شپږ څلوېښتمه کیسه :
کله چې حضرت آدم (ع) د تریو انګورو نیالګی کېناوه ، نو شیطان د هغه لاندې طاوس حلال کړ ، کله چې د مېوې پاڼې یې شنې شوې ، نو ترې لاندې یې بیزو حلاله کړه ، کله چې مېوه یې ونیوله ، نو زمری یې ترې لاندې حلال کړ، کله چې مېوه یې پخه شوه ، نو ترې لاندې یې خوګ حلال کړ ، همدا لامل دی ، هغه شراب ، چې له تریو انګورو څخه په لاس راځي او هغه څوک یې چې څکي نو د پورته یادو شوو ځناورو عادتونه پکې پیدا کېږي . د مثال په ډول ، کله چې د شرابو څښل او د هغه نقش و نګار د چینجي په شکل ځلا کوي ، نو د نېشې په پیل کې د بیزو په څېر بې شرمه او بې حیا خبرې کوي ، کله چې په نېشه کې ځواک او قوت پیدا شي ، نو د زمري په څېر غورېږي ، وروسته له دې د خوګ په څېر ویده کېږي .
اوه څلوېښتمه کیسه :
یو بزرګ وایي ، چې یوه ورځ مې شیطان ولیده ، ما له هغه سره خبرې وکړې ، راته وې ویل : حضرت ته څه ووایم ، یو وخت ، چې ما له خلکو سره لیده کاته کول او هغوی مې روزل او اوس هغوی ماته زده کړې را کوي .
نور بیا .....
وروستي