
پان سوټانګ یو له هغو میلیاردرانو دی چې د ژوند له کیسې یې ډېر څه زده کېدلی شي، ځکه دی له تش لاسه میلیاردر شوی دی.
نوموړی په ۱۹۶۳ زېږدیز کال کې د چین په ګوانګډونګ سیمه کې زېږېدلی دی. د ماشومتوبه له وخته یې روزنه د نیا پر غاړه وه. دی د ۱۳ کلونو و چې نیا یې د سرطان د ناروغۍ له کبله مړه شوه. د هغې تر مړینې وروسته نوموړی امریکا ته کډوال شو. په کلفورنیا کې د ژوند پر مهال یې هڅه وکړه چې لوړې زده کړې وکړي، خو بریالی نه شو.
له همدې کبله یې له خپلې ترور پیسې پور کړې او هانګ کانګ ته راستون شو. په پور کړو پیسو یې سوداګري پیل کړه. ده له جاپان څخه هانګ کانګ ته د الکترونکي توکو په ځانګړي ډول د پاناسونیک کمپنۍ د تولیداتو واردات پیل کړل.
په ۱۹۹۳ زېږدیز کال کې یې له سوداګرۍ په ترلاسه کړو پیسو د «Matsunichi Colour Display Monitor» په نوم کمپنۍ جوړه کړه چې د کورنو د اړتیا وړ توکي یې تولیدول.
په ۲۰۰۲ کال کې یې د «Emperor Technology Venture Limited» په نوم کمپنۍ وپېرله چې وروسته یې نوم وربدل کړ.
په ۲۰۰۸ کال کې یې د «Fortuna International Holdings Limited» په نوم کمپنۍ وپېرله چې وروسته یې د «Goldin Financial Holdings Limited» نوم ورباندې کېښوود.
نوموړی په چینايي رسنیو کې د یوه مخکښ سوداګر په توګه یادېږي. ده په یوه مرکه کې ویلي چې له ننګونو سره له مخ کېدو سره مینه لري.
ده ویلي:« زه د هغو کسانو له ډلې یم چې تل ننګونو ته هرکلی وایم. زه داسې موخو ته د رسېدو له فکر سره مینه لرم چې رسېدل ورته ناشوني برېښي.»
نوموړی په بېلابېلو کمپنو کې ونډې لري، خو فوربس مجله وايي تر ټولو ستره سرچینه یې په ګولډین فاینیشل کې ونډې دي. دا کمپنۍ په جایدادونو، فابریکو او د شرابو د تولید په برخو کې فعالیتونه لري.
دی په ګولډین پراپرتیز کې هم د پام وړ ونډې لري چې د چین په سویلي سیمه تیانجین کې یې تر ټولو پر ستره پروژه ۱۰ میلیارده ډالره پانګونه کړې ده.
فوربس مجلې د نوموړي پانګه د ۲۰۱۵ کال د مارچ په ۲۹ نېټه ۱۶،۷ میلیارده ډالره بللې ده چې په دې توګه د میلیاردرانو په نړیوال نوملړ کې ۱۵۳ ام او په هانګ کانګ کې اووم ځای لري.
ده واده کړی، یو اولاد لري او په هانګ کانګ کې ژوند کوي.
دغه ليکنه په «همیانۍ» کې هم خپره شوې ده.