
یو ناڅاپي یخ باد
نولس سوه شپږ اویایم کال، په ایران کې د پهلوي شاهي کورنۍ د پیدایښت یا واک ته د رسیدو پنځوسمه کلیزه وه. د شاهي لمانځنې یوه دوره اود ولایتي سفرونه د ایران د نوي کال چې د مارچ په وروستۍ لسیزه کې شروع کیږي د پیل لپاره تنظیم شول. د اسدالله علم یاداښتونه ښيي، چې محمد رضا شاه په دغه مهال په امریکا کې د ولسمشرۍ په سیالیو ډیر کلک نظر ساته او خورا ډیر لیواله وو. شاه غوښتل چې د مخکښ ډیموکراټ کاندید او د جورجیا د ایالت د پخواني والي جیمي کارټر په اړه ډیر معلومات تر لاسه کړي. کارټر د بشري حقونو یو ملاتړی او د نړیوالې سوداګرۍ کلک مخالف وو. شاه ویریده چې که جیمي کارټر د امریکا د نوي ولسمشر په توګه غوره یا وټاکل شي، هغه به لکه د ۱۹۶۰ مو کلونو په لومړیو کې د جان ایف کینیډي په څیر په ایران کې د لیبرالو سیاسي اصلاحاتو غوښتنه وکړي.علم، شاه ته د یوې امریکايي ورځپاڼې یو کارتون ور وړ، چې پکې دواړه کار تر او فورډ انځور شوي وو چې یوه څراغ ته یې لاسونه ور اوږده کړي، خو نه دي ور رسیدلي. ښاغلی علم وویل « دغه کارتونیست فورډ ډیر طبیعي احمق انځور کړی» شاه ددغه کارتون په لیدو حیران شو. هیڅ یې هم ونه ویل، علم هغه ته خبرداری ورکړ« کارټر کیدای شي له فورډ څخه هم ډیر ستر احمق را ووځي.»
په دغه میاشت کې د ترهګرو ګواښ لوړ شوی وو. د جنورۍ میاشت په دې اعلان سره پیل شوه چې د ایران یوې نظامي محکمې ۱۰ ترهګر په ۱۹۷۳ کال کې د ډګروال لیویس هاوکینس، او دوه کاله وروسته د ډګروالانو پاول شفر او جک ټورنر د وژنې په جرم په اعدام محکوم کړل. شاه په دغه وخت کې د خپلو ځوانو مخالفینو د کړو وړو او تعصب له کبله ډیرنا کراره او حیران وو .
د مارچ په ۲۱ نیټه د یکشنبې په ورځ، شاهي کورنۍ د مشر رضاشاه د مقبرې په مخ کې په داسې حال کې را غونډه شوې وه چې باران هم اوریده.موخه داوه چې هغه ته دمشر شاه د مړینې د تلین د رارسیدو په مناسبت خپل درناوی او مراتب وړاندې کړي. د خلکو ټولیز وضیعت ډیر ښه نه ښکاریده او له دې کبله سخت حالت رامنځ ته شوی وو او دا سې بریښیده، چې خړ اسمان یې نور هم تیاره کړی وو. داسې اوازه خپره شوه چې دغه تلین کیدی شي د شاهي کورنۍ لپاره بدبختي راوړي. ملکې فرح وویل « په ځانګړي ډول په همدغه ورځ ما داسې احساس کړه چې د خلکو او بادشاه تر منځ یو شی بدل شویدي. ما دا خبره په خپلې شا و خوا او هډوکو کې لکه د یوه یخ شمال په څیر احساسوله. ما ته په دغو مراسمو کې داسې بریښيده، چې زموږ ترمنځ پر باور او د یوه او بل په نه در ک کولو یو ډول سیوری غوړیدلی .
