
وای پرون سې شنبه، څارنوالانو ته بلنه ورکړل شوېوه ، چې په ارګ کې یوې مکلفې میلمستیا ته دعوت شوي یاست، په راتلو مو خوښیږو او قدمونه مو زموږ په غړیو او لیمو، څارنوالان په شوق او ذوق د ارګ ماڼی ته راغلل، له راتلو سره سم د ولسمشر د حقوقي سلاکار ښاغلي محمدي لخوا د ازموینې پاڼې ور وویشل سوې، کله چې څارنوالان د توقع خلاف د کبابونو او پلاونو پر ځای له ازموینپاڼو سره مخ شول، را وپارېدل له څوکیو پاڅیدل، لانجې یې شروع کړې او پنجې یې خښې کړې، ځینی څارنوال صاحبان چې پوهیدل، د سلاکار ژبه په پښتو نه څرخیږي، د پښتو سوالونو غوښتنه یې وکړه، ځینې ورباندې را برګ شول، چې ستا پلار به له موږ نه امتحان وانخلي، ته د کوم باغ مولی یې، چې موږ پوښتې ... ؟ ما سارنوال استیم، تو بری مه جوابګو استی نه مه ... پدې ډول خبره ښکنځلو، سوکانو او لغتو ته ورسېده، د ولسمشر ساتونکو کوښښ وکړ، چې حالات کنټرول کړي، خو ونه توانیدل. څارنوالان په اوږي نس او په اصطلاح ( دَو زده ) له ارګه ووتل . سلاکار صاحب له خپلو سپینو پوښتنپاڼو سره په ارګ کې پاتې شو .
پدې کې شک نشته، چې په قضا او څارنوالي کی فساد دې حد ته رسېدلی، چې حتی چپړاسیان یې هم په دروازو کې د مراجعینو د ننوتو په بدل کې د ډالرو خبرې کوي، خو زما په نظر په کانکورونو، اخطارونو او ناندریو د فساد پر ضد مبارزه به هسې د وخت ضیاع وي، ولسمشر باید د فساد پرضد له ځینو ابتکاراتو کار واخلي، مثلا یوه داسې مخفي اداره باید رامنځته شي، چې یوازې د ارګ سره تړاو ولري، او د مراجعینو له نامه نه په استفادې سره د قضا، څارنوالي، ګمرکونو او نورو دولتي ادارو کړه وړه وڅاري، د څارنوالانو او قاضیانو تحصیلي اسناد باید زر تر زره وڅیړل شي، کوم قاضیان او څارنوالان چې له ټاکلي معیاره ټیټې زده کړې ولري، باید زر تر زره له دندې ګوښه کړل شی. په قضا او څارنوالی کې ډېر داسې کسان شته، چې له کلونو راهیسې یې د خدمت موده بشپړه شویده، د هغوی په اړه باید څیړنه وشي او تقاعد ته سوق کړل شي، ځینې قاضیان او څارنوالان داسې دي، چې دندې یې په نورستان، هلمند او یا د پکتیکا په څیر لرې پرتو ولایتونو کې دي، خو دوی په کابل کې چکری وهي، یوازې او یوازې د معاش د اخیستو لپاره خپل کاري دفتر ته حاضریږي، هغوی باید د څار لاندې ونیول شي او یا له دندو ګوښه شي، د هغوی پر ځای باید ځوان، مستعد او متعهد څارنوالان په دندو وګمارل شی.
ولسمشر دې د یوې وینا له مخې ټول ولس له فساد سره مبارزې ته راوبولي او په ارګ کې داسې یوه شعبه پرانیزي، چې د فساد پر ضد اسناد راټول او تعقیب یې کړي. ډېر داسې خلک شته، چې د فساد پرضد موسق اسناد په لاس کې لري، خو پدې نه پوهیږي، چې چاته یې وسپاري.
که پورتنیو وړاندیزونو ته پاملرنه وشي، ښايي تر ډېره کچه د فساد مخنیوی وشي، خو تر هرڅه ضروري خبره داده، چې ولسمشر باید پخپل شاوخوا کې، یو سپیڅلی او کار پوه ټیم ولري، تر اوسه چې په ارګ کې کومه کړی له ولسمشر نه را تاو ده، په هیڅ صورت له هغو اصولو او کړنلارې سره سمون نه خوري، چې ولسمشر یې خلکو ته د پلي کیدو وعدې ورکړې وې. څه چې نن صبا په ارګ کې روان دی، هیځ افغان ته د منلو ندي او همدا لامل دی، چې په ولسمشر غني باندی د ولس باور ورځ تر بلې زیانمنیږي.