د تېلو بادشاهان (۶۰ برخه)

 
اعلیحضرت په ډیر کړکیچن وضیعت کې وو
 
هنري کیسنجر د ایران په تکلیف کې را ګیر شاه سره داسې مخته روان وو لکه چې په سختو خطرناکو ورځو کې یې د ولسمشر نیکسون سره ملګرتیا کړې وه. هغه هرې خفه کونکې مسلې ته ډیر مناسب ځواب وایه، خو د جیک انډرسون لیکنو د هغه طبیعت خټه کړی او ستونزې یې ورته زیاتې کړې وې. خبریال جیک انډرسون داسې څوک وو چې د پهلوي شاه پر ضد یې مقالې او لیکنې خپرولې او په پرلپسې توګه یې هغه له خفګان سره مخامخ کړی وو. ها خوا په واشنګټن کې د ایران سفیر اردیشیر زاهدي  کیسنجر ته تېلیفون وکړ، چې هغه ته دا خبر داری ور کړي، چې شاه داسې ګواښ کړی چې هغه به په خبریال انډرسون قانوني ادعا وکړي او محکمې ته به یې د هغو تورونو او څرګندونو پر اساس را کش کړي چې د تلویزیون په سهارنیو خبرونو کې یې څرګندې کړې. خو خبریال انډرسون خپلې پخوانۍ ادعاوې بیا تکرار کړې چې د امریکې د مرکزي استخباراتو ادارې د شاه د رواني حالت د ارزونې څیړنه تر سره کړیده او زیاته یې کړه چې سي ای اې په دغه تحقیق کې دې پایلې ته رسیدلې چې د ایران باچا «رواني او د ما غي ناروغي لري.»
 کیسنجر داسې ادعا وکړه چې هغه ددې پلټنې په اړه خبر نه دی، خو ژمنه یې وکړه چې دغه مسله به د سي ای اې له مشر جورج بش سره تعقیب کړي. وزیر کیسنجر او سفیر زاهدي بلاخره په دې بریالي شول، چې شاه دیته وهڅوي چې په خبریال انډرسون قانوني دعوا ونکړي، ځکه چې دغه کار به د دواړو حکومتونو(امریکا او ایران) لپاره په عامه کچه د شرم او خجالت سبب شي.
کیسنجر په دې قانع شوی وو، چې یو څوک ددې مسلې د سبوتاژ (دړې وړې کولو) تر شا لاس لري. هغه وپوښتل «هغه څه شی وو چې سایمون تیرکال وویل؟ هغه کومه کلیمه وه چې هغه وکاروله؟»
ښاغلي زاهدي وویل: «زما نه دي په یاد، څه یې وویلې؟»
کیسنجر وویل:« تاسو اعلی حضرت شاه ته زما تاوده سلامونه او احترامات وړاندې کړی. هغه د نړۍ له څو ګوتو په شمار مشرانو څخه دی چې زه او ډیر نور ورته خاص درناوی لرو. که چیرته هغه  ۲۰۰ میلیون وګړي هیواد ولري، هغه کیدی شي ټوله نړۍ پرې فتحه یا لاندې کړي، ځکه چې هغه ډیره وړتیا لري او ملت یې خورا پیاوړی ملت دی.»
زاهدي وویل : «تاسو نه غواړئ چې زه هغه ته دا ووایم؟»
کیسنجر بیرته ورته وویل:«تاسو کولی شئ چې هغه ته دا خبره وکړئ. تاسو فکر نکوئ چې هغه به په یو څه فکر کوي؟ »
زاهدي وویل:«نه زه فکر کوم هغه به دا خبره خوښه کړي.»
کیسنجر وویل:«لطفا هغه ته ووایاست چې ما دا خبرې په ډیرې مهربانۍ سره ورته کړیدي.»
