
سکوت:
نه پوهېږم چې د چا خبره ده وايي: ډیر وخت په خبرو پښیمانه شوی یم او په سکوت نه، ما هم د ځان جوړونې په لومړنیو هڅو کې تر دا اوسه دا زده کول چې سکوت زده کړم، نه خبرې...
د دعا برکت:
ویل یې نن مې نږدې وو چې ګناه کړې وه، خو سخت خجالت له هغه ځایه بیرته راغلم، ده خندل خو ما ته یې له لمانځه وروسته هغه دعا را یاد شوه چې یو څه په لوړ غږ به یې د اسوېلي په انداز وویل: خدای ته مې په خپل امان کې وساته...
د ۲۰۱۴ د جنورۍ شپږ ویشتمه ، ډهلي – هندوستان
مړ ورور:
د جمعې ورځې د لمانځه وخت وو، په تش روغتون کې په عاجله برخه کې د یوه چپرکټ خوا ته ناست ځوان په چپرکټ کې پراته ځوان ته ځیر سترګې نیولې وې او له ګوتو یې په وارخطایۍ ټکونه ایستل، څه شېبه وروسته مړې مړې اوښکې پرې راتوی شوې او له چپرکټ یې غیږه تاو کړه...
چورتونه:
ورته غوسه وم ما ویل اندېښمن ډیر یې خو د کار دې پته نشته، راته ویل یې چې په دې ښه پوهېږم چې په چرت خرابۍ یو کار نه سمیږي خو زه بیا هم ډیر چرت ورسره لرم، په داسې حال کې چې پوهیږم مګر بیا هم دا خبره په عمل کې نشم پیاده کولای...