پنځوسمه کیسه:
شیخ ابوالقاسم (رح) فرمایي ، چې ما یوه ورځ شیطان په بشپړه توګه بربڼد په خوب کې ولیده ، له هغه څخه مې پوښتنه وکړه ، چې ته له انسانانو څخه نه شرمېږې ؟ هغه وویل : دا به ستا په نزد انسانان وي ، ما وویل : هو ، شیطان زیاته کړه ، که چېرې دا انسانان وای ، نو ما به پر دوی باندې د توپ په څېر لوبې نه کولې ، هو انسانان له دوی پرته نور کسان دي ، ما وویل : څوک دي ؟ شیطان په ځواب کې وویل : د شونیزیه په جومات کې څو کسان دي ، چې د هغوی له عبادت او عاجزۍ څخه زه ناکام شوم ؛ ډېره هڅه مې وکړه ، چې د هغوی په لاره کې کمین ونیسم ، خو بریالی نه شوم .
حضرت جنید (رح) فرمایلي : کله چې له خوبه را ویښ شوم زه هم د شپې جومات ته لاړم، په هغه ځای کې درې کسان ناست په خپلو سرونو باندې یې څادرونه اچولي او سرونه یې ټیټ نیولي وو ، کله چې زما د پښو غږ یې واورېده ، نو یوه یې سره را پورته کړ او وې ویل : ای جنید ! د شیطان خبیث په خبرو دوکه نه شې ، د دې خبرې له کولو وروسته یې خپل مخ بېرته پټ کړ .
نور بیا .....
وروستي