د تېلو بادشاهان (۵۹ برخه)

 
لسم فصل
                                                              
د ۱۹۷۶ کال روحیه
 
« زه په واقیعت کې وېرېدم چې دا کېدای شي د انقلاب د پیلېدو لومړي مبهم څرکونه وي.»
 
اسدالله علم  ۱۹۷۶
 
«هغه معما چې موږ په کې ښکېل وو، داسې اوازې خپرېدې چې موږ د یوه جوړ جاړي په حالت کې یو»
 
شهزاده عبدالله  ۱۹۷۶
 
 
ایران له امریکې څخه د لیرې کېدو په څنډه کې و
 
د امریکا د متحدو ایالتونو او ایران د اړیکو د ۲۰۰ کلنۍ په وروستیو کې له ۱۹۶۰مو کلونو راهیسې په خپلو وروستیو درجو کې و. د تېلو پر بیو د واشنګټن او تهران تر منځ ښکاره کړکېچ لاهم پر خپل ځای لا ینحله پاتې و. د وسلو د خرڅلاو مسئله په یوې رسوايي کې را ښکیل شوې وه او په کې د بیو د کښته پورته کولو، د بیو د ټاکلو یا جوړ جاړي او لغتې وهلو په حال کې وه. د کردیانو د مقاومت د دړې وړې کېدلو له کبله په محافظه کارانو او لیبرالانو کې د شاه محبوبیت او درېدل ډېر تر اغیزې لاندې راغلي وو. بلخوا د ایران د هغې ژمنې په اړه هم پوښتنې په زیاتېدو وې، چې د اسراییلو د امنیت د خوندیتوب په اړه یې کړې وې. دارنګه د تېلو د دوه اړخیزې معاملې د تر سره کېدو په برخه کې د کیسنجر د پلان نه عملي کېدل یا یې د وړتیا نه را برسېره کېدل په دواړو هېوادونو کې په یوه او بل د نه باور د زیاتېدو فضا او احساس پیاوړی کړ. وروستی کړکېچ او تریخوالی د اتومي همکاریو په اړه و. سپینه ماڼۍ په دې پوه شوه چې هندوستان ته د ایران د اتومي انرژۍ د سازمان د مشر ډاکټر احمد اعتماد په خپل وروستي  سفر کې هغه خپل کوربه ته ویلي وو، چې ایران غواړي د اقتصادي د لایلو له کبله خپل اتومي پروګرام ته پراختیا ور کړي چې په کې د سوله ییزې چاودنې انفجار هم شامل وو. خو دا په دې مانا نه ده چې په غرونو کې دې څمڅې او سوري ورته وکیندل شي او چاودنې یا ازموینې دې په کې تر سره شي. ښاغلي اعتماد دارنګه په دې هم ټینګار وکړ، چې ایران به هېڅ بهرني هېواد ته اجازه ورنه کړي چې پر دوی باندې د اتومي سونګ توکو د لیږدولو شرایط  تحمیل کړي او یا یې په زور پرې ومني. د هغه وضیعت داسې ښکاریده چې غواړي امریکا د اتومي انرژۍ د بډای کولو له نړیوالې داوطلبۍ څخه منع کړي. په بله مانا  د ایران د اتومي انرژۍ مشر اعتماد هندیانو ته په ډاګه کړه، چې امریکا ته نه غواړي ددې چانس ور کړي، چې د ایران لپاره د اتومي انرژۍ د بډایه کولو خپل خوښي قراردادونه ترلاسه کړي.
تر دې ۳ میاشتې مخکې ایران له سویلي افریقا سره یو پټ تړون لاسلیک کړ چې تر مخه یې ایران له هغه هېواد څخه په کافي اندازه یورانیم د خپلو اتومي بټیو لپاره اخیستل چې تقریبا ټوله بیه یې له ۷۰۰ میلیون ډالرو څخه  تر ۱ میلیارد ډالرو پورې رسېدله او د تر سره شوې معاملې د شرایطو سره سم به  ایران  په سویلي افریقا کې د اتومي انرژۍ د نویو بټیو په پروژو کې مالي مرسته  کوي. په مقابل کې به یې سویلي افریقا ایران ته له خپلې مستعمرې نا میبیا څخه د مرمرو د ډبرو صادرات ورکوي. د امریکا په متحدو ایالتونو کې د ولسمشر فورډو حکومت موافق و چې پر ایران د اتومي انرژۍ د بډاینې ۸ بټۍ وپلوري، خو له دې سره کلک مخالف و چې ایران ته داسې وړتیا او سیستمونه ورکړي چې ایران وکولی شي، یورانیم په کوردننه بډایه او له سره پروسس کړي او تهران په خپله دغه بټۍ جوړې او کنټرول کړي. له سویلي افریقې سره د ایران د باچا دې پټې معاملې نېغ په نېغه په نړیواله کچه د یورانیمو د سوداګرۍ په برخه کې د امریکا کنټرول او ولکه ننګوله او ورته  لوی ګذار و. دا د خپلو متحدینو د مخنیوي په برخه کې د هغه خپله لاره وه. « دغه مسئله په رسمي ډول رد شوه، خو په ډاډ سره یوه ایراني چارواکي ومنله چې له سویلي افریقې څخه د یورانیمو د اخیستو په برخه کې یوه پټه معامله تر سره شوې وه. » په تهران کې د امریکا د سفارت لخوا واشنګټن ته په دې اړه د خبرداري معلومات ورکړل شو. « دا ښکاره خبره ده، چې دا معامله د سویلي افریقې په خورا ډېر ټینګار او فشار سره پټه ساتل شوې وه» په یوه جلا خبرو اترو کې، سفیر هلمز د بهرنیو چارو وزیر کیسنجر ته دا معلومات ور کړل چې « ایران د امریکایانو په ګډون د هغو بهرنیو متخصیصینو د موندلو په لټه کې دی، چې د ایران په دننه کې د یورانیمو د بډاینې په برخه کې ور سره مرسته وکړي او داسې رپوټونه دي چې ایران هڅه کوي ‎د مرکزي افریقا په هېوادونو کې د یورانیمو د استخراج لپاره د یوه ګډ شرکت او ګډ کارکولو پروژې ته ور داخل شي.»
 
