فرخندې ولې قرآنکریم ته اور واچوه ؟

 
 
کله هم چې خپل مخ کتاب پرانیزم پورته پوښتنه او همدارنګه دیته ورته نورې پوښتنې مې ځوروي او ځواب رانه غواړي، تاسو هم دپورته پوښتنې په لیدلو سره هرو مرو دا پوښتنه راځنې کوئ چې نورې دیته ورته پوښتنې څه دي؟ چې تاسو نه ځواب غواړي....
دهرڅه نه وړاندې باید یوه یادونه وکړم او هغه دا چې اسلام دقتل وقتال،دښمنۍ، ورانۍ،بربادۍ سوځولو،بې عزتۍ اوسپکاوي دین نه دی او نه باید مسلمانان دا هڅه وکړي چې خللکو ته يي په پورته مفهوم ور وپیژني،ځکه چې اسلام دالفت ،محبت ،ابادۍ ،ورورولۍ او خوشالۍ دین دی ، نو په دې مفهوم اسلام یو کامل نظام دی چې په هره برخه کې خپل اصول او لارښوونې لري چې باید په هر حال يي مسلمانان ومني،درناوی ورته وکړي  اوغاړه ورته کيږدي .
اوس هغه  پوښتنې ستاسو محترم حضور ته په لاندې توګه وړاندې کوم:
آیا فرخنده ریښتیا لیونۍ وه اوکنه ؟ آیا ريښتیا هم فرخندې قرآنکریم یا تعویذ ته اور ورته کړې وو؟ که چیرته يي اور نه وي ورته کړې دا یو اړخ دپیښې دی او که چیرته يي ورته کړې وي نو پوښتنه داده چې دا کاريي قصداً کړې او که سهواً؟ که چیرته يي سهواً کړې وي دا یو اړخ او که چیرته يي قصداً کړې وي ، نو پوښتنه داده چې آیا عامو خلکو ته شریعت او قانون دا اجازه ورکوي چې دمرګ په سزاء يي محکومه کړي اوکنه ؟ او که چیرته عام خلک دا اجازه شرعاً او قانوناً ولري آیا پر اور سوځول يي هم جواز لري او کنه؟
او دې پوښتنو سره نورې ګڼ شمیر پوښتنې شته چې زه يي دیته اړکړم ترڅو پرې یو څه ولیکم چې هم پرې ځان پوه کړم او هم ترینه نور ګټه پورته کړي، نو راځئ چې په لاندې توګه پورته پوښتنو ته ځوابونه ووایو:
لومړی دا، که چیرته فرخنده لیونۍ وه او رواني تکلیف يي درلوده لکه څرنګه چې ددې کورنۍ هم په لومړي سر کې ادعا کوله  نو ځواب يي روښانه دی ځکه چې نبي کریم ص فرمايي (رفعالقلمعنثلاثةعنالنائمحتىيستيقظ،وعنالصبيحتىيبلغ،وعنالمجنونحتىيعقل" (رواهالإمامأحمدفيمسنده) .
ژباړه: ددرې کسانو نه قلم پورته کړی شوی دی ، دویده نه چې ترڅو ویښ نه شي، دماشوم نه ترڅو چې بالغ نه شي او دلیوني نه ترڅو چې عاقل نه شي، مطلب د حدیث شریف دادی چې دغه کسانو ته ګناه نشته اګر که دوی غیر شرعي کارونه وکړي ، نو دلته که چیرته فرخنده لیونۍ وه دپورته حدیث مطابق ګناهګاره نده بلکې لیوني ته هیڅ ګناه نشته که هرڅه وکړي.
ولې دلته ځیني خلک وايي چې دا څرنګه لیونۍ وه چې پدې ټوله دنیا کې يي قرانکریم ته او بیا په شاه دوشمشیره زیارت کې اور ورته کوه بل کار يي ولې نه کاوه چې دا کار يي کاوه ؟
ځواب دادی چې لیونتوب حد نه لري او دا څوک نشي اټکل کولای چې لیونۍ به دا کار کوي او دا به نه کوي بلکې هرڅه متصور دي چې لیوني نه صادر شي او دغه شکوک ځای نه لري فقط چې لیونتوب ثابت شي نور دا شکونه ځای نه لري.
دویم آیا ریښتیا فرخندې قرانکریم ته یا تعویذ ته اور ورته کړې او کنه ؟
دکورنیوچارو، حج او،اوقافو وزارتونه وايي تردې دمه کوم شواهد موږ ته لاسته ندي راغلي چې فرخندې دې کوم شي ته اور ورته کړې وي، نو ماسره پوښتنه داده چې ولې فرخنده بیا دمرګ په سزاء دعامو خلکو له لورې محکومه شوه ، او که چیرته يي اور ورته کړې وي که قرانکریم وي او که تعویذ، ولې يي تصویرونه په واضح ډول سره میډیا خپاره نه کړل لکه څرنګه چې ددې دمرګ ویډیو ګانې خپرې شوې؟
که چیرته يي تعویذ سوځولې وي نو پوښتنه داده چې آیا دغه تعویذ کې دقرآنکریم آياتونو شتون درلوده او کنه او ايا تعویذ کول جواز لري او کنه ؟
خو پرهر حال که چیرته يي سهواً دغه کار کړې وي نو بیا هم ځواب کې دنبي کریم ص حدیث شریف دی چې وايي(إناللهتجاوزعنأمتيالخطأوالنسيانومااستُكرهواعليه ) حديثحسنرواهابنماجةوالبيهقيوغيرهما).
