د جنرال مطیع الله خان د وژنې معما

د ولسي جرګې غړی او د متحد ملت ګوند مشر عبدالرحیم ایوبي وايي چې د اروزګان امنیه قوماندان جنرال مطیع الله خان له پاکستان سره د معاملې قرباني شو او ده ته ورته نور کسان هم تر جدي ګواښ لاندې دي.
مطیع الله خان څو ورځې مخکې د کابل په نوي ښار کې له صافي لانډمارک هوټل څخه د نامعلومو کسانو له خوا تر بیولو وروسته په مرموز ډول ووژل شو خو امنیتي ارګانونه ادعا لري چې نوموړی په ځانمرګي برید کې وژل شوی دی.
ایوبي زیاتوي چې د مطیع الله خان په وژنه کې لوی لاسونه ښکېل دي او باید حکومت د نوموړي د وژنې په اړه کره شواهد خلکو ته وړاندې کړي.
هغه سرنوشت ورځپاڼې ته وویل: ((کله چې جنرال مطیع الله خان د کابل له نوي ښاره ماخوستن اته بجې نادرکه کېږي نو درې ټیلېفونونه یې په سبا غرمه له ملي امنیت او ملي پولیسو سره وي او هغوی ادعا کوي چې دی د شپې په اته نیمې بجې په ځانمرګي برید کې وژل شوی نو بیا ولې د سهار تر نهو بجو د هغه ټیلېفونونو ته ځواب نه ویل کېږي او یا هم د هغه کوم خپلوان د ده له مرګه نه خبرېږي.))
د ولسي جرګې یاد غړی وايي، له امنیه قوماندان سره د بانک کارت چې انځور او نوم یې واضح ښکاري، د هویت کارت، دولتي تومانچه، د هغه کارت او ګڼ نور وسایل موجود وو چې د هغه هویت تشخیص شي؛ خو د پېژندنې له دومره توکو سره سره دی د نامعلوم شخص په نوم له یوه بل وژل شوي کس سره روغتون ته وړل کېږي.
ایوبي زیاتوي: ((حکومت دې دا ثابته کړي چې مطیع الله خان په شپږمه ناحیه کې څه کول، چا ورغوښتی و، له اروزګان څخه چا راغوښتی و، ولې یې حکومت په اړه جدي غبرګون ونه ښود، ولې د هغه د مړي اخیستل شوي لومړي او دویم انځورونه سره متفاوت دي، ایا دی ریښتیا ځانمرګي برید وژلی، ایا حکومت د ده هویت نه شوای ثابتولی چې هغه یې له یوه ځانمرګي سره په توره خلته کې اچولی و.))
د نوموړي په خبره، کله چې مطیع الله خان وژل کېږي، نو له یوه بل کس سره چې ګواکي ځانمرګی بریدګر دی، په یوه توره خلته کې اچول کېږي، د پولیسو دوه سوه بستریز روغتون ته یې وړي؛ خو په روغتون کې پولیس له وارخطايۍ لیکي چې مطیع الله خان په اروزګان کې په ځانمرګي برید کې وژل شوی دی.
د عبدالرحیم ایوبي د معلوماتو له مخې، حکومت په یوه راپور کې ویلي چې د مطیع الله خان دواړه پښې ماتې شوې په داسې حال کې چې ده په خپله نوموړی تکفین کړی او وايي چې پېښې یې روغې وې.
دی زیاتوي، له شواهدو داسې ښکاري چې مطیع الله خان د شا له لوري په بې غږه تومانچه د غاړې په برخه کې ویشتل شوی او وروسته داسې یوه سناریو جوړه شوې چې ګواکي دی په ځانمرګي برید کې وژل شوی دی.
د اروزګان قومي مشرانو هم له حکومته د مطیع الله خان د وژنې په اړه معلومات غوښتي او ادعا یې کړې چې مطیع الله خان په خپله حکومت وژلی دی.
قومي مشرانو چې وړمه ورځ یې په اروزګان کې لاریون کړی و، ویل چې مطیع الله خان د کابل د نوي ښار په صافي لانډ مارک هوټل کې اوسېده او کابل ته هم دولتي چارواکو وربللی و چې بالاخره د همدغو چارواکو له خوا له هوټله را ایستل شوی او وروسته یې په مرموز ډول وژلی دی.
خو د کورنیو چارو وزارت ویلي چې د اروزګان وژل شوی امنیه قوماندان مطیع الله خان د کابل ښار په شپږمه ناحیه کې یوه ځانمرګي برید کې وژل شوی دی.
دغه راز ایوبي وايي چې مطیع الله خان له پاکستان سره د معاملې قرباني شوی او د کندهار د امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق وژل هم د هغې هوکړې یوه برخه ده چې افغان حکومت له پاکستان سره کړې.