 
ښاغلي فورډ د شاه د پام غوښتنه وکړه
 
خطرناکې لوبې دوام وکړ. د ولسمشر فورډ سیاسي سلاکار، ظاهرا په هغه خبره نه پوهیده چې کیسنجر ښاغلي انصاري ته ډاډ ور کړی چې د تېلوبیې لوړې کړي. هغه تصمیم ونیو چې که شاه د امریکې له متحدوه ایالتونو وغوښتل چې د هغه مازاد تېل له هغه واخلي، نو وروسته به هغوی له ایران سره د تېلو د بیو د ثابت ساتلو پر سره  لږ تر لږه د همدې کال تر اخره پورې چې ټاکنې پای ته ورسیږي معامله وکړي. ټاکل شوې وه چې د مې د میاشتې په وروستیو کې د اوپیک (تېلو د تولیدونکو هیوادونو) د تېلو وزیران د اندونیزیا د بالي په ټاپو کې سره را ټول شي او موخه یې داوه چې د تېلو د بیو په نورې لوړیدا خبرې وشي. په دې برخه کې تل دا خطر موجود وو چې  جیرالډ فورډ کیدی شي د ریچارد نیکسون تیروتنه بیا تکرار کړي چې هغه له شاه سره د تېلو تړون پرې کړ او تمه یې وه چې دا کار به په ټاکنو کې د هغه له بري سره مرسته وکړي. په واشنګټن کې سپینې ماڼۍ غوښتل چې دتېلو د مصرفونکو باور د نوامبرترمیاشتې پورې پیاوړی کړي. ولسمشر فورډ ته متوجه خطرونه روښانه وو  ــــ که چیرته شاه را کړې ور کړې  ته راضي شي، وروسته به دواړه مشران کیدی شي د یوه او بل منندوی وي. د شاه مخامخ هدف  هم همداوو.له شاه سره د معاملې پرې کول د امریکې د ولسمشر لپاره یو تشویش وو، ځکه چې  له تهران سره د نورو خبر اترو د ترسره کیدو چینل ته اجازه ور کړل شوه چې دغه معامله چټکه کړي. تر هرڅه ډیر ولسمشر فورډ غوښتل چې په خپله دوره کې د ولسمشرۍ ټاکنې وګټي. هغه له خپل جمهوریت غوښتونکي سیال څخه ډیره کرکه در لوده چې د کلیفورنیا پخوانی والي رونالډ ریګن وو، چې د خپل ګوند په محافظه کارانو کې یې ډیرمحبوبیت د رلود. هغه د بیل سایمون د ازاد مارکیټ د مفکوري پلوی سیا ستوال وو. د مارچ په ۳۰ نیټه ولسمشر فورډ د سپینې ماڼۍ په اوول افیس ماڼۍ کې  له کیسنجر څخه پوښتنه وکړه چې «له هوشنګ انصاري سره دې لیدنه څرنګه وه  او د تېلو معامله دې څرنګه کړه؟»
کیسنجر هغه ته د ناستې په اړه په لنډو وویل چې« هرڅه منظم وو».
ولسمشر فورډ وویل:« زه فکر کوم چې موږ باید له ایرانیانو وغواړو چې په همدې اوړي کې د تېلو له بیو سره جوړ شي. »
دا داسې یوه غوښتنه نه وه چې د بهرنیو چار خپل وزیر ته دې واک ور کړي. فورډ غوښتل چې د اوپیک د تېلو بیې ونه ښوریږي او ددغې چارې موده پراخه شي. دا په دې مانا وه چې «موږ هره ورځ ۲۰۰ زره بیرله تېل په ارزانه بیه تر لاسه کولای شو.»
کیسنجر وویل: « زه فکر کوم، موږ کولی شو چې دوی ددغه کار تر سره کولو ته وهڅوو.» څوک کیدی شي د ولسمشر فورډ د اختیار ورکولو په اړه حیران شي. تر دې مهال د بهرنیو چارو وزیر د ایران او امریکې د اړیکو په برخه کې له ازاد  لاس در لودلو خوند اخیست او په یوازې سر یې له تهران سره یې خپله خپل چینل پرمخ بیول. ولسمشر فورډ غوښتل یو بل شی هم په دقیق ډول روښانه کړي. هغه واوریدل چې نیکسون ایران ته د یوه سفر تابیا در لوده چې خپل زوړ ملګری شاه وویني. فورډ کیسنجر ته وویل چې له هر ډول شرط پرته دې دغه سفر تر سره کړي.
سکوکرافټ وویل «ولسمشر کیدی شي تر دې ډیر په دې برخه کې روښانه دریځ غوره نشي کړی . ما واوریدل چې نیکسون غواړي  ایران ته ولاړشي. هغه دا کار نشي کولی.زه فکر کوم کیدی شي ددې لپاره چې دلته خبرې اترې ډیرې ترخې او حساسې وې، او یوازې الله پاک پوهیږي چې نیکسون څه ویلي او څه تر سره کړي وو. ځکه چې هغه د ایران له شاه سره ډیرې نژدې او تودې اړیکې لري.»
  نیکسون له اردیشیر زاهدي سره خپلې اړیکې کلکې وساتلې چې هغه بیا له پخواني ولسمشر سره ډیرې تودې او خوږې اړیکې در لودې.ټاکل شوې وه چې سفیر زاهدي د همدې اونۍ په وروستیو کې د اوقیانوس سمندر په څنډو کې د نیکسون هستوګنځي سان کلیمینټ ته په چورلکه کې تللی واي چې له هغه ځایه بیا د پالم او والټر د پسرلي  کور ته تلل چې د ریګن ډیر نژدې ملګري او دوستان وو .