ژباړه : الله ج زما له امت نه دخطا او نسیان او دهغه څه چې په زور پرې تر سره شي، تیرشوی دی، پدې مانا چې ګناه يي ورته نده راجع کړې بلکې ورته يي معافي کړیده ، نو که چیرته فرخندې دا کار سهواً کړې وي او یا چا پرې جبراً کړې وي نو ګناه ورته نشته .
دریمه خبر داده که چیرته داهم ومنو چې دغه کار يي قصداً کړی دی نو دلته پوښته داده چې ددې عمل لپاره دشرعي او قانوني سزاء ورکولو مرجع  عام خلک دي او که دولت ؟
که چیرته دسزاء ورکولو مرجع عام خلک وي نو بیا دولت ته څه اړتیا ده ؟
قرآنکریم کې الله ج فرمايي﴿ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آَمَنُوا إِنْ جَاءَكُمْ فَاسِقٌ بِنَبَأٍ فَتَبَيَّنُوا أَنْ تُصِيبُوا قَوْمًا بِجَهَالَةٍ فَتُصْبِحُوا عَلَى مَا فَعَلْتُمْ نَادِمِينَ (6) ﴾( سورة الحجرات).
ژباړه : ای هغه کسانو چې ایمان موراوړی که چیرته تاسوته کوم فاسق خبر راوړي، نو تاسو تبین او استفسار وکړی داسې نه چې ورسیږی کوم قوم ته او بیا پرهغه څه چې کړي مو دي پښیمانه شی.
هدف دادی چې هره موضوع کې باید اول پوره څیړنه وشي او بیا پرې حکم وشي ځکه حکم حکم پرمجهول صحت نه لري او شریعت کې فقهي قاعده ده چې( لایقضي القاضي علی حق مجهول)
همدارنګه داساسي قانون ۱۳۴ ماده وايي چې دجرایمو کشف دپولیس دنده او دجرایمو څیړنه او تحقیق دڅارنوالۍ دنده ده نو اوس پوښتنه داده چې دفرخندې پیښه په کومه څارنوالۍ کې وڅیړل شوه او کومې محکمې پرې حکم وکړ چې دمرګ اوسوځولو په سزاء يي محکومه کړه ؟
ټول فقهاء پدې متفق دي چې عام خلک مجرمینو ته دسزاء ورکول صلاحیت نه لري په همدې خاطر وايي چې دخلیفه شتون واجب دی ترڅو دالله ج احکام پر عبادو تطبیق کړي نو که چیرته شریعت او قانون عامو خلکو ته دا صلاحیت ورکړي نو ټولنه کې به دنظم پرځای بې نظمي او فوضي رامنځته شي او هر سړی به متهم نیسي او جزاء به ورکوي هغه هم پرته له څیړني نه نو دهغمدغې بې نظمۍ دمخنیوي پخاطرشریعت او قانون دعامو خلکونه دا صلاحیت اخستی دی ، نو اوس ما سره پوښتنه داده چې دا کوم پوهان زموږ دغه عمل درست ګڼي او توجیه کوي يي په کوم دلیل؟
آیا دولت شتون نه لري ؟ یا دولت غیر شرعي دی ؟ یا دولت حبیب استالف او ریس خدایداد ته جزاء ورکولای شوه  او فرخندې ته يي سره له دې چې ټوپک او ټانګ ورسره شتون نه درلوده جزاء نه شوه ورکولای؟
سره له دینه چې شریعت کې که څوک مرتد شي حدیث کې راځي( من بدل دینه فاقتلوه)ژباړه: چا چې دین بدل کړمړيي کړئ خو دیته يي اصول او کړنلاره وضعه کړې چې څوک به داکار کوي او څرنګه شریعت وايي چې قاضي به مرتد ته درې ورځې وخت ورکوي امکان لري توبه تائب شي او بیرته اسلام ته رجوع وکړي داسې نه چې عام خلک سر عام حکم کوي او خلکوته سزاء ورکوي چې داسې کړنې اسلام کې ځای نه لري هغه هم دمړو سوځول.
دټولو نه  مهمه خبر داده چې په اور باندې یو چاته جزاء ورکول دا دستر رب خاصه او ځانګړتیا ده چې
هغه رب النار دی او بل چاته دا اجازه نشته ځکه حدیث شریف دی (إنَّهُلاَيَنْبَغِيأنْيُعَذِّبَبالنَّارِإلاَّرَبُّالنَّار) ژباړه : نده مناسبه چې په اور باندې چاته سزاء ورکړل شي مګر دالله ج له لورې.
همدارنګه الله ج انسان عزتنمد پیدا کړی دی او په اساسي قانون کې هم دانساني کرامت سره مخالفې جزاګاني ممنوع دي نو ولې فرخنده په اور وسوځیدله ؟
دکوم شریعت او قانون له مخې ؟
یوشمیر خلک به دا دلیل وايي چې دا څویم وار دی چې په یوه بهانه او بله خلک داسلام او قرآن توهین کوي او باید همداسې جزاء ورته ورکړل شي ترڅو بیا خلک دا جرأت ونکړي چې داسې کړنو ته زړه ښه کړي،زه وایم چې دامنم چې مسلمانانوته دغسې کړنې دتحمل وړ نه دي خو هرکار ځانته اصول لري او هغه اصول باید داسې استعمال نه کړو چې اسلام بدنام کړو او خلک داسلام نه منفور کړوځکه قاعد چې
 ( لاعقوبة ولاجریمة الا بقانون) نشته جزاء او جرم مګر دقانون په اساس.
وايي چې :
دلیونۍ ارمان پوره شو
په لاره ځي په کاڼو ولي زیارتونه