د سترګو تور رنګ مو په اسماني رنګ بدل کړئ

ټول هغه کسان، چې په زړه کې د تورو سترګو د رنګ بدلولو لوی ارمان لري او غواړي، چې د سترګو رنګ یې د دانیل کریگ فلمي اکټر په ډول وي او د دې لپاره د تماسي لنزو نه کار اخلي، د لوړې ټکنالوژۍ د پرمختیا له کبله دا دی اوس کولای شي د یوه کوچني لایزري عملیاتو وروسته، کوم چې ۵۰۰۰ ډالره قیمت لري د خپلو سترګو رنګ ته اسماني رنګ ورکړي.
د هغې څیړنې، چې اوس د ازموینې لاندې ده، په پایله کې کارپوهان په دې بریالي شوي دي، چې په سترګه کې د کسي چاپېره رنګينه برخه پاکه کړي او په دې ډول سترګو ته اوبن(اسماني) رنګ ورکړي.
د Strōma Medical یو کارپوه ښاغلی گرگ هومر داسې وایي: د انسان سترګو د تور رنګ لاندې اوبن رنګ پټ دی، دا رنک د یوې رنګمادې(pigment) په وسیله د یوه نري پټ په ډول د انسان ستګو کسي ته رنګ ورکوي، کوم چې د نوي لایزري عملیات په وسیله د کسي نه پاکیږي او سترګې اسماني رنګ اخلي. د یادونې وړ ده، چې په نړۍ کې د ۱۷ ٪ وګړو د سترګو رنګ اوبن دی، پاتې ۸۰ سلنه وګړي د سترګو رنګ د خاصو لنزو اغوستلو په وسیله بدلوي. پاتې دې نه وي، چې دغه عملیات ۳۰ سانیې وخت نیسي او د انسان د سترګو رنګ د دوو انیو په اوږدو کې په بشپړه توګه بدلیږي.