شپږ میاشتې دمخه ملکه فرح په تهران کې د هغه نړیوال سمپوزیم کوربنه وه چې د ایران د راتلونکي اقتصاد او ټولنیزو اصلاحاتو په اغیزو پکې بحثونه کیدل. هغې د سمپوزیم په پرانیستې وینا کې په دې اعتراف وکړ، چې د ایران خلک د متضادو طوفانونو (بدلون او دود) له کبله سخت په تکلیف شویدي. نورو ګډونوالو په دغه غونډه کې «خبرداری ور کړ، چې له دې کبله په سیاسي سیستم فشار زیاتیږي او د واکمنو مشرانو ګرانښت په خلکو کې کمیږي.» د ۱۹۷۶ کال په اوړي کې ملکې خپله اندیښنه په عام ډول په ډاګه کړه او ویې ویلې چې« له کلیوالو سیمو کې ښارونو ته د خلکو را کډه کیدل شاهي خاندان ته ستونزې زیاتولی شي، ځکه چې دلته دوی له ټولنیز ګوښیتوب، بیکاري او بې وزلۍ سره مخامخ کیږي او پر حکومت پیټۍ درندیږي .
د ایران شاه د یوشمیر چاپلوسو او ناپوهو کسانو لخوا کلابند شوی وو. واک ته د پهلوي خاندان درسیدود کلیزې په مراسمو کې باچا او ملکه د ماښامنۍ میلمستیا کوربانه وو. کله چې ملکې فرح اشاره وکړه چې د باچا سپۍ دې د میلمنو د خوړو د میز لخوا لیرې وشړل شي چې د میلمنو په قابونو کې پوزه ونه مږي. شاه ملکې ته په قهر شو او ورته وې ویلې چې « څه فکر کوي چې څوک دې دا کار وکړي؟ هغې وویل چې « چاپلوسان په هرځای کې ډیر دي. زه نه غواړم چې ددوی مثالونه در کړم ان ممکن دغه سپی هم چاپلوسي وکړي، ځکه چې ستاسو دی. زه یوازې نه غواړم چې دغه ډول مزخرف شیان منع کړم.» ملکې فرح یوه بل شي ته هم اشاره وکړه چې هغه یې د خاوند په پاسنۍ شونډه یوه وړوکي غده یا دانه وه. هغه تر اوسه په دې اړه نه پوهیده، خو وروسته ورته یاد شو چې دا د هغه د پلار نښه هم وه. په دغه میلمستیا کې ټول د مشر شاه په صفتونو او یادونو بوخت وو او هغه شیبې یې سره یادولې چې مشر شاه له وخت سره په مبارزې بوخت وو او سختې هڅې یې کولې چې خپل وارث او مشر ځوی شهزاده محمد رضا شاه د واک تر لاسه کولو لپاره وروزي. مشرشاه د خپل شهزاده لپاره زمینه برابروله چې په سوله ییز ډول واک ور ته وسپاري.
خو داسې ښکاریده چې تر اوسه محمد رضا په دې فکر نه وو کړی چې خپلې میرمنې فرح ته یو لړ محرمې خبرې وکړي او پرهغه له هر پلوه پوره باور وکړي . ملکې فرح وویل:«په اونۍ کې به څو ځلې رضا او ما له لومړي وزیر او وروسته به له هر وزیر سره د روانو چارو په اړه مشورې کولې. دارنګه به د هیواد د پوځ له مشر، د بیلا بیلو ادارو له استازو په ځانګړې توګه د پارلمان له یو شمیر استازو سره هم پراخې سلامشورې او خبرې کولې. ماته معلومه شوه چې وضیعت ډیر نازک، حساس او پیچلی دی، ما د یوې شیبې لپاره هم داسې تصور نشو کولی چې هغه به یوه ورخ بلاخره بریالی کیږي . زه دا په ډاګه ویلی شم چې د هغه د مشورو دغه تمرین به مثبت پریوزي. ما له هغه پوښتنه وکړه لکه چې غواړي مړشې.»
