
له ډېر تحقیق، ګرویږنو او د هغو خلکو څخه له تماسونو وروسته، چې د فرخوندې سره یې کورنۍ اړیکې درلودې، لاندې حقایق راته څرګند شول، چې غواړم ټول ولس ته یې په ډاګه کړم.
د فرخوندې یو نیږدې خپلوان، چې د نوم له ښوودلو ډډه کوي وايي چې، فرخونده په پاکی، دینداري او پاک نفسي باندې مشهوره پیغله وه، هغه په خپل محیط کې د وهابیانو په پلویتوب شهرت درلود او یو مشکل چې فرخوندې درلود دا وو، چې په دیني بحثونو کې یې همیشه احساساتي برخورد کاوه او تر پایه یې هڅه کوله چې خپل نظر په مقابل جانب ومني له تعویذونو او تعویذ لیکونکو سره یې بیخي حساسیت درلود.
ویل کیږي، چې دې یوه بله خورلڼه درلوده، چې دلته یې د نوم له اخیستلو ډډه کووم، هغې په تعویذونو او زیارتونو خاصه عقیده درلوده او همیشه به یې له فرخوندې سره پدې اړه جروبحث کاوه، فرخونده چې له مکاني پلوه شاه دو شمشیره زیارت ته نیږدې اوسېده، څو ځله پخوا یې هم مینجورانو سره ترخه بحثونه درلودل او شاو خوا راغلیو ښځو ته یې په ډاګه ویلي وو، چې د دغو مینجورانو پرځای له خدایه مرسته وغواړﺉ، له همدې امله د شاه دو شمشیره زیارت تعویذګرو او مینجورانو له فرخوندې سره سخت تضاد درلود. هغه مینجور چې خلکو ته یې د فرخوندې د قتل فتوا ورکړه او دا یې د قرآنکریم د سوځولو په تور مرتده وګڼله، د جهاد په وخت کې یې د عبدالرب رسول سیاف د مشهور قومندان زلمي طوفان تر قومندې لاندې په جهاد کې برخه اخیستې وه. دا چې فرخوندې به همیشه کوښښ کاوه، چې ددې تعویذګرو کاروبار خراب کړي او دوی د خپلو مراجعینو په وړاندې سپک کړي، نو پورتني ملا دا خبره د استاد سیاف کوم دستیار ته په برعکس ډول ور ورسوله، هغه ته یې وویل، چې یوه پیغله همیشه په مرمۍ ضد موټر کې د کوم سفارت لخوا د شاه دو شمشیره زیارت تر څنګ ښکته کیږي او دیني شعایرو ته سپکاوی کوي، مسجد نه مني، قرآن نه مني او هیڅ قناعت نکوي ... د ښاغلي سیاف چې له پخوا نه یې دداسې خلکو پرضد د اقدام کولو لپاره ذهني امادګي درلوده، خپل پلوي ځوانان یې د شاه دو شمشیره په شاوخوا کې له پخوا نه موظف کړل او دا سپارښتنه یې ورته وکړه، چې که دا ځل راغله بې مرګه یې مه پریږدۍ .
د پیښې له وقوع نه لږ وروسته د استاد سیاف یو نیږدې کس فهیم کوهدامني، یوه ژورنالیست ملګري ته ویلي وو، چې دا کار د استاد په لارښوونه شویدی، موږ غوښتل چې پدې سره غرب پلوه چارواکي او مخصوصا اشرف غني یو شاک وخوري او له بله پلوه دیني شعایرو ته په راتلونکي کې سپکاوی ونشي، زما په نظر لدې کار څخه د ښاغلي سیاف او ملګرو یې اصلي موخه یو سیاسي تشنج رامنځته کول وو، سیاف په تېرو کې هم پخپلو شخصي مجالسو کې ویلي وو، چې ډاکټر غني به په غربي سیاست له پښو غورځوي.
بېرته راځو د فرخندې خورلڼې ته، لکه مخکې مو چې یادونه وکړه، فرخوندې یوه خورلڼه درلوده، چې همیشه یې د شاه دوشمشیره له نوموړي ملا څخه تعویذونه اخیستل، دې فرخوندې ته بلنه ورکړه،چې هغه ډېر لوی عالم دی، بې د قرآني ایتونو څخه بله څه په تعویذ کې نه لیکي، فرخوندې د تجسس له مخې ورسره ومنله او دواړه د شاه دو شمشیره زیارت ته ولاړې، د فرخوندې خورلڼې له ملا څخه د تعویذ غوښتنه وکړه، کله چې ملا ورته تعویذ وکښه او نوموړې انجلۍ ته یې ورکړ، فرخوندې له ملا څخه و پوښتل چې پدې تعویذ کې دې څه لیکلي، ملا ورته ورته وویل، چې د قرآنکریم ایتونه مې پکې ولیکل، فرخوندې له هغه وروسته د خپلې خورلڼې څخه تعویذ واخیسته او پرایې نیسته، که ګوري چې په تعویذ کې بې د کږو خطونو څخه بل څه نشته، فرخوندې ملا ته مخ ور واړاوه، چې تا خو ویل پدې کې د قرآن ایتونه دي دا خو هسې خطونه پرې کش کړل شويدي ملا ورته وویل چې نه ایتونه دي، ته یې همداسې وینې، فرخوندې بحث ورسره اوږد کړ، اخر ملا وویل، چې دا ایتونه مې په ابجدو لیکلي دي، چې ته نه ورباندې پوهیږې، فرخوندې ورته وویل که دا ریښتیا د قرآنکریم ایتونه وای ما به په سترګو پورې کړي وو، خو تاسې خلک غولوﺉ او پدې بهانه پیسې ټولوﺉ، نپوهیږم چې خدای ته به څه ځواب وایاست. ملا ورته وویل چې ته بې دینه او ملحده یې، فرخوندې ورته وویل، چې که ستا په تعویذ ملحده یم داده اوس یې سوځم او لدې وروسته یې تعویذ ملا مخته په ایښې شمه وسوځاوه . پدې وخت کې ملا په زوره چیغه کړه، چې قرآن را سوزاند او لدې سره شاوخوا د سیاف لخوا د ګمارل شویو افرادو په فرخنده د ډبولو پیل وکړ او دا پیښه رامنځته شوه .
زما په نظر دولت باید ددې پیښې په ځواب کې دوه کاره وکړي، لومړی دا چې سر له ننه باید د کابل په پولیسو کې د ریفورم د تطبیق لپاره ګړندي ګامونه پورته شي، په کابل کې موظف د هرې سیمې پولیس د یوه سیاسي رهبر سره اړیکې لري او همدا لامل وو، چې د فرخوندې د قتل مخنیوی نه یوازې دا چې د پولیسو لخوا ونه شو؛ بکله خپله پولیس ددې لامل شول، چې فرخنده دوهم ځلي ددې اوباشو لاسته ورشي او له منځه یووړل شي .
دوهم کار چې باید سره له ننه عملي شي دا دی، چې باید حکومت زر تر زره یوه هر اړخیزه طرحه ولسي جرګې ته واستوي، ترڅو د تعویذګرو کړنې د قانون له مخې جرم وبلل شي او په ټول هیواد کې د تعویذګرو فعالیتونه بند کړل شي .