
دیوې نوې علمي څېړنې پایله دا په ډاګه کوي، چې ډېر خوب د ښځو پر جنسي غریزې اغیز پریباسي، دا غریزه د ډېر خوب له کبله زیاتیږي.
په ډیوک امریکايي پوهنتون کې پوهان وايي : لږ خوب دښځو پر جنسي هرمونواو جنسي لېوالتیا اغیز پریباسي.
دپوهانو په دې څېړنه کې نږدې 170 ښځو برخه اخستې وه،چې پر دوو ډلو ویشل شوې وې او دڅو اونیو لپاره څیړونکو دښځو دبدن غبرګون او دخوب مختلف پړاونه وڅارل، دا په ډاګه شوه:
هغه ښځې، چې دورځې له 8-7 ساعتونو خوب کوي په دویمه ورځ د دوی جنسي غریزه زیاته شوې وه دوی وايي : دهرمونونو دارزونې، دبدن دغبرګون ډول یا بیولوژیکي ارتداد،چې دانسان رواني وضعیت له څرګندیدو وروسته دا پایله په لاس راغلې ده.
ډاکتر ډیویډ کالمباه وايي : له 9 ساعته زیات څخه وروسته هر ساعت خوب دښځو جنسي غریزه زیاتوي په بله مانا 15% زیاتیږي. نوموړی وايي : دجنسي ناروغیو متخصصین په دې برخه کې خوب ته هیڅ ارزښت نه ورکوي، خو ټول باید پوه شي،چې ډېر او لږ خوب جنسي غریزه اغیزمنوي.