ها خوا واک ته د پهلوي خاندان د رسیدو د لمانځغونډې په درشل کې د امریکې ولسمشر فورډ په یوه لیک کې شاه ته مبارکې ور کړه او خپل مرستیال راکفیلر یې په دغو مراسمو کې د ګډون لپاره تهران ته واستاوو. په دغه وخت کې شاه ډیر خفه او نا هیلی وو. هغه (را کفیلر) وویل، چې د پهلوي کورنۍ دغه جشن ته لومړۍ په ختیځو هیوادونو کې ډیر تود هرکلی او مبارکي وویل شوه او بیا وروسته په لویدیځ کې د ایران د نورو متحدینو لخوا مبارکي وویل شوه. د امریکې مرستیال ولسمشر راکفیلر ته د پهلوي شاهي کورنۍ لخوا د کیش په ژمنۍ ټاپو کې هرکلی وویل شو. په تهران کې د امریکې د سفیر میرمن سناتیا هلمز د شاه هغه سخت غمګین او غوصناک غبرګون له نژدې ولیده چې کله مرستیال ولسمشر راکفیلر په عامه ډول په ډاګه هغه د لوی سکندر وارث وباله. داسې ښکاریده چې هغه په دې نه وو خبر چې ستر سکندر په ایران یرغل کړی وو او د فارسیانو هیواد یې وران کړی وو او دایران ټوله دارايي یې غلا کړې وه.»
هوايي ډګر ته بیرته د تلو پرمهال په لاره ،په موټر کې راکفیلرچې لاهم د تیرنوامبر د پیښو له کبله بې مزې بریښیده د ایران د دربار وزیر اسد علم ته وویل چې «هغه په امریکا کې په ډیرې کرارۍ سره د تصمیم نیولو له کبله ډیر ځوریږي او ددوی د کارونو او پریکړو لارې د واشنګټن له کارونو او لارو چارو سره ډیر توپیر لري.» داسې ښکاریده، هغه په دې فکر کوي چې امریکا ته یو ډز ور کول به د امریکايي ولس په ګټه وي. هغه وویل«تاسو باید موږ ته اعلی حضرت د څو کلونو لپاره په پور را کړئ، هغه به ډیر ژر موږ ته دا درس را زده کړي چې په څه ډول امریکا اداره او وچلوو.»
پرهمدې مهال ایرانۍ ټولنه لاهم ډیره هنه وو پرمخ تللې. له تهران څخه د مصر دولسمشر انورسادات او د هغه د میرمنې جیهان د رسمي لیدنې پرمهال دایران حکومتي چارواکي د یوې ډیرې درنې او مجللې ماښامنۍ میلمستا کوربانه وو. د انورسادات میرمن جیهان سادات وویل:« هغه زینې چې د یوې لویې حویلۍ د دروازې مخې ته وې له ډیرو مجللو شیشو څخه جوړې شوې وې چې پخوا دا ځای داسې نه وو او تر اوسه ما دا ډول عمارت او مزینې کړې شیشه یي زینې نه وې لیدلې. هیڅ شی عادي نه وو. موږ ته یو ډول چاکلیټ لرونکي خواږه یا ایسکریم وړاندې شول چې په بورې او خوږو کې ډیرښه برا بر شوي او جوړ شوي وو. دغه ایسکریم په یوه خورا عصري لوښي کې له نورو هغو خوراکي توکو سره راوړل شو چې هرې خواته پاخه شوي ډول ډول کبان پکې پاخه راوړل شوي وو. دغه میلمستیا په یوه خورا عصري ماڼۍ کې برا بره شوې وه او د خوړو کیږدۍ په یوې وړوکي سیند د جوړ پله پر سر درول شوې وه او موږ په داسې ماڼۍ کې دیره وو چې سره زر پکې کارول شوي وو.»