د جنورۍ په ۱۲ نېټه خفه شوی هنري کیسنجر په ۲ مهمو مسئلو کې « د وسلو د خرڅولو د محدودیت  او د اتومي همکاریو په مسئله کې د خپلو لوړ پوړو کار کونکو له انقلاب یا چیلنج سره مخ وو. د بهرنیو چارو مرستیال وزیر رابرت انجیرسول څخه وپوښتل شول، چې ایا کیسنجر د دې چانس لري، چې د ایران پر اتومي وضیعت له هغه هېواد سره کار مخې ته یوسي؟»
کیسنجر  په ډېر غرور سره دا وویل چې « تر اوسه پورې ما ته چا دا چانس نه دی را کړی. دوی به ماته څه را کړي؟ دا په داسې لاره وه، چې د درک وړ نه وه.»
«ډېر ښه موږ اړتیا لرو چې دوی ته یو لړ لارښوونې ور کړو ـــــ»
«ډېر ښه، موږ ډېر ښه پوه شو چې ایران  زموږ له منګولو د الوتو په در شل یا څنډه کې دی. ځکه چې موږ خپل اخلاقیات او کړنلارې خپلو ملګرو ته  وړاندې کولې  ــــ»
انجیر سول په ارامۍ ځواب ورکړ« دا کوم اخلاقیات نه دي، بلکې دا یو داسې وړاندیز دی، چې موږ غواړو له شاه سره، د بهرنیو چارو  وزارت معامله وکړي او له هغوی سره کارونه مخې ته یوسي.»
کیسنجر وویل:« هغه ته ووایاست چې تر دې دمخه په څه پوهېده. هغه به دا خبره در سره ونه مني، زه باوري یم. ما دا خبره نه ده لوستلې، ایا زه ناسمه خبره کوم؟»
«نه، نه، خو په واقیعت کې یوه حل لاره باید  پیدا کړو ــــ»
کیسنجر د انجیر سول خبرې ور پرې کړې « دا د اتومي ټیکنالوژۍ د زیاتوالي او له هغه سره د مرستې په اړه یو لیکچر دی.» هغه د انجیرسول  دا وړاندیز احمقانه وباله چې واشنګټن  دې تهران ته یو پلاوی واستوي چې دا خبره روښانه کړي چې ایا د ډاکټر اعتماد نظریه د ایران له باچا سره شریکه شوې وه، یانې هغه په دغه مسئله چې په ډیلي کې مطرح شوه خبر دی که نه؟ هغه په ځواب کې ورته وویل:« ډېر ښه، هلمز به دا خبره معلومه کړي، هغه مناسب کس دی. هغه په اسانۍ دا کار ترسره کولی شي. موږ کولی شو چې ایران ته د اوچتې کچې د یوه کس په استولو سره له شاه څخه دا وپوښتو چې ایا هغه غواړي چې د اتومي معاملو په برخه کې دوی ته سپکاوی وکړي او مخ بلخوا واړوي او له هندوستانه مرسته وغواړي.‎؟»
انجیر سول وویل« یوازې دا خبره نه، بلکې د اتومي توکو د تولید  ستونزه ــــ»
کیسنجر سمدلاسه وویل:« اوه پرېږده یاره، هغه د اتومي تولیداتو د پراختیا په ستونزه پوهیږي. دا موږ ته یوه مسئله ده ــــ موږ غواړو چې دغه مسئله د یو شمېر شیانو په یو ځای کولو سره پای ته ورسوو ــــ شاه یوه داسې خواته رهبري کول چې له اوس مهال سره  پنځه کاله واټن لري، موږ به په خپله په ګونډو شو  .
د پام وړ خبره داوه چې انجیر سول او د هغه همکارانو دغه مسئله همداسې ګرمه وساتله. د بهرنیو چارو مرستیال وزیر جوزف سیسکو په وېرې سره ور سره یو ځای شو. د خبرو اترو تبادله مودبانه وه او پیغام ډېر روښانه وو:  اوس نو ددې وخت و چې له ایران سره د اړیکو د بېرته ښه کولو دوره پیل شي .
 
