
زما کابله زما خپل کابله
زما ښایسته زما پاګل کابله
څوک در پسې ژاړي څوک مړه درپسې
نجونو د خاورې کړې کجل کابله
د غلو، جاهلو او ړندو له لاسه
په جهنم واؤښتې ګل کابله
زه درنه لاړم نور به څه ووایم
د خدای په آمان الله دې مل کابله
نور د وحشت په ښار کې نه اوسیږم
چیرته به وګورم کوډل کابله
ځان ته به نوی کابل جوړ کړم هلته
ته بې وفا، شولې د بل کابله
یمه خپه او ډېر خواشینی درنه
بیا به دې نکړم خاورې ښکول کابله