څلور څلوېښتمه کیسه:
حضرت نبي کریم (ص) له یوې غزا څخه تازه بېرته را ګرځېدلې و ، چې یوه ښځه یې په وړاندې حاضره شوه او وې ویل : یا رسول الله (ص) ! ما یو نذر منلی دی ، کله چې تاسو بېرته را وګرځېدئ ، نو زه یوه را اخلم ، ستا په وړاندې به یې غږوم او سندرې به وایم. حضر رسول الله (ص) وفرمایل : که چېرې تا نذر منلی وي ، نو چمبه وغږوه او که چېرې دې نه وي منلی ، ښځې وویل : ما نذر منلی دی ، نو کله یې چې چمبه غږول پیل کړل ، حضرت ابوبکر صدیق (رض) راغی ، چمبه غږونکې ښځې خپله چمبه وهله ، له دې وروسته حضرت علي (رض) راغی ، نو بیا یې هم چمبه وهله ، چې په دې وخت کې حضرت عمر (رض) راغی ، چمبه غږونکې ښځې چمبه د خپل ورانه لاندې پټه کړه او ورباندې کېناسته ، نبي کریم (ص) وفرمایل : ای عمر ! دې ښځې زما په وړاندې چمبه غږوله ، کله یې چې ته ولیدې ، نو چمبه غږول یې بند کړل .
ان الشیطان یخاف منک یا عمر .
ای عمر ! شیطان له تا څخه وېرېږي .
پنځه څلوېښتمه کیسه :
له حضرت ابن عباس (رض) څخه روایت دی ، چې وایي : کله پیسې را پیدا شوې ، نو شیطان هغه را واخیستې ، مچو یې کړې په خپل نو او سترګو یې له کېښودو وروسته یې وویل : زه په دې سره د آدم (ع) اولادونه کافر او سرکشه کووم ، د آدم (ع) اولادونه له پیسو سره د مینې له امله به زما اطاعت کوي .
نور بیا .....
وروستي