سیسکو وویل:« په پاڼه کې ډیر کلک  وړاندیز را مخې ته شوی وو، تاسو باید دې مسئلې ته کلک پام وکړئ» سیسکو دا کار ونشو کړی.شاه دا ګواښ کړی، چې که د امریکا د تېلو د کنسورشیوم  غړي د ایران د تېلو له ملي کمپنۍ څخه ډیر تېل وا نخلي او هغه په نړیوال مار کیټ کې ونه پلوري نو هغه به یو ځل بیا د خپلو دفاعي لګښتونو کچه پورته کړي.
 
د ۱۹۷۳ کال د تړون له شرایطوسره سم چې دوی له شاه سره لاسلیک کړ، په ایران کې امریکا يي کمپنیو د دې امتیاز په مقابل کې چې د ۲۰ کلونو لپاره د ایران تېلو ته د لاس رسي تړون ورسره لاسلیک شو او دا امتیاز یې تر ګوتو کړ چې د ۲۰ کلونو لپاره به د ایران خام تېل  دوی په نړیوال مار کیټ کې پلوري خپل یوه برخه عملیاتي کارونه ایراني کمپنۍ ته وسپارل. خو له دوی څخه نه وو غوښتل شوي، چې که مارکېټ کې تقاضا را تیټه شوه نو له دوی څخه دې تېل هم په بیه واخیستل شي، دوی لېوالتیا نه درلوده چې دا کار تر سره کړي. د معمول په څېر شاه دواړه لارې غوښتې. هغه نه غوښتل چې د ایران د تېلو ملي کمپنۍ د تېلو تولیدات بېرته را کم کړي، خو تر اوسه پورې هغه دا هم نه وه منلې چې د تېلو د بیې په سر له کمپنیو سره را کړه ور کړه پرې کړي.  نتیجه یې دا شوه چې یو ډېر سوړ حالت را منځ ته شو او د ایران شاه له داسې وضیعت سره مخ و چې په میلیونونو بېرله تېل یې نه وو پلورل شوي چې هغه ورته سخته اړتیا درلوده. هغه ګواښ وکړ چې په بالي ټاپو کې به د اوپیک د مې میاشتې په را تلونکې ناسته کې د تېلو د بیې د نورې پورته کېدو هڅه وکړي. دا ګواښ یې ددې لپاره وکړ، چې امریکايي کمپنۍ لارې ته راولي او خپلې غوښتنې پرې عملي کړي. د کیسنجر مرستیالانو داسې فکر کاوه، چې د دې وخت دی چې پر شاه  غږ وکړي او هغه په خپل پلان کې ګول ووهي. دوی ومنله چې د امریکې د متحدو ایالتونو لخوا پر ایران د وسلو د پلور معامله د ایران د اقتصاد بنسټونه له منځه وړي، او د شاه لخوا د دفاعي لګښتونو کموالي ته د یوه ښه فرصت په سترګه کتل، چې پر تهران مالي محدودیتونه ولګوي .
جوزف سیسکو وویل:«ښاغلي د بهرنیوچارو وزیر، د هغې پوښتنې په اړه چې اشاره مو ورته وکړه ، تاسو په څه ډول دهغه ددغه حرکت په اړه اندیښمن یاست، چې غواړئ هغه  لارې ته راولئ؟ زه شخصا په دې باور نه یم چې دا کار دې  په ټوله کې نا سم وي.»
«زه باوري یم، چې د سناتور کینډي به دا ډېر خوښ شي .»
سیسکو وویل: «خو زما په باور، شاه اساسا د هغو کارونو په اړه چې تر سره کوي یې ډیر ژمن دی ـــ په ځانګړي ډول په تېر یوه یا ۲ کلونو کې په نظامي برخه کې ــ زه فکر کوم  هغه په ویرونکي ډول ډیر زیات ژمن دی. که هغه خپل ګواښ عملي کړي چې دفاعي لګښتونه به بیرته زیات کړي، زه بیا ددغه کارد پایلو په اړه اندیښمن یم.»
کیسنجر پر سیسکو نیوکه وکړه او ورته ویې ویل:«په ډیره خاصه توګه ـ تر ټولو دمخه زما اداره غواړي ټولو ته ووايي چې په څه ډول خپلې چارې سمبالې کړي، زموږ ستونزې دې نه حل کوي. زه په خپله هغه ژمنه ولاړ یم چې موږ باید نورو هیوادونو ته اجازه ور کړو چې خپل لومړیتوبونه په خپله تنظیم او معامله ور سره وکړي. دویم دا چې: ولې به هغه بیرته له خپلې دې ژمنې په شا کیږي چې دفاعي لګښتونه بیرته ډیروي؟ که هغه دې پایلې ته ورسید، چې په عمومي ډګر کې له هرڅه په شا کیږي، نو موږ نباید حتما پر هغه دا ټینګار وکړو، چې تر اندازې زیات  له ځانه دفاع وکړي. دریم: هغه په مجموع کې ځان داسې احساسوي چې په نړۍ کې زموږ رول په کمیدو دی او هغه باید له سره خپل تشخیص وکړي. دا د هغه اصلي دلایل وو، ځکه چې یو شمیر نورې معاملې چې هغه غوښتل له موږ سره یې ولري هغه هم له منځه ولاړې. نو د یو شمیر عواملو د تر کیب یا یو ځای کیدا له کبله هغه بیرته هرڅه بند کړل چې دا ټول ستونزې زیږونکي مسایل وو. دا د امریکې د بهرنۍ پا لیسۍ لپاره هم ګټور نه وو او نه هم په نړۍ کې د امریکا د نورو ملګرو په ګټه وو، داسې څوک نه وو چې هغه داسې شیانو ته اشاره وکړي چې موږ ددوی لپاره تر سره کړي دي.»
