په دوبۍ کې د لومړي ځل لپاره  بې پیلوټه ټیکسي وازمویل شوه

داسې ښکارې لکه چې د بې پیلوته ټیکسي نوښت عربانو ته خوند ورکړی وي، نو ځکه یې په دې ورستیو کې په دې برخه ډېر کار روان دی او ډېر مصرف پرې کیږي.
د نوموړي هېواد شیخان په پلان کې لري، چې دوبۍ د نړۍ په لومړي ښار چې بې پیلوټه ټیکسي به په بشپړه توګه په کې کار کوي بدل کړي.
هو، په دې کې هیڅ شک نشته، چې د عربانو دغه پلان شوی کار به سرته ورسیږي، هغه دا چې دوی د خپلې دغه موخې لپاره ټول امکانات لري او په نوموړې پروژې باندې په ډېره چټکی سره کار روان دی او دا دی د تېرې دوشنبې په ورځ وروسته له هغه چې د نوموړې پروژې ټولې میخانیکي لارې چارې، ستونزې حل او بشپړې شوې، لومړی بې پیلوټه ټیکسي وازمویل شوه.
دې یوې داسې ټیکسي فرمایش یوه مشهور جرمني شرکت Volocopter ته چې د ډرون جوړو کاروبار کوي او په دغه برخه کې ښه تجربه لري ورکړل شوی دی.
دغه بې پیلوټه ټیکسي دوې څوکۍ لري، د ۱۸ بادپکو په مرسته به پرواز کوي او دټولو خطرپېښو پر وړاندې په ټولو میکانیزمونو او زغردو پوښل شوې ده. یا په بله ژبه، نوموړې ټیکسي د ټولو خطرناکو پیښو لپاره ځانته ځانته حل لارې لري. د بېلګې په توګه، که په پیټریو کې برېښنا خلاصه شي، نو دوه نوره بیټرۍ هم لري، چې د اړتیا سره سم په اتومات ډول کار ځینې اخیستل کیږي.
همدا ډول په خپل ځان کې دوه پاراشوتونه هم لري، چې د اړتیا سره سم ورځنې کار اخیستل کیږي.
دغه ازموینه البته د مشتریانو پرته ترسره شوې ده او د ازموینې په وخت کې شهزاده حمدان بن محمد آل مکتوم هم ناست و او د ازموینې نه یې په ډېر غور سره کتنه کوله.