چې « په ایټالیې کې عمومي وضیعت د فرانسې پر تله ډیر زیات خطرناک دی . » ماریو سووارو وویل چې تمه لري د اپریل په میاشت کې په پرتګال کې لومړنۍ ډیموکراټیک حکومت له مقننه قوې سره یو ځای را منځ ته شي .
اروپايي کمونیزم په دغه بر اعظم کې په ډیرې لوړې کچې کې څپې وهلې . د ناورین یا بحران احساس د جون په میاشت کې هغه مهال ډیر ژور شو . کله چې اینریکو برلینګوایر پاریس ته په الوتکه کې ولاړ او موخه یې داوه چې په هغه ستره غونډه کې ظاهر شي چې د فرانسې د کمونست ګوند د مشر جورج مارچایس په ګډون جوړیده .په امریکې کې دجون په ۲۱ نیټه د ایټالیا د پارلماني ټاکنو په شپه دواکمن کریسشن ډیموکراټ او برلینګوار د کمونست ګوند تر منځ سخته وروستۍ زور وهنه روانه وه او امریکایانو مختلف نظرونه در لودل. د ګالوپ د ټول پوښتنې پربنسټ ۲۲ په سلو کې امریکایان په دې باور وو چې که په ایټالیا کې د برلینګوار ډله واک ته رسیږي ، واشنګټن دې پوځي مداخله وکړي .۴۹ په سلو کې امریکایان په دې باور وو چې که دا کار کیږي نو واشنګټن دې په روم اقتصادي بندیزونه ولګوي او سیا سي فشارونو ته دې دوام ور کړي ، او پاتې ۱۳ په سلو کې نورو امریکا ته یې لارښوونه کړې وه چې دغه هیواد دې له ناټو څخه بهر شي . خو بلاخره ټاکنې په ډیرتودو خونړیو پیښو پای ته ورسیدې.
ډیموکرات مسیحي ګوند په ټاکنو کې بری خپل کړ، خو کمونستانو په ولسي جرګه کې نورې ۴۹ نوې څوکۍ تر لاسه کړې .
کمونستانو دارنګه ۲۳څوکۍ په مشرانو جرګې تر لاسه کړې او په دې ډول برلینګوایر ۱۱۶ سیټونه درلودل، خو بیا یې هم له مسیحي دیموکراټ ګوند سره ښکاره واټن در لود چې د هغوی ټولې څوکۍ ۱۳۵ وې . په دې توګه په ایټالیا کې د نوي فاشیست ښي اړخ لپاره ډیر ملاتړ ښکاره شو.خو کیسنجر یوازې په دې ډیر پام کاوو چې په راتلونکي ایتلافي دولت کې به د کمونستانو رول څه ډول وي او څرنګه یې له ډیر پراخ اغیز څخه وژغوري. هغه اعلان وکړ:« هغه مهمه ستونزه چې موږ ورسره په پسرلي کې مخامخ وو هغه داوه چې د ایټالیا په ټاکنو کې په بنسټیز ډول بدله نشوه . » کیسنجربلاخره د ایټالیې حکومت ته یو یاداښت ور کړ چې داسې هیڅ معامله تر سره نکړي چې له کبله یې برلینګوایر ته قانوني مشروعیت ور کړي .
لویدیځ مشران په پورتوریکو کې ددې اعلان د کولو لپاره سره را غونډ شول چې دوی ډیرکلک مزي او پړي سره راغونډ کړي او غواړي چې د ایټالیا اقتصاد له هره اړخه وتړي او د رغیدو او په پښو دریدو لپاره هر ډول مالي مرستې ته چمتو دي . ایټالیا لا دمخه خپل سهمیه انځور کړې وه او خپلې اړتیاوې یې د پیسو نړیوال صندوق ته په ګوته کړې وې .یوه لوړ پوړي امریکايي چارواکي وویل چې « بیل سایمون غواړي له ایټالیې سره په هغه ډول معامله وکړي چې د نیویارک له ښار سره یې کړې وه ، خوسایمون تیر کال د نیویارک له ښار سره د مالي بحران پرمهال مرسته کې لیواله نه وو» .
داسې احساس له ټولو سره موجود وو چې په ایټالیا کې هر ډول پیښې خپل اوج ته رسیدلې وې . د جولای په ۱ نیټه دلویدیځ جرمني ددفاع وزیر جورج لیبر په بهرنیو چارو وزارت کې په کیسنجر غږ وکړچې «ایټالیا یوه ډیموکراټیک بدیل ته اړتیا لري که نه برلینګوایر به بری تر لاسه کړي.»
کیسنجر په ځواب کې ورته وویل:« موږ له تاسو سره موافق یوچې کمونست ګوند په ایټالیا کې ډیر زیات خطر ناک دی . دوی په حکومت کې برخه نشي اخیستی که دوی په حکومت کې ونډه واخلي نو دوی به په فرانسه، هسپانیې او پرتګال کې په ټاکنو اغیز وکړي.دوه ورځې وروسته ، برلینګوایر تر هغه وروسته رواني بری تر لاسه کړچې د ایټالیا نورو سیا سي ګوندونو یو کمونست د هیواد د ولسمشر او یا د ټولو ادارو د مشر په توګه په دنده وګماره .
کیسنجر په دې کار کلک عکس العمل وښود . د هغه د تېلیفوني اړیکو ثبت شوې بڼه ښيي چې د جولای په ۱۰ نیټه هغه په واتیکان کې د ولسمشر فورډ استازي هنري کبوټ لوډج ته تېلیفون وکړ چې د سپینې ماڼۍ لپاره نوی ځانګړی ماموریت تر سره کړي .هغه په ۱۹۶۳ کال کې په سویلي ویتنام کې له هغې کودتا د دفاع په برخه کې ډیر نوم بدی شوی وو چې په ترڅ کې یې ولسمشر نګوډینا ډیم ووژل شو او پراخه ګډوډي را منځ ته شوه . لوډج ته په پراخه کچه د سپینې ماڼۍ د ادارې د زاړه سر سختي ساتونکي په سترګه کتل کیده . کیسنجر ښاغلي لوډج ته وویل چې « موږ یوه کس ته اړتیا لرو چې ایټالیا ته ولاړ شي او د هغه هیواد له ځینو مشرانو سره وګوري، هغوی ته په نوي حکومت کې د کمونستانو په اړه زموږ نظر په ډاګه کړي ، او دا کار د یوه شخصي ما موریت په ډول تر سره کړي . موږ به ډیر خوشحاله شو که تاسو دغه ما موریت تر سره کړی . »
ښاغلي لوډج دغه وړاندیز او نوی ما موریت ومانه .
ایټالویانو ته دغه سفیر واستول شو.د جولای په ۱۳ نیټه ولسمشر جیویني لیون د مسیحي ډیموکراټ ګوند د مالیې او بودیجې له تلونکي وزیرګویلیوانډریوټي څخه وپوښتل چې د ایټالیا لپاره نوی حکومت جوړ کړي . ددې خبر په اوریدو سره ایله بیله واشنګټن د ارامۍ ساه واخیسته او د حالاتو په اړه یوڅه ډاډه شول .