ویډیو: د پښې پروتز (مصنوعي روباتیک)هم جوړ شو

موږ تاسې ډیر وخت دا خبرونه وینو، چې د بدن نورو غړو مصنوعي روباتیکې برخې جوړې شوې، خو دا په دې مانا نه ده، چې کاپوهان لاس په زنه ناست دي د پښو لپاره د مصنوغي او روباتیکو پښو په برخه کې هیڅ کار نه کوي، چې یو ښه بیلګه یې د Cyberlegs شرکت نوې منوعي او روباتیکه پښه ده، چې د انسان سره د تړولو وروسته انسان کولای شي په عادي ډول قدم ووهي. د نوموړي شرکت کارپوهان په ډاګه کوي، چې د یوې داسې پښې جوړول او بازار ته وړاندې کول به د ټولو هغه معیونو سره، چې خپلې پښې یې په بیلابیلو پیښو کې له لاسه ورکړي دي ډیر ګټور وي. دغه نوې روباتیکه پښه په خپل ځان کې خاس کمپیوټري سیستم لري او د انسان د پښو راتلونکی حرکت واردمخه شمیري او همدا ډول په خپل څان کې د فشار د شمیرلو لپاره هم سنسور او حس ګر لري، چې د معیبونو سره به ډیره مرسته کوي، تر څو د دوی لپاره قدموهنه عادي شي. پاتې دې نه وي، چې په پښه کې وصل شوی کمپیوټر واردمخه دا معلوموي، چې انسان غواړي چې خپل حرکت پیل کړي، که غواړي، چې ودریږي یا کیني؛ دا ټول حرکتونه وار د مخه کمپیوټر ته جوت او ښکاره وي، چې دا کار د معیوب سره نوره مرسته هم کوي. د یادونې ده، چې دغه نوی نوښت د اروپايي هیوادونو د ډیرو کارپوهانو په ګډه مرسته ترسره کیږي، چې ډیر ژر به بازار ته واندې شي.