ایډوارډ ډیبارټلو؛

 
د میلیاردرانو په نوملړ کې ۱۱۲ درجې مخکې راغلی
 
ایډوارډ ډیبارټلو جر ته کاروبار له خپل پلاره پاتې دی. د نوموړي نیکه له خپلې کورنۍ سره له اېټالیا د امریکا د متحده ایالاتو اوهایو ایالت ته کډوال شو. نیکه یې د پلار تر زېږوندو وړاندې مړ شو او پلار یې هم د خپل پلندر کورنی نوم چې هغه هم اېټالوی و د ځان لپاره انتخاب کړ. د پلار پلندر یې د اوهایو ایالت په یانګس ټون کې ساختماني کارونه کول. ده به ډېر کله ګودامونه جوړول او یا به یې پر ځمکو د ډبرو فرش کولو قراردادونه کول. د ایډوارډ پلار به ورسره د تړونونو په ژباړه کې مرسته کوله، ځکه هغه په انګریزي سم نه پوهېده. د اېډوارډ پلار د انجنیرۍ پوهنځۍ ولوسته او د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال يې د امریکا د پوځ د انجنیرۍ په برخه دنده واخیسته. تر دویمې نړیوالې جګړې وروسته چې په امریکا کې ښارونو ته د خلکو کډوالي زیات شوه، د اېډوارډ پلار فرصت تشخیص کړ او د هټیو پرانیستل یې پیل کړل. هټۍ یې په کراره پر سوداګریزو مراکزو واړولې او د جایدادونو کاروبار یې پیل کړ. اېډاروډ هم چې د ۱۹۴۶ کال په نومبر کې زېږېدلی و، له لویېدو سره سم د پلار له کاروبار سره یو ځای شو او د سوداګریزو مراکزو پراختیا ته یې مخه کړه. د دوی دواړو د هڅو په پایله کې یې کمپنۍ په امریکا کې د املاکو او جایدادونو پر ستره کمپنۍ بدله شوه. دوی په ۱۹۷۷ کال کې سپورت ته مخه کړه او د «San Francisco 49ers» په نوم یې د فوټبال یو ټیم واخیست. د دغه ټیم مدیریت اېډوارډ ته وسپارل شو. پلار يې په ۱۹۹۴ کال کې مړ  شو او ده هم دوه کاله وروسته له پلاره ورپاتې د املاکو کمپنۍ د سیمون پراپرټیز په نوم د کمپنیو له یوه ګروپ سره مدغمه کړه. د فوټبال ټیم یې له ۱۹۸۰ زېږدیز کال څخه تر ۱۹۹۰ کال پورې پنځه ځله اتلولي وګټله، خو په ۱۹۹۸ کال کې نوموړي د فساد پر پټولو اعتراف وکړ. له ده څخه د لوئیزیانا والي د یوې کازینو د جوړولو د لایسنس په بدل کې د بډو غوښتنه کړې وه، خو ده یې راپور نه و ورکړی. له همدې کبله نوموړی پر دوه نیم لکه جریمه او د یوه کال لپاره د فوټبال د ټیم له مشرۍ منع شو. د پلار تر مرګ شپږ کاله وروسته یې په ۲۰۰۰ کال کې له خپلې خور سره له پلاره ورپاتې شتمني ووېشله. د وېش له مخې یې خور ته د فوټبال ټیم ورسېد او ده هم د املاکو برخه واخیسته.
دی په سیمون پراپرټیز کې پر ونډو سربېره اوس په فلوریډا کې د املاکو یوه بله کمپنۍ هم رهبري کوي. دغه راز یې د پي ډي کیو په نوم د چرګانو د پلوره په حلقوي پلورنځي کې چې په چکټۍ د پراختیا په حال کې دی او په شپږو ایالتونو کې ۲۰ څانګې لري پانګونه کړې ده.
فوربس مجله وايي چې د ۲۰۱۵ کال د مارچ تر ۲۹ نېټې د نوموړي پانګه دری اعشاریه پنځه میلیارده ډالرو ته رسېږي چې په دې توګه د میلیاردرانو په نړیوال نوملړ کې ۴۹۷ ام ځای لري په داسې حال کې چې تېر کال ۶۰۹ میلیاردر و.
ده واده کړی، پنځه اولادونه لري او په فلوریډا ایالت کې ژوند کوي.