
که په قواره وای، که په ناز او نزاکت وای، که په ارایش او ډېرو پیسو وای، ډاکټر عبدالله به اوس د نړۍ امپراطور وو . که په قواره او جسامت وای، غني به د ولسمشرۍ څوکۍ په خوب هم نه وه لیدلې. د عبدالله او غني ترمنځ همدا توپیر وو، چې غني خپلو او د ولس ارمانونو ته ژمن وو، دده د شخصیت او کرکټر ماهیت دا وو، چې څه یې ویل د هغو د عملي کولو وړتیا یې درلوده، کړنلاره یې ملي وه. ولس هم له راتلونکي ولسمشر نه د همدې معیارونو د پلي کولو غوښتنه درلوده. زموږ ولس هماغه معقوله بیا ریښتیا کړه، چې وايي " ملتونه اشتباه نکوي " ډاکټر غني له ډېرو جنجالونو وروسته ولسمشرۍ ته ورسېده. وزیرانو ته د دوکتورا سند شرط وټاکل شو، په لومړیو کې یې، د شورای امنیت او چارو ادارې په ریاستونو ، کې د هر رییس لپاره د ماسټري سند او کم تر کمه شپږ کاله کاري تجربه معیار ګرزولی وو، په اول کې داسې اوازې وې، چې په ارګ کې د لومړي بست نه پورته کسانو د تقرر لپاره به ولسمشر له کاندید نه پخپله انټریو اخلي، خلک ټول خوښ ول، چې که خدای کول چارې به اهل کارو ته وسپارل شي، ولې اوس چې په اصطلاح دده له ږیرې لاندې ( په ارګ کې ) د مقرریو کومه ګډوډي روان ده ، د هغو ټولو وعدو پر خلاف ده، چې ولس یې له غني صاحب څخه د عملي کولو په تمه وو. زه په مسوولیت سره وایم، چې په ارګ کې داسې رییسان مقرر شوي، چې املا یې نده زده، داسې رییسان پکې شته، چې درې دورې په کانکور کې ناکام شول، له هغه وروسته یې په یوه شخصي پوهنتون کې داخله واخیسته، د ټولو سمسترونو پیسې یې ورکړې، د ځان لپاره یې سند جوړ کړ او اوس د یوه مهم ریاست مشري په غاړه لري، په ارګ کې تر بدتر استبداد دا روان دی، چې دغه بیسواده رییسان هیڅکله نغواړي، چې یو داسې څوک دې سیستم ته داخل شي، چې تر دوی یې لږ پوهه لوړه وي، یا لږ استعداد او تجربه ولري.
پخوا مې فکر کاوه، چې ولسمشر به لدې شعوري جفا خبر نه وي، خو کله مې چې دده له نیږدې کسانو سره دا خبره شریکه کړه، هغوی په ډېر افسوس سره وویل، چې ولسمشر لدې حاله خبر دی، څو ځله دده نیږدې دوستانو هم له ده سره دا خبره شریکه کړېده، خو ولسمشر ددې پرځای چې له مونږ څخه مننه وکړي او چارو ته متوجه شي، مونږ ته د چاپلوسانو او چغلي ګرو خطاب کوي، اوس حالات دې ته رسیدلي دي، چې ولسمشر ته بې له احمدضیا مسعود، اتمر، رحیمي او دا څو تنو بیسواده رییسانو نه بغیر په ارګ کې څوک ندي ورپاتې، هر سړی کوښښ کوي، چې له ولسمشر غني نه ځان لرې وساتي؛ ځکه چې هغه دایم خپل خواخوږي سپکوي او بدرد ورته وايي . یوه ډېر مهم مشر راته وویل، چې له ولسمشر نه اوس د اور پرتوګ جوړ شوی، که یې اغوندو سوځي مو، که یې نه اغوندو عورت مو ښکاري . هغه مشران چې ولسمشر ورته په اهمیت قایل دی او وخت ناوخت یې د یوې نیمې مشورې لپاره ارګ ته را غواړي، د دربار د غلام بچه ګانو لخوا یې په یوه او بله بهانه مخنیوی کیږي، یا له لیسته ویستل کیږي، یا غني ته وايي چې شمیره یې ګل ده، یا ورته وايي چې هغه نغواړي چې له تا سره وګوري، ځکه چې درنه خوابدی دی.
د ولسمشر تر شاوخوا را ټول شوي، خلک نه یوازې دا چې د پوهې استعداد او وړتیا له مخې مسکینان دي، بلکه له اخلاقي پلوه هم ټیټ او پریوتي شخصیتونه لري، چې مسوولیت یې بیا هم ډاکټر غني ته متوجه کیږي.