کارپوهان: هغه ماشومان، چې لاسونه یې سره یو شان دي ډیر هوښیار وي

 
په هغه نوې څیړنه کې، چې په Developmental Psychology ژورنال کې راغلي ده، کارپوهانو دا په ډاګه کړې ده، چې هغه ماشومان، چې دواړه لاسونه یې سره مساوي او یو برابر وي د نورو ماشومانو په پرتله ډیر هوښیار وي.
د ادینبورگ او گلاسکو پوهنتونونو په هغه څیړنه کې، چې څه نا څه ۸۵۶ ماشومانو د ۴ کالو عمر نه تر ۱۵ کالونو پورې ونډه اخیستې وه، دا په ثبوت رسولې ده، چې ټول هغه ماشومان، چې دواړه لوسونه یې په یوه متناسب او انډول وي د ټولو نورو ماشومانو په پرتله ډیر هوښیار دي. په دغه څیړنه کې د ټولو ونډه اخیستونکو ماشومانو لاسونه د خاص ډیجیټال سکنر په وسیله اندازه کیدل او تر څنګه به یې د ماشومانو عکس العمل د یوې ازموینې په پایله کې شمیرلو.
کارپوهان په دې باور دي، چې د انسان وجود د غړو ورته والای او انډول توب د ښې او پیاوړې روغتیا په مانا ده. په پای کې د یادونې وړ ده، چې په تیرو څیړنو کې کارپوهانو دا جوته او ثبوت کړې وه، چې هوښیار ماشومان د هغه ښځو چې ښکلی بدن ولري زیږیږي.