
ډېره موده کیږي چې عبدالجبار نعیمي د خوست د والي په توګه دنده تر سره کوي. تر دا اوسه پورې مو د ده صفتونه کول او لنګې مو ور په سر کولې. نوموړی په رښتیا هم د خوست له پخوانیو والیانو سره نه شي پر تله کیدای. په دا دومره کلونو کې یوه ورځ هم چا د ده پرضد لاریون ونکړ. اوس چې نوموړی سرپرست والي دی، پرضد یې پر له پسې لاریویونه کیږي تر څو نوموړی استعفا ته مجبور کړي. هغه هم په داسې حال کې چې د سرپرسته والیانو ورځې په شمار دي. که نن وي که سبا، پر ځای به یې هرومرو نوي والیان مقرریږي. پوښتنه داده چې آیا په داسې حال او په دې کړکیچن حالت کې دې ډول لاریونونو ته کومه اړتیا شته؟
ځواب روښانه او معلوم دی چې دې ډول لاریونونو ته هيڅ اړتیا نه نشته، خو دا وږي، تږي او نه مړیدونکي وکیلان دې خدای همداسې تباه ، برباد او د غم په ټغر کېنوې لکه څنګه چې یې د خوست ګڼ شمیر کورنې د غم په ټغر کېنولې.
- وه خلکو لږ هوښیار شئ. تر څو به مو دا وږي لیوان د خپلو شخصي ګټو لپاره استعمالوي؟ آیا دا سړي خواره وکیلان تر اوسه لا تاسو ته ندي معلوم؟ دوی په هیڅ هم نه مړیږي. دوی همدا اوس په خوست باندې خپلې تېرې منګولې ښخې کړي دي او غواړي چې په دې توګه دولت ته خپل زور وښیې او خپلې منګولې نورې هم محکمې کړي. پاته دې نه وي چې د والي عبدالجبار نعیمي استعفا به په خوست کې د دې مافیایي کړیو لوی بری وي. خو دا وکیلان دې خبر وي چې د خوست بیداره ؤلسونه نور نه شي تیر ایستلی او حکومت ته دې هم معلومه وي چې خوستوال به هیڅکله هم د وکیلانو په مافیايي کړیو پورې تړلي او یا هم په فساد ککړ کسان د خوست د چارواکو په توګه ونه مني. خوستوالو د بدلون او پرمختګ لپاره رایې ورکړي دي. ځکه داسې چارواکي غواړي چې پدې لاره کې خواري او هلې ځلې وکړي. په پای کې شهیدانو ته د جنت او کورنیو ته یې د صبر دعا کوم.