دښځو په پرتله سړي ژر خپله حافظه له لاسه ورکوي

 
نوې علمي څیړنې وايي : دښځو په پرتله سړي ژر خپله حافظه له لاسه ورکوي، په امریکا کې دمایو روغتون ډاکتران وايي : ددې لامل داستروجین هرمون شتون دی،چې ښځې یې لري او سړي نه ، پخوانیو څیړنو ښودلې ده، چې دا هرمون  د دماغ او حافظې په ساتنه او ژغورنه کې دپاموړ رول لري. او دهر ډول ګواښ او زیانه مخه نیولای شي.
ډاکتران وايي : دسړیو دحافظې دکمزوري کېدو عملیه د سړیو دبوډاتوب دپروسې یوه برخه ده  او له  زهایمر(دحافظې له لاسه ورکول)  ناروغۍ سره کوم تړاو نه لري، څېړنه وايي : له حافظې سره اړوند ستونزې هغه مهال رامنځته کیږي، چې سړي دخپل عمر څلويښت کلنۍ ته ورسیږي.
په دې څیړنه کې 1250 تنو، چې عمرونه یې د 95-30 کلونو ترمنځ و، دوی ټولو دزده کړو پرمهال ښه حافظه درلوده او دحافظې دکمزورې کېدو ستونزه وروسته له هغې رامنځته شوه،چې دوی له 35 کلنۍ واوښتل.
په دماغ کې دحافظې ځای / مرکز له دیرش کلنۍ وروسته په تدریجي توګه کوچنی کیږي، خو له څلویښت کلنۍ څخه وروسته دښځو حافظه ژر نه کمزوری کیږي او دا پروسه ډېر سوکه پرمخ ځي، خو که سړي چېرته دخپل عمر 60 کلنۍ ته ورسیږي نو په څرګنده توګه پوهیږو، چې خپله حافظه یې له لاسه ورکړی ده.