
لیف نیکلایویچ تولستوی د ۱۸۲۸ زيږېدي کال د سپتمبر په ۹ د روسیې د تولا ولایت په یاسنایا پالینا کې نړۍ ته سترګې غړولې، هغه دوه کلن وو چې مور یې له نړۍ سترګې پټې کړې پلار یې هم په ۹ کلنۍ کې له لاسه ورکړ، چې له همدې سره یې سرپرستي هم خپلې عمې یا د پلار خور ته ورتر غاړه شوه. هغه زیاتې زده کړې نه درلودې د ختیځو ژبو په څانګه کې له دری کاله زده کړو وروسته یې دغه څانګه خوشې کړه او وکالت ته یې مخه کړه.لیو نیکلایویچ تولستوی دغه مشهور لیکوال په ۱۸۵۱ زیږیدي کال په پوځ کې له یو لړ زده کړو وروسته د قفقاز په جګړو کې هم برخه واخیسته، چې همدې چارې د قفقازي کیسو په څېر د هغه په آثارو هم ستر اغېز پرېښود. وېل کېږي تولستوی په کوچینوالي کې لیکوالۍ ته مخه کړې. هغه ۱۱ ناولونه، شپږ فلسفي رسالې، درې ډرامې او د لنډو کیسو ۲۷ ټولګې په یادګار پرې ایښې دي.
تولستوی په ۱۸۶۲ کال د سوفیااندرژونابرس په نوم له یوې آلماني الاصلې اتلس کلنې مېرمنې سره واده وکړ، دغې مېرمن چې په ۱۸۴۴ کال زېږېدلې او په ۱۹۱۹ کال یې له نړۍ سترګې پټې کړې، د تولستوی په فعالیتونو کې ستر ملاتړی رول لوبولی د سولې او جنګ او دغه راز د اناکارنینا ناولونه یې هم په همدې وخت لیکلي او خپاره کړي هان وېل کېږي چې دغې مېرمن د تولستو د سولې او جنګ ۱۴۰۰ پاڼې ناول اووه ځله پاکنویس کې کړی دی.
هغه په ټولنیز ډګر هم د خدمت هڅې کړې چې له سیاسي او مذهبي بندیانو ملاتړ، د دینونو په برخه کې څېړنې او مطالعې ، له روسي کروندګرو او کارګرانو ملاتړ او دغه راز د ماشومانو د روزنې په برخه کې دهغه هڅې د یادولو دي. تولستوی د خپل ژوند په وروستیو ورځوکې له خپلې کوچنۍ لور او کورني ډاکتر سره د روسیې سوېل ته سفر وکړ، د ۱۹۱۰ زيږېدي کال د نومبر په اوومه نېټه دهغه دا سفر، دهغه د ژوند وروستی سفر وو چې د استاپوفو په تم ځای کې پای ته ورسېد او د همدغه کال د نومبر شلمه نېټه دهغه د مړینې ورځ ثبت شوه، سفر هم پای ته ورسیده او مړی یې هم دوه ورځې وروسته په خپل پلرني ټاټوبي کې خاورو ته وسپارل شو.
د هغه د سولې او جنګ [Vojna I mir] او آناکارنینا ناولونو هغه د نړۍ د داستاني ادبیاتو په سر کې راوستی، تولستوی تر دې کچې په خپل هېواد کې محبوب دی چې پدې وروستیو کې د سروزرو یادګاري سکه هم د هغه په درناوي وهل شوې ده. د سولې او جنګ [Vojna I mir] ناول د دغه روسي لیکوال ډېر مشهور اثر دی چې د نړۍ له مهمو ناولونو ګڼل کېږي، تولستوی د دغه ناول په لیکلو پنځه کلونه تېر کړي او بالاخره یې په ۱۸۷۸ کال خپور کړی دی. خو دهغه ټول آثار د نړۍ په نه هیریدونکو آثارو کې شمیرل کیژي.
د یادولو وړ ده چې د تولستوی د جګړې او سولې اثر پښتو ژبې ته د عبدالطیف بهاند په قلم په څلورو ټوکونو کې ژباړل شوی او چاپ شوی دی.