سیسکو ور سره ومنله «ډیر ښه، دا یو عمومي مشکل دی»
دوه ورځې وروسته کیسنجر او د هغه لوړ پوړو مرستیالانو ته له سره لارښوونه وشوه .
سیسکو ښاغلي روی ارترټون ته وړاندیز وکړ، چې دوی دې د کیسنجر لپاره یو معلوماتي یادښت تیار کړي، چې نه یوازې د تېلو د بیو د پورته کیدو په  برخه کې، بلکې  دارنګه د هغو ستونزو په اړه چې د امریکا او ایران د اړیکو په منځ کې را پیدا شوې د هغه دریځ و ازمویي .
تر اوسه هم ستونزې لا ینحله پاتې وې. د جنورۍ په ۱۹ مه نېټه د پنتاګون د خوړو په یوه شخصي خونه کې ددفاع وزیر رامزفیلډ د جنرال طوفانیان کوربه و، چې د شاه د وسلو د اخیستو او تدارکاتو مشر و. دوی ډېر ژر په خپلو کې د وسلو د راکړې ورکړې پرسر په لانجه سره واوښتل. اصلي لانجه پرې دې وه، چې څوک د وسلو د خرڅلاو له هغه تړون څخه بلخوا وګرځېدل چې په کې پر ایران د ګرومن د کمپنۍ د اېف ۱۴  جټ جنګي الوتکو پلور هم شامل و. امریکايی رامزفیلډ د جنرال طوفانیان د خبرو د لهجې او لوړ غږ له کبله ډېر خفه شوی وو. هغه ټینګار وکړ چې  دا ایرانیان وو، چې تېروتنه یې کړې وه، نه امریکایان. جنرال طوفانیان ښاغلي رامزفیلډ ته سخت ژبنی ګذار ورکړ او هغه  ته یې وویل چې « جاهله. . . .  معلومات نه لرې» جنرال غوښتل په دې پوه شي چې: « لکه چې ستاسو د امریکا خپلو رسنیو رپوټ ورکړ په څه به ایران  د ګرومن او لېټون کمپنیو د زیات شوي قیمت مسئول وي؟ » دوی له ایران څخه غلا کړې ده .
د امریکا د هوايی ځواکونو یوه جنرال هو وارډ فیش په ډېره بیړه ځواب ورکړ:« هو، خو ستاسو د تېلو بیې درې برابره زیاتې شوې دي.» د غرمې دغه میلمستیا په خفګان او تا وتریخوالي پای ته ورسېده .
بیرته په تهران کې، جنرال طوفانیان شاه ته د کیسنجر په اړه خپله ارزونه په لیکلي ډول وړاندې کړه. هغه د امریکا د ۴۲ کلن ځوان دفاع وزیر په اړه لیکلي وو چې «هغه ددفاع  د وزیر په توګه په خپله دنده کې ځوان، بې تجربې، زور کارونکی، سر سري فکر کوونکی او نا بالغه سیاستوال دی.» ها خوا د ایران باچا په ایران کې د امریکا د دفاع د وزارت له استازي ایریک وان ماربوډ سره ډېرې سختې او ترخې اړیکې لرلې او لارښوونه یې وکړه، چې نور دې د هغه له کار کونکو سره اړیکې نه پالي.
د امریکا د دفاع وزارت او ایران تر منځ اړیکې ډېرې سړې شوې او ټیټې کچې ته رسېدلې وې. یوه امریکايي چارواکي وویل: « دا ډېره ناسمه خبره، ډېر خام کار دی، تر هر یوه ډېر جرات ښيي. په هغه لاره چې موږ روان یو، دوی پر موږ ټول باور له لاسه ور کړی». په واشنګټن کې داخلي مامورینو په دې شک کاوه، چې کېدای شي د خزانې وزیر بیل سایمون په سیمه کې د شاه پر ځای په خپله لوبه کې کوم بل متحد موندلی دی. د ایوین او ناواک په نوم ۲ سیاستوالو لیکلي وو چې په امریکا کې « د رامزفیلډ  وېرول او تر اغېزې لاندې راوستل چې د واشنګټن ډېر خونسرده لوبغاړی  ډېره لویه تاکتیکي تېروتنه وه. » هغه څه چې لیدل یې پاته وو هغه دا وو چې ایا دا امکان لري چې رامزفیلډ د خزانې له وزیر بیل سایمون سره یو ځای شي او د فورډ په اداره کې د زړو پالیسیو جنجالونه بیا تازه کړي.» سایمون لا تر اوسه هم په دې تمه و چې ایران به د اوپیک یا د تېلو د تولیدونکو هیوادونو پر ضد د تېلو د نړیوالو بیو د کښته کولو غږ پورته او د هغوی پلان به ور مات کړي.  تر اوسه پورې ولسمشر فورډ د بیل سایمون سپارښتنې رد کړې وې او بالمقابل د هنري کیسنجر لارښوونو ته یې غوږ نیولی وو، چې هغه د اوپیک له غړو هیوادونو سره د درنو وسلو د خرڅولو په ګډون مرسته وه»
ډیرې غوصې په تهران کې د امریکې سفیر ریچارډ هلمس بیخې زړه توری کړی وو . هغه خپل یوه همکار ته چې د مجلس خبرې یې یاداښت کولې ویلي وو چې« د امریکې د ټاکنو له پای ته رسیدو پورې به دامریکې د حکومت وضیعت ښه نه وي».  هغه هیڅکله په امریکې کې دومره ضعیفه حکومت او د امریکې په دفاع وزارت پنتاګون کې هیڅکله دومره ډیر خلک بې کنټروله نه وو لیدلي .
 