هغې انور سادات ته وویل چې « دغو حالاتو ته په کتو سره کیدی شي دلته یو انقلاب وشي. زه دا مسله احساسوم.دلته بډای خلک ډیر بډایه دي او بې وزلي خلک ډیر بې وزلي دي، او د منځنۍ کچې کافي خلک نشته چې د ټیکاو سبب شي .محمد رضا باید په ډیرې بیړې سره د خپلو خلکواو خپل دربار د بچاو لپاره لاس په کار شي ، خلکو ته ډیرې ځمکې ور کړي ، د هغوی اړتیاوې ور پوره کړي او ځانته د امپراطور د لقب پرځای د ولسمشر لقب غوره کړي . ددې لپاره چې خلکو ته ور نژدې او له هغوی سره یې واټن کم شي . . . . زه غواړم چې د ایران شاه ته دا خبره په خپله وکړم.» د هغې خاوند انور سادات خپله میرمن له دغه ډول کار څخه منع کړه .هغه خپلې میرمنې ته په ټینګه وویل: « تاسو باید د نورو خلکو په کارونو کې لاس وهنه ونکړئ . شاه به په دې خبره خفه شي او هغه به تاته په ډیرې بې ادبانه ډول غوږ ونیسي او وروسته به هیڅ تغیر رانه ولي ، نو ستاد خبرو ګټه به څه وي ؟»
دا داسې وختونه وو چې د امریکايي الوتکو ټولګیو ټوله شپه تهران ته الوتنې کولې او د ایران په پلازمینه کې نایټ کلبونه او هوټلونه ډک وو. له همدې کبله ټولنه په ایشیدو راغلې وه . ډیر ځوان ایرانیان، د لویدیځ د مډرنیزم یا عصریتوب د اغیزو، روانو بې نظمیو،غیر متجانس وضیعت او ګډوډیو څخه سخت ځوریدل او د خپلې ارامۍ ځای یې په جوماتونو ، تکیه خانو او حجاب کې لټاوو.پر دې مهال اسدالله علم په شیراز کې د پهلوي له پوهنتون څخه لیدنه وکړه او شاه ته یې بیا د خبرداري په ډول وویل چې « ما هلته ډیرې زیاتې نجونې ولیدې چې حجاب یې اغوستۍ وو.»لا هم په ایران کې زده کونکو د شاه د پالیسیو په اړه خپلو لاریونونو ته دوام و رکاوو . ښاغلي علم شاه ته وویل چې د پوهنتون په مشرانو ډیرفشار را نه وړي ، ځکه چې « دوی کافي خطرناک دی ، یا خطرناکه لوبه پر مخ بیايي او د ایران او خپلې بقا لپاره شفاهي مبارزه کوي .... دوی اصلا د تر هګرو لخوا له وژنې نه ویریږي . »
په دغه زمانه کې د چارلیس جورډان رسوا کونکې پیښه را منځ ته شوه چې خورا لویه ډنډوره یې جوړه کړه او د پهلوي نظام لپاره یو متل یا ضرب المثل جوړ شو او د هغه د زوال نښه یې بلله . پرویز ثباتي د ایران د استخباراتو د ادارې ساواک( SAVAK )لوړپوړی مشر وو. یوه ورځ د هغه میرمن په تهران کې د چالیس جورډن په نوم د میرمنو د بوټونو او څپلیو تر ټولو شیک یا عصري پلورنځي ته د سودا لپاره ولاړه . د بوټونو له اخیستو وروسته کله چې هغه د دوکاندار میز ته ورغله چې پیسې ور کړي ، خو چې ویې کتل د هغه د پیسو بټوه یا بکسه د هغې له دستکول څخه ور که شوې وه . محکمې ته د ویل شوې کیسې دتوضیح پر اساس ، میرمن سباتي په پلورنځي کې په زوره نارې کړې چې د هغې ساتونکی هیڅوک له پلورنځي څخه وتلو او ننوتلو ته اجازه نه ور کوي .هغې امر وکړ چې« دروازه دې بنده کړي . موږ غواړو چې دلته د ټولو شته کسانو تالاشي وکړو . په همدې ورځ په دغه مغازه کې د یوې بلې معتبرې کورنۍ د منځني عمر دوه میرمنې هم وې چې د خپلې لور د واده لپاره یې سودا کوله .
