فارن پالیسي: ولسمشر غني، حامد کرزی نه دی

 
تمه کیږي چې واشنګتن ته به د افغان ولسمشر اشرف غني وروستی سفر د دواړه هیوادونو تر منځ د همکاریو او ښو اړیکو نوی باب پرانیزي.
افغان ولسمشر اشرف غني تیره یکشنبه امریکا ته په رسمي سفر ورسید، نوموړي د خپل لمړي سفر په ترڅ کې د اوباما ادارې او کانګرس ته پخپل پیغام کې وویل چې: زه، کرزی نه یم.
ولسمشر غني د خپل سفر په ترڅ کې هڅه کوی، واشنګتن ته ځان د کلک ستراتیژیکي ملګري په ډول ور وپيژني. دا هغه ځانګړتیا ده چې  د امریکا پخواني سفیر کارل ایکنبیري په پخواني ولسمشر کرزي کې نه وه پیدا کړې. ولسمشر کرزي غوښتل چې، امریکایي ځواکونه باید له افغانستان څخه زر تر زره ووځي، د نوموړي په اند، د ښاغلي کرزي په اند، اوسنی ولسمشر ډاکتر غني له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو په مسئله کې لېوالتیا نه لري.
واشنګتن، ولسمشر غني سره د ستراتیژیکي ملګرتیا په بنسټ داسې اشارې کړي چې د امریکایي ځواکونو د وتلو د پلان په سر د بیا فکر کولو ښکارندوي کوي.
د ولسمشر غني او واشنګتن د داستان په اړه د امریکا د ملي امنیت په غونډه کې د پاکستان اوافغانستان د مرکز پخوانی رئیس وایي چې: د څرنګوالي له مخې د امریکا او ولسمشر غني اړیکې د پخواني ولسمشر کرزي له دورې سره ستر توپير لري.نوموړی په لنډ ډول وایي چې د تېر په پرتله، اوسنۍ اړیکې ډيرې غوره دي.
نوموړی وایي تر اوسه د امریکایي ځواکونو د شمېر او پاتې کیدو په اړه کومه پریکړه نه ده شوې مګر په افغانستان کې د امریکایي او ناټو ځواکونو کومندان جنرال کمبېل، د ملي امنیت په اداره کې د پوځونو د برخلیک په اړه هغه لارې چارې څیړلې وې چې ولسمشر غني سره به یې په اړه بحث وکړي.
د ولسمشر غني مشرتابه سپینې ماڼۍ ته دا چانس په لاس ورکړی چې د ځواکونو د وتلو بهیر سست کړي. لویدیځ تر اوسه دې ته چمتو نه دی چې په افغانستان کې د دیارلس کلن جنګ تبه وشلوي، واشنګتن له وړاندې د امنیتي تړون درنښت له مغزو ویستلی، یو ستر لامل چې سپینه ماڼۍ یې د بهرنیو ځواکونو په اړه د دوه مغزۍ ښکار کړې، د طالبانو او افغان حکومت تر منځ د روانۍ جګړې چټکېدل دي، د داعش ظهور بله هغه مسئله ده چې امریکایي ځواکونو ته په افغانستان کې د پاتې کیدو زمینه برابروي.
اوسمهال، امریکا په افغانستان کې 10,000 سرتیري لري او د پلان له مخې باید د روان کال تر پایه نږدې نیمایي را کم شي. د پلان له مخې باید تر 2017 پورې، له یوې کوچنۍ اندازې پرته نور ټول پوځیان له افغانستان څخه ووځي. ولسمشر غني هم غواړي چې د ځواکونو په وتلو له سره غور وکړي، نوموړې تیره جنورۍ CBC  سره په مرکه کې وویل چې: د پوځیانو د وتلو مهالویش کتابي کرښې نه دي.
د امریکا د سولې په اداره کې د سویلي او منځنۍ اسیا د چارو مرستیال مشر وایي: که اوسمهال کرزی ولسمشر وای نو تر ټولو لمړی به زه د ځواکونو د وتلو ملاتړی وم. ولسمشر کرزی او واشنګتن په افغانستان کې په کاري ساحو کې د یو بل په ژبه نه پوهیدل مګر ولسمشر غني غواړي هر څه د همغږۍ له مخې تر سره شي. نوموړی وایي، واشنګتن د روان کال په پسرلنۍ جګړه کې د حالاتو ارزولو ته منتظر دی، همدا مسئله به د بهرنیو ځواکونو د مهالویش او طالبانو سره د سولې خبرو په اړه د واشنګتن دریځ مالوموي.
هیله کیږي چې واشنګتن ته به د ولسمشر غني سفر د دواړه هیوادونو تر منځ د همکاریو پراخولو ته لار پرانیزي. نوموړی به نن له پنتاګون څخه امریکایي ځواکونو ته د مننې وړاندې کولو په موخه لاړ شي.
امریکایي چارواکي د ولسمشر غني سفر، د پخواني ولسمشر کرزي له سفر سره په ستر توپير کې ویني، افغانستان او پاکستان ته د امریکا ځانګړی استازی   (Feldman)وایې چې د ولسمشر غني سفر به د ولسمشر کرزي د سفر په څېر هیڅ اغزنه برخه ونلري. نوموړی وړاندې وایي: مونږ، افغانستان ته له یو پراخ او ګټور لید لوري ګورو او د هغه څه په اړه فکر کوو چې د امنیت، اقتصاد او نړیوالې همکارۍ په ساحو کې د افغانستان په ګټه وي.
ولسمشر غني به د خپل سفر په ترڅ کې هڅه وکړي افغانستان، واشنګتن ته د یو باوري ملګري په څېر وروپیژني. نومړی به په چهارشنبه د امریکا کانګرس ته وینا وکړي.