
هغه وخت چې نړۍ د قدرت او زور له کبله دوه قطبي وه ، یوه خوا کمونیزم او بله خوا کپیټلیزم و ، دواړو خواوو د یو بل په دام کې د ښکیلوو او ځان ته نړۍ زبر ځواک ځای خپلولو هڅې کولې..
وخت او حالاتو پخوانی فدرالي روسیه اړ کړه تر څو افغانستان غوړه مړی په هضمولو ځان طلایي مرغه ( ګرمو اوبو ) ته ورسوي، خو دښمن یې هوښیار او چالاکه وو ، هغه خوب یې په حقیقت بدل نه شو، غرب او ملاتړو یې د ګاونډیو په تخنیکي مرسته یو موټی او په خپل دین او هیواد مین افغانان په اوو ډلو ټپلو وویشل او هره ډله یې ځانګړو موخو دپاره د بلې ډلې په مقابل کې لا زیاته سمبال او وهڅوله، په یوه ډله یې د شمال افغانان او په بله ډله یې د جنوب ، شرق او غرب افغانان ووژل او د ژوند ټولې اسانتیاوې یې تر لوټ کړې، کابل او نور لوی ښارونه یې د خاورو سره خاورې کړل ، په یوه ورځ کابل د اویا زره افغانانو د وژلو شاهد شو.
ګاونډیو مو غوا ننګه وه هغه اردو چې دوی یې له ویرې شپې خوب نه درلود، ټوټه ټوټه ، په تنظیمي ملیشو بدله او جنګي تجهیزات یې د کباړ په نوم په ګاونډیو هیوادونو کې خرڅ شول.
هغه کارخونې چې د وخت فرانسې هیواد په مقابله کې یې عاجز وو ماشین الات یې د زړې اوسپنې په بیه خرڅ شول، د بادغیس د پسته ونو ریښې یې له پسته وو په لوړه بیه خرڅیدلې او د شمال انګورو تاقونه د اور ښکار شول .........................
ددې دپاره چې هغه جنګې تجهیزات د غرب او ملګرو لخوا اوو حزبونو ملیشو ته ورکړل شوي وو چیرې بیا د غرب او ګاونډیو مقابل کې استعمال نشي، د غرب، ملګرو هیوادونو او ګاونډیو لخوا د طالب په نوم پروژه په کار واچول شوه چې ځینې مهم اهداف یې دا وو :
ـ افغانانو اسلامي عقیدې کمزوری کول او د طالب نوم بدنامول چې ټولو افغانانو ورته د احترام په سترګه کتل
ـ د هغه ملي اشخاصو له مینځ وړل چې ممکن په راتلونکې کې د ګاونډیو هیوادونو او غرب د ګټو خنډ وګرځي .
ـ د جهاد دورې اسلحې او تجهیزات ګاونډیو هیوادونو ته ورکول/ له مینځه وړل
ـ د افغانستان هغه تاریخي اثار لوټل او له مینځه وړل چې ممکن راتلونکې کې افغانستان ته د لوی عاید سبب وګرځي.
ـ د غرب او ګاونډیو لخوا جوړې شوې اوه ډلې ټپلې چې کبر او غرور یې تر اوجه رسیدلی وو یو ځل بیا امریکا او ګاوندیو هیوادونو غوښتنو منلو ته چمتو کول .
ـ غرب او ملاتړو هیوادونو افغانستان ته د راتګ لاره هواره ول .
غرب او ملاتړو یې د طالب پروژه په ښه توګه عملي کړه او اوس یې چې وخت پوره شوې او نور دوی د القاعده /طالب په نوم نه له خپلو ملتونو څخه د مالیې په نوم باج نشي اخیستی او نه هم له عربي (خلیج ) ملکونو څخه وړیا تیل او نور امکانات لاسته راوړی شي نو د خپل ځان بقا او ژوندي پاتې کیدو دپاره ( نړی زبر ځواک ) په توګه هغه خلک چې د جهاد په نوم یې اوه ډلې ټپلې جوړې کړې بیا یې ددوی له مینځه وړلو دپاره طالب جوړ کړو اوس هڅې کوی چې هغه خلک چې تیر دیارلیس کلن افغانستان معاصر تاریخ کې یو ځل بیا دومره لوړ شوي چې خپله غرب او ملاتړي یې د خپلو ګټو دپاره خطر ګڼي د داعش پروژې پواسطه یا بیرته خپل خدمتګاران وګرځوي او یایې له مینځه ویسي چې اور لمن به نوره هم پراخه او ددوی شتون دپاره به لویه بهانه وي .