
ګازره یو له هغو سبزیو څخه ده،چې پریمانه پروټین ، روغتیايي غوړ، ویټامین او معدنیات لري، ګازره له مهمو سبزیو څخه ګڼل کیږي، چې د ډیرو ناروغیو په درملنه کې ترې کار اخستل کیږي په ځانګړې توګه دشکرۍ په ناروغۍ کې .
دونازين مجلې دګازرې روغتیايي او غذايي ګټې په لاندې توګه یادې کړې دي:
- دهضم له پروسې سره مرسته کوي، دقبض او قولون سرطان مخنیوې کوي.
- دسترګو ستړیا، دبڼو پړسوب له منځه وړي او په تیاره کې دسترګو لید (دید) پیاوړې کوي.
- دانسان په جنسي/ سکسي وړتیا پیاوړې کوي او ددې ترڅنګ دجنسي ستونزو په حل کې هم مرستندویه رول لري.
- له ښځو سره دحیض/ میاشتنۍ ناروغۍ اړوند ستونزې له منځه وړي.
- دسرطاني حجرو ته اجازه نه ورکوي، چې په بدن کې سرایت وکړي ځکه په لوړه کچه دمقاومت وړتیا لري.
- دمخ او لاسونو پوست تازه ساتي او ددې ترڅنګ دمخ ګونجې له منځه وړي.
- په وینه کې دشکر کچه نورمال ساتي.
- دوینې فشار نورمال ساتي.
- د وزن په کمښت کې مرسته کوی، ځکه لږه کالري لري او دمتوازن غذايي سیستم لپاره اړین توکی دی.
- دويښتو دوچوالي مخه نیسي او تازه یې ساتي.