پر دې سربېره د ایران اقتصاد هم له کنټرول څخه وتلی و. د جنورۍ د میاشتې په ۲۲ نېټه د پنجشنبې په ورځ ، د ایران د دربار وزیر اسد الله علم د ایران د بودجې او پلان د ادارې د مشر عبدالمجید مجیدي لخوا ورته داسې معلومات ور سیدل چې هغه یې ولړزاوه او د حکومت د مالي وضیعت له اړخه یې هغه ته سخته اندېښنه ور واچوله. « زه په واقیعت کې له دې وېرېدم چې کېدای شي دا په ایران کې د انقلاب د را منځ ته کېدو لومړنۍ نښې نښآنې او د پیل غږ وي.»  ښاغلی علم تل په دې پوهیده چې د پهلوي خاندان بقا د ایران د اقتصادي وضیعت له ښه والي سره تړلی. د ایران د رژیم د تېلو ستنې په لړزیدو وې هغه ماته وویل چې موږ سږ کال ۴ میلیارد ډالره د بودجې له کسر سره مخ یو او حکومت په ډېره ناپوهۍ دا مسئله پټوي . . . . هغه زیان چې موږ ته د غنمو په اخیستو، شکرې یا بورې او خوراکي توکو کې رسیدلی د نه باور وړ دی .
 
