
د سترو کمپنیو د ډېرو کارکوونکو هیله ښايي دا وي چې دوی خپله هم داسې یوه کمپنۍ درلودی، خو د خپل دغه خوب د عملي کولو لپاره لږ کسان هڅه کوي. ډېرو کسانو ته به دا عملي نه ښکاري، یو کس چې په یوه کمپنۍ کې د مکانیک یا زموږ او ستاسې په اصطلاح د مستري په توګه دنده ترسره کوي، یوه ورځ دې د همدې کمپنۍ څښتن شي.
روسی ویکټور راشینګوف د داسې کمپنۍ مالک شو، چې یو وخت یې د مکانیک په توګه دنده په کې ترسره کوله.
ویکټور فیليپاویچ راشینکوف د ۱۹۴۸ زېږدیز کال د اکټوبر په ۱۳ نېټه د روسیې د چلیابینڅک ښار په ماګنیتوګورڅک سیمه کې زېږېدلی دی. نوموړي د ماګنیتوګورڅک سیمې د کانونو او فلزاتو په انسټېټیوټ کې زده کړې کړې. د انسټېټیوټ په وروستي کال یې د کمونیستي رژیم پر مهال له « Magnitogorsk Iron and Steel Works» کمپنۍ سره کار پیل کړ. نوموړی په لومړنیو وختونو کې د ریپیر په څانګه کې مکانیک و. تر څو مودې کار وروسته د همدې څانګې مسئول شو.
په ۱۹۹۱ زېږدیز کال کې جیف انجنیر او د کمپنۍ د عمومي ډایرکټر مرستیال شو.
د کمونیستي رژیم تر ړنګېدو وروسته یې له کمپنۍ سره د کار ترڅنګ د « AOZT» په نوم د پانګونې او د « Inreko» په نوم د اکمالاتو کمپنۍ جوړه کړه.
په ۱۹۹۲ کال کې کله چې اېم. اېم. کې کمپنۍ د خصوصي کولو په موخه خپلې ونډې بازار ته وړاندې کړلې راشینکوف یې د ونډو پېرلو ته مخه کړه. په مرور د زمان یې د دې کمپنۍ ټولې ونډې وپېرلې او په دې توګه د هغې کمپنۍ مالک شو چې د میکانیک په توګه یې دنده ورسره ترسره کوله.
ده په ۲۰۰۷ کال کې د کمپنۍ ونډې د لندن د ونډو په مارکېټ کې پلور ته وړاندې کړې او په دې توګه یې یو میلیارد ډالره ترلاسه کړل. د دې کمپنۍ مسئولین وايي چې راشینکوف به سږ کال په کمپنۍ کې یوه برخه نورې ونډې هم وپلوري.
دی له ۱۹۹۷ څخه تر ۲۰۱۱ زېږدیز کال پورې د دې کمپنۍ عمومي ډایرکټر او اجرایوي مشر و. د راشنیکوف پانګه د اوسپنې د بیې د ټیټېدو له کبله په وروستیو کلونو کې ډېره کمه شوې ده.
فوربس مجلې په ۲۰۱۱ زېږدیز کال کې د نوموړي د پانګې کچه ۱۱،۲ میلیارده ډالره بللې وه، خو اوس یې ۳،۷ میلیارده ډالره بللې ده چې په دې اساس نوموړی د میلیاردرانو په نړیوال نوملړ کې ۴۹۷ ام او په روسیه کې ۲۸ ام ځای لري.
ده واده کړی، دوه اولادونه لري او د روسیې په ماګنیتوګورڅک سیمه کې ژوند کوي.
له هميانۍ څخه په مننې!