
مشهور لیکوال جبران خلیل جبران وايي که له خپل کار سره مینه نه لرې غوره ده چې خوشی یې کړې او په کوڅو کې له هغو کسانو خیر وغواړې چې له خپل کار سره مینه لري.
نږدې ټول عالمان د بریالیتوب یو ستر راز له خپل کار سره مینه بولي او همدا واقعیت دی. هغه کسان چې له خپل کار او مسلک سره مینه لري، د بریالیتوب بیخي ډېر فرصت لري، ځکه دوی د همدې مینې پر بنسټ سخت کار کوي چې پایله یې طبعا بریالیتوب او پرمختګ دی.
امریکایی سټېفن سپیلبرګ یو له داسې میلیاردرانو دی چې له خپل کار سره د مینې په برکت له تش لاسه میلیاردر شوی دی. له کار سره د مینې په اړه د هغه د ژوند کیسه ډېره په زړه پورې ده.
نوموړی د ۱۹۴۶ زېږدیز کال د اکټوبر پر ۱۸ نېټه په اوهایو ایالت کې زېږېدلی دی. د سپیلبرګ مور پيانو غږوونکې او پلار یې انجنیر و. ده له ماشومتوبه له کامرې او فلم سره مینه درلوده. تر دې حده چې په ۱۳ کلنۍ یې یوه فلم جایزه وګټله.
له دې کبله چې کورنۍ به یې له پلار سره د دندې پر مهال بېلابېلو سیمو ته تله نوموړي، ښوونځی په اریزونا ایالت کې ولوست او په دغه وخت کې یې هم یو فلم جوړ کړ چې ۴۰۰ ډالره لګښت ورباندې راغلی و او په یوه سیمه ییز تیاتر کې د نندارې له لارې یې ۱۰۰ ډالره ګټه وکړه.
کله یې چې مور او پلار سره جلا شول، سپیلبرګ له خپل پلار سره کلفورونیا ایالت ته ولاړ. د هغې مینې له مخې چې له سینما سره یې درلوده، دوه ځله یې د سویلي کلفورونیا پوهنتون د سینما او تلوېزیون په برخه کې د داخلې غوښتنه وکړه، خو له دې کبله چې د ښوونځي د دورې نومرې یې لږ وې، بریالی نه شو. له همدې کبله مجبور شو چې د انګریزي ژبې ادبیات پيل کړي.
تر دې ناکامۍ وروسته نوموړي د یونیورسال په نوم د فلمونو له یوې کمپنۍ سره وړیا کار پیل کړ. ده د یادې کمپنۍ د اېډېټ له څانګې سره کار کاوه.
سپیلبرګ د هغې مینې پر مټ چې له سینما سره یې درلوده له وړیا کار کولو تر میلیادرۍ ورسېد. نوموړی اوسمهال په امریکا کې د فلمونو له مشورو ډایکټرانو او سناریو لیکونکو څخه دی. دی د ډریم ورک سټیدو په نوم د فلمونو د یوې کمپنۍ له بنسټګرو شمېرل کېږي او په همدې کمپنۍ کې ونډې لري.
سپیلګر د سینما په برخه ډېرې مشهورې جایزې ترلاسه کړې دي. دغه راز د سویلي کلفورونیا پوهنتون چې یو وخت یې ده ته د سینما په برخه کې د زده کړو اجازه نه ورکوله، وروسته افتخاري ډکري ورکړه.
د فوربس مجلې د شمېرو له مخې نوموړی اوسمهال دری اعشاریه شپږ میلیارده ډالره پانګه لري چې په دې توګه د میلیاردرانو په نړیوال نوملړ کې ۴۸۱ او په متحده ایالتو کې ۱۶۴ ام ځای لري.
ده واده کړی، اووه اولادونه لري او په کلفورونیا ایالت کې ژوند کوي.
دغه ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې ده.