په را یتس کارلټون کې د سهار ناري خوړل
د ایران باچا په سپینه ماڼۍ مشکوک شوی و، هغه داسې تصور کاوه چې امریکا د تېلو د اخیستو له هغې معاملې په شا شوی چې د هوشنګ انصاري او فرانک زیرب تر منځ لاسلیک شوی و. هغه په دې پوهېده چې د تېلو د لوېدیځو کمپنیو له خوا د ده  د هغه وړاندیز ردېدل به چې د تېلو بیې نورې لوړوي په مارکېت کې به د ایران په اقتصاد دوه برابره منفي اغیزې وکړي. هغه وویل:« دغه ډول یو حرکت به موږ له جدي او سختو ننګونو سره مخ کړي.»
 د ایران د دربار وزیر اسد علم په دې خبره له پوهېدو وروسته سخت وارخطا او خفه شو چې د ایران د تېلو تولید ۱.۷ میلیون بېرله په ورځ کې را کم شو. دغه کمښت په دې مانا و چې د ایران عواید به په را تلونکي کال کې ۶ میلیارد ډالره کم شي چې د تهران لپاره یې د بودجې او پروژو د عملي کولو او د شاه د پلانونو د عملي کولو په برخه کې لویې ستونزې جوړولې، ځکه چې شاه ګڼ پرمختیايي پلانونه او د نظامي پراختیا هیلې درلودې. علم په دې مشکوک شو چې د امریکې د بهرنیو چارو وزیر ددوی تر شا ډبل ګیم یا دوطرفه لوبه لوبوي .
د جنورۍ میاشتې په لومړیو کې، کیسنجر او علم لندن ته ولاړل چې د ایران د مالیې له وزیر هوشنګ انصاري سره په پټه ناسته تر سره کړي. د ایران مالي بحران په ژوره توګه د پراخېدو ګواښ را منځ ته کړی و او له کبله یې د امریکا د ملي امنیت په موخه هم منفي اغېز پرېښود.  د واشنګټن هغو پلانونو ته هم خطر بلل کېده، چې په فارس خلیج کې یې د خپل متحد ایران په مټ په پته له نظامي اړخه درلودل او د پراخولو په درشل کې و. بلخوا ایران په دې وروستیو کې د امریکې هغو غوښتنو ته مثبت ځواب ور کول کم کړي وو، چې په انګولا کې کمونست  ضد ګوریلايي یاغي ځواکونو ته د مرستې یو چینل باید پیاوړی او منظم وساتي.  په لند ن کې د امریکايي او ایراني استازو تر منځ د دغو پټو خبرو اترو پایلې هم خوندورې نه وې. د جنورۍ په ۲۴مه د شنبې په ورځ د کیسنجر مرستیال جوزف سیسکو د ایران د مالیې له وزیر انصاري سره یو ځل بیا خبرې اترې وکړې او د خپلو دغو خبرو اترو لنډ جزییات یې په واشنګټن کې د بهرنیو چارو وزارت ته تېلیګراف کړل. هغه کیسنجر ته رپوټ ور کړ چې ایرانیانو سخته نا هیلي څرګنده کړه چې  د تېلو د تر سره شوې دوه اړخیزې معاملې شرایط لا تر اوسه په واشنګټن کې نه دي وروستي شوي. هغه سیسکو ته وویل چې، هغه په دې باور دی سره له دې چې  یوه مهمه برخه  (. . . تخفیف)  لا پاتې دی چې باید کار پرې وشي خو هغه ددې میاشتې په لومړیو کې په لندن کې له ښاغلي کیسنجر او هلمز سره یوې پایلې ته رسېدلي. انصاري یو ځل بیا له کیسنجر سره د لیدو کاتو وړاندیز وکړ، خو دا ځل په نیویارک یا هم په بهاماس کې چې تمه یې وه هغه به په روغتون کې له بسترېدو وروسته نوې ساه اخیستې وي. انصاري تمه در لوده، چې هغه به د شاه د وروستي تایید لپاره د تړون مسوده ټوله بشپړه کړي. په همدې ورځ په تهران کې، علم د امریکا له سفیر ښاغلي هلمز سره وکتل، چې د تېلو د تولید او بیې په اړه خبرې ورسره وکړي. هلمز وویل، هغه په دې پوهیږي چې ایران په اقتصادي برخه کې له څومره ستونزو سره لاس او ګریوان دی او ژمنه یې ورسره وکړه چې هغه به له خپله اړخه په دغه برخه کې ټوله هڅه کوي.