کیسنجرولسمشر فورد ته وویل: «زه به د ټولو ستونزو د هوارولو غم وخورم .اجازه را کړئ چې له ایرانیانو سره خبرې اترې وکړم. زه فکر کوم چې تر ټولو ښه لاره ده چې هرڅه پای ته ورسوو او ژر یې خلاص کړو.» هغه وروسته ښاغلي انصاري ته تېلیفون وکړ او ورته ویې ویل چې د تېلو د دوه اړخیزې معاملې  ملاتړ یې تر لاسه کړی:« ما له ولسمشر فورډ سره په دې اړه خبرې وکړې. او موږ غواړو چې دغه معامله پرمخ بوځو. موږ غواړو چې یوه حل لاره پیدا کړو ـــ موږ نه غواړو چې هغې مرحلې یا موقیعت ته بیرته ولاړ شو چې ښاغلي زیرب تاسو ته پیشنهاد کړی وو ، خو موږ ځینې داسې شیان غواړو چې خپل ژوند پرې پرمخ بیولی  شو.»
 له زیرب څخه نا څاپه، وغوښتل شول چې د ۱۹۷۶ کال د دسمبر تر ۱۵ مې نیټې پورې یو پلان بر ابر کړي، چې یو میلیارد بیرله تېل له نړیوال مار کیټ څخه واخلي چې د امریکې د متحدو ایالتونو لخوا پلان شوې ستراتیژیکې زیرمې پرې ډکې یا پوره کړي. له دغې مجموعې دې ۱۵۰ میلیون بیرله تېل د دریو کلونو په لړ کې زیرمه یا را وړل شي چې کانګریس تر هغه د ولسمشر د انرژۍ پلان هم تصویب کړي. « دا ډیره مهمه ده چې هر څومره چټک کیدی شي په دغه برخه کې مخته ولاړ شو، چې د یوې ممکنه بالقوه تېل بندیزپه وړاندې د یوه حایل یا مبارزې په توګه په ستراتیژیکو زیرموکې  تېل ځای پرځای کړو. د  ملي امنیت د شورا NSC چارواکي رابرت هورمتس، ښاغلي سکوکرافټ ته د مارچ په ۱۲ نیټه وویل چې د تېلوهغه صادرونکي چې کم تېل لري، کیدی شي ډیر لیواله نه وي چې د تېلو په یوه داسې بندیز کې برخه واخلي چې کیدی شي د امریکې متحده ایالتونه له هغه سره د اوږدې مودې لپاره مبارزه وکړي او د تېلو له وارداتو پرته خپلې ورځنۍ چارې مخې ته یوسي. دغه وروستۍ ټکی په ښکاره ډول ایران ته بیا مراجعه کول وو. د امریکې متحدو ایالتونو ځان دیته تیاراوو چې  له اوپیک سره زور و ازمویيي ، او مبارزې ته ور سره را میدان ته شي .
 د کیسنجر د خبرو ثبت شوی متن دا تاییدوله چې زیرب د بهرنیو چارو له وزیر سره د متقابل قصد پر بنسټ خبرې اترې کولې. د زیرب د تېلو د معاملې شرایط داسې وو چې له ایران سره د ۷ کلونو تړون لاسلیک کړي، چې پر بنسټ به یې د امریکې د متحدو ایالتونو د ستراتیژیکو زیرمو لپاره د ۳۰۰ میلیون بیرله تېلو اخیستل تر سره کیده. دا معامله داسې وه چې په هر بیرل کې ۳ ډالره ارزانه تېل امریکې ته ور کول کیدل. کله چې هوشنګ انصاري شکایت وکړ چې د زیرب د خبرو اترو شرایط د شاه لپاره د منلو وړ نه دي (د زیرب وړاندیز د ایران په تاوان دی او داسې ټکي ته موږ بیايي چې د ایران په خیر ډیر نه دی) ، کیسنجر دا ومنله چې دا لویه مسخره وه، او هغه ته یې په ځواب کې وویل چې مه وارخطا کیږه ــ هغه به دغه مسله بیرته سمبال کړي. دغې خبرې هوشنګ انصاري خوشحاله کړ او په ځواب کې یې ورته وویل چې « دا به ډیر ه ښه خبره وي چې زیرب ته وویل شي چې په دغه برخه کې رامنځ ته شوی پرمختګ وګوري .»