د شیطان کیسې / یو پنځوسمه او دوه پنځوسمه کیسه

 
یو پنځوسمه کیسه :
   کله چې حضرت نبي کریم (ص) په پیغمبرۍ مبعوث شو ، نو شیطان خپل لښکر صحابه و (رض) ته ور ولېږه ؛ د شیطان لښکر ، چې کله هغوی ته ورغی ، نو ناهیلی او نا امیده بېرته را ستون شو ، د مکر او دوکې دفتر یې تش وو ، شیطان ترې وپوښتل : په تاسو څه شوي ؟ لښکر یې ځواب ورکړ : پر دې قوم هېڅ برید نه شو کولای ، موږ تر نن ورځې پورې دا ډول قوم نه دی لیدلی . شیطان وویل : دوی پرېږده ، په دې نیږدې راتلونکې کې به د نړۍ ډېرې سیمې لاندې کړي ، نو هغه وخت به موږ خپلې موخې ته رسېږو .
دوه پنځوسمه کیسه :  
  ابلیس حضرت موسی (ع) ته وویل : تاته یوه خبره کووم ، چې په ګټه دې ده ، خپل امت ته ووایه ، چې په درې حالاتو کې زما له شرارت څخه خبر واوسي ، په دې درې شرارتونو سره خلک خرابوم .
لومړی : د غوسې پرمهال ، چې د انسانانو په رګونو کې د وینې پر ځای زه ګرځم را ګرځم، نو د هغوی سترګې ، غوږونه ، پښې و لاسونه زما پر واک کې دي ، هر څه چې وغواړم  ورباندې ترسره کولای یې شم .
دویم : د جهاد پر مهال د مجاهدینو په زړونو کې د هغوی د کور او اهل وعیال فکر پیدا کوم ، نو هغه وخت دوی د جګړې ډګر پرېږدي او تښتي .
درېیم : له نامحرمې ښځې سره د یوازې ناستې پرمهال د دواړو په زړونو کې د ډول ډول څیزونو خیالونه را پیدا کوم ، تر څو دوی د ګناه اراده وکړي .
نور بیا .....