د طلوع تلوېزيون مشر د رسمي بښنې متن او ژمنې

بسم الله الرحمن الرحيم
 
د مطبوعاتي کنفرانس متن
ځای: د اطلاعاتو او کلتور وزارت د مطبوعاتو تالار
نېټه: دوشنبه ۳/۱/۱۳۹۴، د ماسپښين درې بجې
ګډون کوونکي: د موبي ګروپ له خوا زيد محسني، د لويې پکتيا قومي مشران او استازي
 
د هغه توهين آمېز اعلان له کبله چې له ارمان (اف ام) راډيو څخه خپور شوی دی، زه د موبي ګروپ او آرمان راډيو د مشرتابه او مسوولينو په استازېتوب د افغانستان له ټولو شريفو خلکو او په ځانګړې توګه د ځاځيو، منګلو او توريو له له مېړنيو قومونو څخه بښنه غواړم. آرمان راډيو د افغانستان د ټولو خلکو راډيو ده او هېڅکله د هېواد د اتباعو د سپکاوي نيت نه لري، بلکې د ياد اعلان خپرېدل يوازې د يو شمېر کارکوونکو د غفلت نتيجه وه.
موږ د دې تر څنګ چې د ننني مطبوعاتي کنفرانس له لارې بښنه غواړو، په پام کې لرو چې د خپلو ټولو خپرنيزو کانالونو له لارې د نيم ساعته خپرونې په ترڅ کې يو ځل بيا بښنه وغواړو، څو زموږ د خواشينۍ مراتب زموږ تر ټولو ليدونکو او اورېدونکو پورې ورسېږي. موږ همداراز ژمنه کوو، چې متخلف کارکوونکي له دندې څخه ګوښه او عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي کړو او ورسره د آرمان راډيو ټولې خپرونې د يوې مياشتې لپاره قطع کړو. موږ به همدا راز هغه اداره چې ياد اعلان يې جوړ کړی او د خپرېدو لپاره يې موږ ته راکړی دی هم امنيتي او قضايي ارګانونو ته معرفي کړو.
د دې لپاره چې د خلکو تر منځ مو د ملي وحدت او يووالي لپاره تر يوه بريده خپل مسووليت ادا کړی وي، غواړو دوه مستند فلمونه جوړ کړو چې په يوه کې به يې د افغانستان د وروستيو تحولاتو په برخه کې د لويې پکتيا د خلکو مثبته ونډه انځور شي، او دويم به يې د همدې سيمې د ځنګلونو د ساتنې په اړه وي، څو وکولای شو د مرسته کوونکو مؤسسو پام راوګرځوو چې دا به په سيمه کې د ابادۍ او خلکو ته د کار زمينه برابره کړي. پردې برسېره به موږ د خپل ښه نيت د څرګندولو په موخه د پکتيا له يوه کلتوري بنسټ سره هم مرسته وکړو او په پای کې هيله من يو چې په راتلونکې کې داسې لویه تېروتنه بیا تکرار نه شي.
 
په درنښت
زيد محسني
د موبي ګروپ مسوول
 
 
د موبي ګروپ له خوا شوې ژمنې: 
۱ – د يوه مطبوعاتي کنفرانس په ترڅ کې د رسمي بښنې غوښتل
۲ – د موضوع په اړه د موبي ګروپ د تصويري او صوتي چېنلونو له لارې د نيم ساعته خپرونې په ترڅ کې د بښنې غوښتل ( دا خپرونه به د ماښام د ۶ او ۸ بجو تر منځ وي)
۳ – د يوې مياشتې لپاره د آرمان راډيو د ټولو خپرونو درول
۴ –  د ملي امنيت شورا ته د هغې مؤسسې معرفي کول چې اعلان يې جوړ کړی دی
۵ – د متخلفو کارکوونکو پېژندنه، له دندې څخه د هغوی ګوښه کول او عدلي او قضايي ارګانو ته معرفي کول
۶ – د لويې پکتيا د قومونو د مثبتې ونډې او همداراز د ځنګلونو ساتنې په اړه د دوو مستندو فلمونو جوړول
۷ – په پکتيا کې له يوه کلتوري بنسټ سره ځانګړې مرسته
۸ – په مطبوعاتي کنفرانس کې به د موبي ګروپ له خوا زيد محسني ګډون کوي