
لگولى مې د زنې لاندې لاس دى
ارمانونه اندېښنې دي او وسواس دى
زه به خود ورپسې وينې غورځومه
چې اغوستى يې د سره گلاب لباس دى
ستا خويونه هم په ځان کې راوستى شم
ستا له حسنه مې چې شوى اقتباس دى
د پاچا په ملاتړ کې ملنگانو
هر وخت کړی گران وطن ته التماس دى
ستا ساده پاده نظر زما په زړه کې
پيدا کړى د رنگونو انعکاس دى.
۰۱/۱۱/۱۳۸۵
خيدرآباد