یوه اونۍ وروسته، د جنورۍ په ۳۰ نېټه، هوشنګ انصاري کیسنجر ته تېلیفون وکړ چې د ایران لخوا په دغه معامله کې د بیړې لېوالتیا ور په یاد کړي. کیسنجر دغه خبرې اترې ثبت کړې. ښاغلي انصاري وویل: « تاسو پوهیږی چې په لندن کې زموږ او ستاسو په وروستۍ ناسته کې  ـــ هلته له ډېرو زیاتو ستونزو سره مخ شو، زه بښنه غواړم، حالات هغه ډول چې موږ یې تمه او هیله لرو په ښه او چټک ډول پر مخ نه ځي ځکه چې زه نه پوهېږم چې ستاسو په اړخ کې په دې تړاو څه ستونزه موجوده ده، خو زه داسې احساسوم چې موږ او تاسو باید سره ووینو او دا چاره په ګډه پرمخ بوځو.» کیسنجر په ځواب کې ورته وویل چې: « ډېر ژر به سره ووینو، زه پوهیږم چې تاسو غواړئ چې را تلونکې اونۍ (چارلیس را بینسون) ووینئ. کله چې تاسو له هغه سره خبرې وکړې بیا به موږ او تاسو سره ووینو او دواړه به  په دې اړه ډیرې خبرې وکړو.»
کیسنجر هم له ایران سره په معاملې کې اوس د پخوا په څېر لېواله نه برېښېده. هغه دا عادت درلود، له هغه چاسره به یې چې خبرې کولې هغه ته داسې وښيي هغه څه چې دی یې تمه لري چې وایې وري او یا یې د ترلاسه کولو اړتیا لري، هغه څه دي چې هغه یې ور څخه تمه لري. یو وخت کیسنجر له شاه سره د تېلو د یوې معاملې پرسر دومره خطرناکې خبرې نه کولې، خو دا ۱۹۷۶ کال و نه ۱۹۷۲ کال، او په واشنګټن کې د نیکسون له تلو سره سیاسي ما حول بدلون کړی و. سره له دې چې کیسنجر له وخت سره بدلون نه و کړی. ولسمشر نیکسون هغه ته پوره واک ورکړی و، چې د امریکې بهرنۍ پالیسي هغه تنظیم او برا بره کړي. خو جیرالډ فورډ په ډله ییز کار (ټیمورک)، اقتصادي مسئلو او تېلو د بیو له اړخه له رامنځ ته شوي کړکېچن وضیعت څخه په وتلو ډېر ټینګار کاوه. بهرنۍ اقتصادي پالیسي د امریکا د څو پیاوړو شخصیتونو لکه سایمون، زیرب او ګرینسپن د هڅو او منډو له برکته پیاوړې شوې وه .
د ۱۹۷۶ کال په جنورۍ کې کیسنجر په دې پوهېده، چې هغه باید ټولې هغه ژمنې تر سره کړي چې د ایران له شاه سره یې کړې دي. تر دې مهاله هغه وېرېده چې که شاه په دې پوه شي، کېدای شي د ایران د تېلو د ثروت د کارونې او د خپل ۴۳۶ زره پیاوړو وسله والو ځواکونو د پیاوړتیا لپاره نور دوستان پیدا کړي. دا د کیسنجر لخوا کومه غیر منطقي وېره نه وه. شاه مصمم و چې د امریکا پښې جګړې ته ورکش کړي. هغه نوره بښنه نه غوښته .
هغه د ۱۹۷۶ کال په لومړیو کې امریکايي خبري اژانس او د نړیوال رپوټ په نوم رسنۍ سره په مرکه کې امریکايي چارواکو ته خورا تند خبرداری ورکړ:« که تاسو هڅه کوئ، چې  زما د هیواد په وړاندې غیر دوستانه چلند وکړئ، نو موږ به دې هم په ډېر بد ډول ډز درکړو. نه یوازې د تېلو له لارې، بلکې موږ به په ټوله سیمه کې تاسو ته خطر پیښ کړو. که تاسو پر موږ فشار راوړی چې موږ خپله ملګرتیا بدله کړو، عکس العمل به د اټکل وړ نه وي . . . . د امنیت د درواغو احساس به تاسو له منځه یوسي .»
 