یوې غمجنې یا خفه مشرې میرمنې وویل:« موږ خپله سودا پای ته ورسوله . د چا غلا مو هم نه ده کړې. موږ د ډیرې درنې کورنۍ میرمنې یو ،موږ غواړ چې ولاړې شو ، موږ ته اجازه راکړئ.»
د میرمن سباتي ساتونکي د نه ځواب ور کړ.« تاسو نشئ تللی.» ساتونکي په زور د هغو د تلو مخه ونیوله . دناوې کوژدن له مغازې بهر دغو ۲ دننه پاتې میرمنو ته په موټر کې په انتظار ناست وو . هغه دغه غوغا د موټر د شا په اینه کې ولیده او د مغازې په لور یې ور منډه کړه چې له خپلې ناوې او ور سره بلې میرمنې سره مرسته وکړي . د میرمن سباتي ساتونکي ددې کس له منډو سره سم ناڅاپي بل ډول غبرګون وښود او خپله وسله یې را وویسته او په ډزو یې پیل وکړ.دغه ځوان کس د خپلې کوژدنې او د خپلې را تلونکې خواښې په مخ کې په ډزو ووژل شو. دغه مغازه په اور کې وسوځیده او هرخوا وینې وبهیدې . ددغه واده اونوې جوړې غمجنه کیسه په ډیرې بیړې سره هرې خواته په ښار کې خپره شوه . ډیر تهرانیان په دې حیران وو چې د یوه ډیر مهم سړي ځوی ددې لپاره په رڼا ورځ ووژل شو چې د خپل نا موس عزت یې خوندي کاوو .
په پهلوي ټولنه کې ځوریدونکی درز په ډیره لوړه کچه وو او د هرې ورځې په تیریدو سره پراخیده . میرمن سباتي ته وړاندیز وشو یا غوښتنه ترې وشوه چې ددغه ځوان وژلي کس د جنازې په کورنیو مراسمو کې ګډون وکړه ، د رپوټونو ترمخه د هغه وژل شوي کس کورنۍ میرمن سباتي ته داسې لیکلي وو «راشه که غواړې ، که تاسو راغلاست ، نو تاسو به زموږ د خواخوږو له ډلې وشمیرل شی خو لانجه به دومره اسانه هم نه وي . »
په تهران کې میشتو ځیرکو او حساسو ډیپلوماټانو او شنونکو داسې احساس کړه چې یو څه پیښیدونکي دي، خو تر دې مهاله په مشخصه توګه دوی یوه مشخص شي ته ګوته نشوه نیولی چې دا به پیښیږي.ټوله پلازمینه ایشیده او خلک له هره اړخه په غوصه ښکاریدل.په ۱۹۷۶ کال کې لږ تر لږه په تهران کې ۸۹ کسان د امنیتي ځواکونو په ډزو سره په دې تور ووژل شول چې ترهګریز بریدونه یې پلانول».
