يو څو کيسه ګۍ/ ۱۳

 
فساد:
د محکمې د ودانۍ په ښيښه اي دروازه کې ولاړ خیرن کس راباندې د درېدو غږ وکړ او په آمرانه لهجه یې را ته وویل: که سند مند وي په دوهمه طبقه کې ښي لاس ته ورشه، که د کوم بندي مندي دوسیه وي په ما پسې راځه...
یتیم:
هره ورځ یې له مور نه پوښتنه کوله چې د خور د واده لپاره یې څومره پیسې په کار دي. ځکه مور یې ورته ویلي وو چې د پلار  له شهادت وروسته دې د کور سرپرست ته یې...
کمبود:
هۍ هۍ ! هلته به اوس څه ښې خوشحالۍ روانې وي او زه پکې نه یم!...
 
نهیلي:
اوس یې د کلا له دروازې څخه ښکارېدونکی له غونډۍ شاته سپین ډاګ چې هغې خوا ته پرې تلونکي خلک پناه کيږي بد ایشي ځکه مساپرۍ ته تللی خاوند یې له دې خوا ژوندی ترې پنا شو خو له هغې خوا یې چپرکټ د خلکو په اوږو بار پرې را واوښت...
ځانمرګی:
د ځانمرګي خبر يې د موټر په راډیو کې اورېدلی وو، خو پاک یې له یاده وتلي وو چې نن يې ورور په خیرخانه کې د سترګو ډاکټر ته ورغلی وو...