د روسیې نوې رادار لرونکې الوتکه وازمویل شوه

په هغه خبر پاڼه کې چې د روسیې «انترفکس» خبري اژانس خپره کړې ده، راغلي دي چې، روسیې د لومړي ځل لپاره د رادار موندنې نوې جوړه شوې الوتکه، چې A-100 نومیږي وازمویله.
دغه ازموینه او الوتنه د روانې میلادي میاشتې نومبر په ۱۸ مه نیټه ترسره شوې ده.
د دفاع وزارت مرستیال یوري بورسیوف ویلي دي، چې دغه نوې الوتکه به د اردو اړوند اورګان ته د ۲۰۱۹ کال په لومړیو کې وسپارل شي. د هغه په وینا، د نوموړې الوتکې لپاره ټول نوي جوړ شوي وسایل وړاندې په A-100LL نومې الوتکه کې ازمویل شوي دي، چې پایله یې ډېره ښه وه.
A-100 «پریمیر» د رادار او د دښمن الوتکو موندنې نوې جوړه شوې الوتکه ده، چې د IL-76MD-90A په اساس او بنسټ جوړه شوې ده او د روسیې دولت په پام کې لري، چې ورو ورو د اردو رادار ضد A-50 او A-50U الوتکې په دغه نوې الوتکه تمدید کړي. د نوموړې الوتکې لپاره راډیو - تخنیکي وسایل د روسې مشهورې کمپنۍ "ویګا" جوړ کړي دي.