د مې میاشتې په ۱۵ نیټه د شنبې په شپه ، ۴ پولیس او ۱۱ ترهګر په تهران کې په یوه نښته کې ووژل شول . له دې ډلې ۶ ترهګر د پلازمینه په دننه کې او ۵ نور یې د تهران په شمال کې له ښاره بهر په د پولیسو په بریدونو کې ووژل شول او پولیسو په دغو عملیاتو کې یوشمیر وسلې ، لاسې بمونه ، چاودیدونکي توکي او یوه اندازه مهمات تر لاسه کړل.له دې پیښې درې ورځې وروسته د سه شنبې په ورځ پولیسو یو بل برید تر سره کړ چې په دغه پیښه کې ۷ نارینه او ۳ زنانه ترهکرد امنیتي ځواکونو په ډزو کې ووژل شول. ۴ تنه په لاره تلونکي بیګناه کسان هم د پولیسو او ځوانو یا غیانو د ډزو په تبادله کې ووژل شول .داسې اوازې خپرې شوې چې دغه وژونکي بریدونه او وژنې د هغې ډلې کار دی چې د شاه د ځانګړو ځواکونو د ګارډ یوه برخه ده چې ددغه ډول خاصو عملیاتو لپاره یې روزلې ده . په تهران کې د امریکې سفیر هلمز ددغو وروستیو بریدونو او تاوتریخوالي موضوع نیغ په نیغه له اسدالله علم سره را پورته کړه او له هغه څخه یې په دې اړه نور توضیحات وغوښتل .علم ښاغلي هلمز ته وویل « په دې کې شک نشته چې دغه کورني خوځښتونه له بهره سمبالیږي او ملاتړ یې نور هیوادونه او ډلې کوي ، خو هلمز دا مسله ډیره جدي ونه ګڼله ، هغه علم ته وویل چې « موږ کورنۍ نا خوښۍ هم له پامه نشو غورځولی او احتمال لري چې د ننه په ایران کې د خلکو د صبر کاسه ډکه شوې وې».
دشنبې د شپې بریدونه یا دترهګرو وینې په داسې حال کې وبهول شوې چې د ایران هوايي شرکت ۷۴۷ الوتکې د تهران او نیویارک ترمنځ الوتنې پیل کړې . واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په خپل یوه رپوټ کې ولیکل چې په ډیرو شاندارو مراسمو د تهران او امریکا تر منځ الوتنې پیل شوې .«د لسیزو دود له مخې په دغه لومړۍ پرانیستې ۱۱ ساعته الوتنه کې د هالیووډ او واشنګټن ۱۵۰ مشهورې څیرې او هنرمندان شامل وو چې ایران ته په ډیر کشوپش سره روان شول . »دا د ایران او امریکا ترمنځ د ۲۰۰ کلنې دوستي ډیره شانداره لمانځنه او ډالۍ وه . الیزابت ټایلر ددغه پلاوي مشري کوله . دغې ښځینه هنر مندې لومړنۍ اونۍ په واشنګټن کې د اردیشیر زاهدي په افسانوي کور کې تیره کړه . په نورو هنرمندانو کې کلوریس لیچمن هم شامله وه « پردې سر بیره ډیرې نورې هنرمندانې هم په دغه سفر کې وې ، لکه سندرغاړی کونیا ستیوینس او کرونر ټوني مارټین چې په ۱۹۷۳ کال کې په سپینه ماڼۍ کې د نیکسون په دربار کې د شاه ډیر زیات خوښ شوی وو او ډیره لیوالتیا یې ور سره پیدا شوې وه . تهران ته ددغې هنري ډلې د را رسیدو هر کلی په ډیرو شاندارو مراسمو سره په نیوران ماڼۍ کې د ملکې فرح لخوا وشو او ښه میلمه پالنه یې پیل شوه . دوی د ایران مرکزي بانک ته بوتلل شول چې هلته د زیوراتو یو تاج ور وښوول شي . ددغو مراسمو په لړ کې د ایران د شاه لخوا د (بالي نڅاګرو) ننداره راغلو میلمنو ته وړاندې شوه چې دغې نڅا د سفیر هلمز په شونډو خوښي او خندا را وستله .
دغه پروګرام خبره سړکونو ته وویستله او راغلې ډیر ه درنه میلمنه اصفهان ، شیراز او بلاخره فارسي پولیس ماڼۍ ته ولاړه او هلته اعلان وشو چې میرمن ټایلر غواړي چې د خیمو په دغه سیمه کې هغه د شاه په خیمه کې څو ورځې ارام وکړي . (فارسي پولیس د شاه د استراحت او عیاشی ځای وو) .په واقیعت کې دا ډیره اوږده او خوندوره اونۍ وه .«دلته دوی ښه پریمانه شراب وڅښل ، د ماښام ډوډۍ چې وخوړل شوه ، ښه ساعتیری ، نڅا او سندرې وویل شوې او هرې خواته څراغونه بل شوي وو او ټولو سیلانیانو ښه پریمانه تصویرونه سره واخیستل . په دغه پروګرام کې د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې خبریال جیک انډرسون هم شامل وو چې ډیر لیواله وو د ایران د شاه ټولې دستورې ښه رپوټ او په اړه یې ټول خبرونه په ډیر دقت سره واشنګټن ته واستوي او داسې دا ستانونه را غونډ کړي چې شاه او په امریکا کې د هغه دوستان هک پک کړي .
