
د «ییتژاک تشووا» ژوند
اسرایلی «ییتژاک تشووا» د ۱۹۴۸ زېږدیز کال د جولای په اوومه نېټه د لیبیا په پلازمېنه کې زېږېدلی دی. لا د شپږو میاشتو و چې مور او پلار یې له خپلو اتو اولادونو سره اوسنیو اسرایلو ته کډه او د نتانیا په سیمه کې مېشت شول. تشووا په دې سیمه کې د یاونې په نوم لومړنی ښوونځی ولوست. لا د ۱۲ کلونو و چې له خپلې کورنۍ سره د مرستې لپاره یې کار پیل کړ.
ده په دغه وخت کې ساختماني کارونه او بزګري کوله. د ځوانۍ پر مهال د اسرایلو له پوځ سره یو ځای شو. د عسکرۍ د مودې تر پای ته رسېدو وروسته یې د دفاع وزارت د انجنیرۍ او ساختماني چارو په څانګه کې دنده واخیسته او د بېلابېلو ساختماني پروژو مسئولیت ور وسپارل شو.
په همدې ځای کې د ترلاسه کړې تجربې پر مټ یې په ۱۹۷۰ کال کې په ساختماني چارو او املاکو کې شخصي کاروبار پیل کړ.
په لومړنیو وختونو کې یې د کار تمرکز د داسې کورونو پر جوړولو و چې لږ لګښت ورباندې راتله او بې وزله خلکو اخیستلی شوای.
ده په ۱۹۷۸ کال کې سیاست ته مخه کړه او د نتانیا په سیمه کې یې ګوند جوړ کړ. دغه ګوند د نتانیا د ښاروالۍ په ټاکنو دری څوکۍ ترلاسه کړې.
تر ۱۹۸۸ کال پورې تشووا د اسرایلو په بېلابېلو سیمو کې د کور جوړونې او ساختماني چارو ګڼې پروژې پلې کړې. په همدې کال د خپلو فعالیتونو د پراختیا په موخه له خپلې کورنۍ سره امریکا ته کډوال شو. په ۱۹۹۲ کال کې یې د «El Ad Holdings» په نوم کمپنۍ جوړه کړه چې په شمالي امریکا کې یې د ده پروژې مدیریت کولې. د همدې کمپنۍ له لارې یې په ۹۰ لسیزه کې د متحده ایالاتو په نیویارک او فلوریډا او د کاناډا په تورنتو او مونټیریل کې سلګونه سوداګریز او استوګنیز جایدادونه وپېرل.
تشووا په ساختماني چارو کې تر بریا وروسته په ۱۹۹۸ کال کې د ډیليک ګروپ په اخیستلو سره خپل فعالیتونه د انرژۍ برخې ته وغځول. نوموړي د سون توکو دغه اسرایلۍ کمپنۍ د انرژۍ پر یوه ستره کمپنۍ بدله کړه چې د پټرولو، طبیعي ګاز او په یو شمېر نورو برخو کې فعالیت کوي او د شمېرو له مخې یې د مارکېټ ارزښت تېر کال څلور میلیارده ډالر اټکل شوی.
د فوربس مجلې د اوسنیو شمېرو له مخې تشووا اوسمهال څلور میلیارده ډالره پانګه لري چې په دې توګه د میلیاردرانو په نړیوال نومړل کې ۴۸۱ ام او په اسرایلو کې شپږم ځای لري.
ده واده کړی، پنځه اولادونه لري او د اسرایلو په نتانیا ښار کې ژوند کوي.
له هميانۍ څخه په مننې!