وړاندوینه: دپاکستان د اړیکو خرابېدل له امریکا سره

د روسیې چین او پاکستان ملګرتیا؛ اروپایان او امریکان په لړزه کې اچولي او موږ ته ښه چانس د لوی افغانستان د جوړولو دی. دا ځکه چې پاکستان د چین او روسيې سره ګرمې اړیکې ټینګول او نظامي او اقتصادي پروژو باندې کار کول، د مثال په توګه په بلوچستان سیمه خپل ګڼې پروژې چې د چین سره وصل کیدل او له دې لارې داسیایي هېوادونو سره ارتباط ټینګول دي. نو دا یو ګواښ جوړیدل د امرکایانو ته په سیمه کې چې شاید د امریکا راپرځیدو سبب په افغانستان کې شي.

دې خبری ته په اشاره بلوچستان کې نه یواځی وصلیدو کانال جوړیږی بلکې د روسیې ـ چین او پاکستان ګډ نظامې اډې جوړول امکان شته او لوړه کچه خطر یې اروپایي او امریکا هیوادونو ته دی.

که خبرونو ته مو پام وي اروپایانو ولې د ډیورند کرښې سرکتنه پیل کړیده؟ ګرانو هیوادوالو دا کړنه په دې موخهنه ده، چې موږ باندې پیرزوینه وکړي، بلکې د پورته يادو درېیو هیوادونو نظامي تاسیساتو جوړولو له ډاره، په سرحدی سیمو کې دي دا د هغی امریکایی پروژې مثال لري، کوم وخت کې چې روسان په افغانستان کې ؤ او امریکایانو د نظامي اړیکو په درلودلو سره روسانو ته په درېیم لاس ماتې ورکړه، نو همدا ډول روسانو د هلې ځلې د خپل غچ اخیستو يه خاطر د نړۍ ویروسلونکې هیواد سره لاس په ملګرتیا پورې کړیدي. ترڅو په غیر مستقیمه توګه خپل هدف ته ورسیږی.

هیره دې نه وي، چې ژوندی مثال يې دا دی، چې ولې اروپایي پارلمانونو کې ګنګوسې د ډیورند کرښې دي یا په بل ډول؛ ولې په بره پښتونخوا کې د یو عام وګړی وژل کیدل ټول پښتانه راپڅول کوم بل وخت داسې پېښی په بره پښتونخوا کې پر پښتونو نه وې شوې؟
 
داسی پیښې په په زرګونه وارې تر سره شوي دي، خو د پښتنو دا ډول راپڅېدل، پلان شوي وو، هغه هم د همدې امریکایانو او اروپایي ټولنې له خوا، چې تر څو پنجاب حکومت ته یې ښودلي وي، چې ځان کنټرول کړه، ګني د پاکستان او بر پښتونخوا د جدایي قیمت به درته تمامه شي او پاکستان ته یی یو ډول ګواښ ښودلی وي.

راځم خپل مطلب ته هغه دا چې لر او ښپتانه، یو منظم طرخیز پلان باندې باید کار وکړي او اروپایي ټولنې او ملګروملتونو ته یې مخکې کړي، ځکه اوس یې وخت راغلی چېېدا ویروس دانه له منځه ولاړه شي، د امن او سوکالۍ څخه د ډک ژوند تر ابده څښتن شو.