څنګه ښه مدیریتي ټیم جوړ کړئ؟

 
د شرکتونو د بریالیتوب او پرمختګ لپاره یو قوي او باانرژي مدیریت په کار دی. تاسې د شرکت د رییس او اجرايي مدیر په توګه په دې ښه پوهیږئ، چې د شرکت ټول کارونه په یوازې سر نه شئ کولای او یوه متخصص ټیم ته اړتیا لرئ. د مدیرانو یو داسې ټیم جوړ کړئ، چې مشخصې دندې او واکونه ولري. د شرکت اوسنی وضعیت وارزوئ او وګورئ، چې د شرکت لپاره څه ډول ټیم په کار دی. د مثال په ډول، که نوي کارکوونکي مو ګومارلي وي، د بشري سرچینو مدیرته به اړ وئ. د ادارې د یوه تشکیل په جوړولو سره به خپلې مدیریتې ستونزې ووینئ. په شرکت کې د احتمالي تغییراتو لپاره په تشکیل یا چارټ کې خالي ځایونه پریږدئ. خپلې نیمګړتیاوې او کمزورۍ هم درک کړئ. که د خرڅلاو توان نه لرئ، د پلور یو تکړه او په کار پوه مدیر وګومارئ. هېڅ وخت د شرکت چارې داسې مه پیلوئ، چې په اداره کې مو په کار پوه مدیران نه وي ګومارلي. هېڅوک جامعه الکمالات نه دی. هره برخه خپل تخصص او تجربه غواړي. که د مارکیټنګ کار په یوه غیرمسلکي کس پرمخ وړئ، یا واسطو او نورو مسایلو ته تم کیږئ، ځای نه نیسي. ښه داده، چې د شرکت له کار پیلېدو وړاندې ټولو اړوندو برخو ته مدیران او اړتیا وړ کارکوونکي وګومارئ. په دې سره ستاسې د شرکت تهداب اساسي اېښودل کیږي او د پلور کچه مو لوړیږي. که پر بشري سرچینو په لومړي سر کې پانګونه ونه کړئ، په وروستیو کې مو مصرف او پانګونې ګټې نه کوي، ځکه په مارکېټ کې ستاسې برانډ، نوم او تولید په کمزوري او بې کیفیته تولید معرفي کیږي. که غواړئ دا هرڅه مو بریالي وي، په مارکیټ کې باید خپل استازي ولرئ. په چارو کې د خپل مدیریتي ټیم له مشورو نه ګټه اخلئ. ټول جګپوړي کارکوونکي او داسې کسان، چې په کار پوهیږي او تجربه لري، په نظر کې ونیسئ او مشورې ترې واخلئ. داسې کسان، چې ستاسې په اداره کې یې ډیر کار کړی وي، هغه تشخیص کړئ او د مدیرانو په رول کې ترې ګټه واخلئ. ستاسې په اداره کې به ډیر وړ او تکړه کسان وي، ویې ګورئ او له نږدې ورسره وغږیږئ. کېدای شي له منځه یې وړ او په کار بلد مدیران ومومئ. کله مو، چې خپل مدیریتي ټیم غوره کړ، مخامخ ورسره کښېنئ. خپل نظرونه او غوښتنې ورته تشریح کړئ. هغوی باید پوه کړئ، چې اداره ترې څه انتظار لري. د هغوی واکونه او دندې هم ورپه ګوته کړئ. ستراتیژیک پلان جوړاوی په پام کې ونیسئ. نورو مدیرانو ته واکونه او دندې وسپارئ، اندېښنه ترې مه کوئ، کېدای شي له تاسې ښه دنده ترسره کړي. مدیریتي ټیم ته لازم او اړتیا وړ واک ورکړئ. مدیران که له حده ډیر واکونه ولري، سم کار نه کوي، خو داسې هم باید نه وي، چې هیڅ واک او اختیار ونه لري. ( ژباړه)
له هميانۍ څخه په مننې!