هیڅوک له ایراني اړخه څخه نه وو را غوښتل شوي ، ځکه چې د ایران د شاه د عیاشی اړخ ونه ویني او نه هم څوک د هغه په دغو خوندورو نندارو خبر شي . خو له دې ټولو خوښیو سره سره د شاه واکمني په ترهګرو حرکتونو او تاوتریخوالي سره پرمخ بیول کیده .او د امریکا لخوا هم د شاه د حرکتونو په اړه متضاد غبرګون ښوول کیده . »
د ۱۹۷۶ کال په اوړي کې ټول ایران د یوه ډیر مهم قتل د معما په اړه په خبرو بوخت وو.هغه داوو چې : په اصفهان کې ایت الله ابوالحسن شمس ابادي چا وواژه؟ د وژل شوي ایت الله د جنازې مراسم په ډیرقهرجن ډول تر سره شوه چې شاوخوا ۱۰۰ زره کسانو پکې برخه در لوده او ټولو د ایران د باچا محمد رضا شاه پر ضد نارې وهلې او د هغه غندنه یې کوله . داسې اوازه خپره شوه چې د ایران استخباراتي ادارې (ساواک) به دغه کار ددې لپاره تر سره کړی وي چې د شاه دغه مخالف خو ډیر په خلکو منل شوی مذهبي مشر له مخې لیرې کړي او په دې ډول یې غوښتل چې لږ تر لږه دشاه ددغه کلک مذهبي منتقد خوله چپه او لارویان یې تیت پرک کړي . ایرانکې په ډیره ژوره توګه له شاه سره د هرې ورځې په تیریدو مخالف زیتیده . ددې لپاره نه چې هغوی(مخالت کونکو) چپي نظریات در لودل بلکې ددې لپاره چې شاه په هره برخه کې یو اړخیز تصمیمونه نیول اود خلکو غوښتنې هیرې شوې وې . بلخوا شاه وا ک ته دپهلوي کورنۍ د رسیدو په کلیزه کې د هیواد په کچه اسلامي کلیزې ته بدلون ور کړ او نوې پهلوي کلیزه یې په هیواد کې رسمي اعلا ن کړه .یوه ایراني تاریخ لیکونکي ایروند ابراهیمیان وویل چې «ډیر کم هیوادونه په نړۍ کې شته چې هغوی د ې خپلې مذهبي جنترۍ ولري.» نوي پهلوي کلیزه له ۲۵۰۰ کال څخه پیل شوه . تیر ټول کلونه د ایران د تاریخ او برم زمانه وبلل شوه چې د ایران د ټولو واکمنو تاریخ پکې معلوم وو او وروستي ۳۵ کاله یې د محمد رضا شاه دوره وه چې ډیر زیات پرې نازیده . له ۲۵۰۰ څخه پیل او خپله ۳۵ کلنه دوره یې پرې ور زیاته کړه . دغه مهال د اسلامي کلیزې ۱۳۵۵ لمریز کال وو او هغه اعلان وکړ چې د ایران تاریخ اوس ۲۵۳۵ کال دی .» خلکو ته ډیر پراخ سرخوږی جوړ شو او ټول پکې ګډ وډ شول . شاه دارنګه یو لړ نور سخت ګامونه هم اعلان کړل چې د شیعیه مسلمانانو په بنسټونو،ورځپاڼو ، مدرسو او نورو فرهنګي او علمي مرکزونو دې دولتي کنټرول زیات شي .