بلاخره هغه وروستۍ نقطه د فبرورئ په ۱۱ نیټه را ورسېده چې کله کیسنجر د ولسمشرۍ هغه یاداښت لاسلیک کړ، چې د هغه د مرستیالانو سیسکو او ارټرون نظرونه یې منعکس کړل. کیسنجر ولسمشر فورډ ته وویل :«په تېرو ۶ تر اتو میاشتو کې د ایران شاه دې پایلې ته ورسېد، هغه ډرامټیکه کینه چې په ایران کې د هرې ورځې په تېرېدو سره د تېلو د عوایدو له کبله له ۱۹۷۳ کال را هیسې زیاتیږي، خو هغه عواید چې هغه یې تمه لري  تر لاسه به یې کړي، د هغو پرمختیايي ملکي او نظامي پروژو لګښتونو ته ځواب نشي ویلی چې شاه د پلي کیدو په موخه پلا ن کړي وو.» د ۱۹۷۵ کال په څلورمه ربع کې  د ایران د خامو تېلو صادرات د ورځې یو نیم میلیون بیرله کم شول.
 
 شاه دې ته په تمه وو چې د ولسمشر فورډ اداره به له هغه سره د رامنځ ته شوې مالي خلا(تشي) د ډکولو په برخه کې مرسته وکړي. «په تیرو څو وروستیو اونیو کې شاه په مستقیم او غیر مستقیم ډول موږ ته  یو لړ داسې اشارې را کړې چې هغه د امریکې ددغه حکومت د مرستو د ترلاسه کولو په لټه کې وو، د همدې لپاره هغه په ایران کې د تېلو په صنعت کې بوختو کمپنیو باندې فشار راوړ، چې دایران ډیر تېل واخلي. په دې تړاو یاداښت ولولئ. «هغه وړاندیز وکړ چې که د ایران  د تېلو عایدات زیات نشي او د هغه د پلان شویو پروژو لپاره کافي لګښت برا بر نشي کړی هغه کیدی شي د خپلو مالي منابعو  د وړتیا د لوړ والي  او ښه تنظیم  لپاره خپلې بهرنۍ پالیسۍ ته له سره کتنه وکړي.» کیسنجر په ډاګه کړه، چې د ایران د خامو تېلو لپاره په لویدیځ  کې تقاضا کمه شویده  او له کبله یې د ایران عواید او د تېلو صادرات  ډیر کم شویدي. دې کار موږته دا  نا ممکنه کړې چې  موږ د ایران د تېلو د عایداتو د لوړیدو په برخه کې مرستندویه ثابت شو او یا وکولی شو چې د هغوی لپاره ښه اخیستونکي شو. » پر دې سر بیره، کیسنجر دا روښانه کړه، چې د امریکې متحده ایالتونه نشي کولی په حساسو مسلو کې داسې مرسته وکړي چې له کبله یې شاه ددې وړ شي، چې وکولی شي د امریکې د نظامي وسلو او وسایلو د اخیستو وس پیدا کړي.
 
د کیسنجر یاداښت پاڼه د هغه لومړنی اعتراف وو چې دامریکا د وسلو د اخیستو د معاملې له کبله د ایران اقتصاد د دړې وړې کیدو پولې ته ورسید. هغه وویل «موږ دا یاداښت کړه چې د شاه لخوا  دا ناڅاپي تصمیم چې د دفاعي پراختیا پروګرام  به کموي او یا به یې کرار کوي، دا کیدی شي د ایران د اقتصاد د پیاوړتیا په برخه مثبت ګام او نښه وه چې ایران ته یې ددې اجازه ور کوله چې د بنستیزو
 
پروژو په برخه کې پام زیات اوایران د پرمختیا په سړک روان شي. » کیسنجرپه هغو خلکو ډیر زیات اغیز لاره چې استدلال به یې کاوو چې د شاه بې بندو باره یا تر اندازې زیات لګښت بیخي ډیر شوی او اوس دا د امریکې په ګټه ده، چې وګوري ایا شاه د خپلو نظامي لګښتونو د پوره کیدو لپاره چې د ایران په اقتصاد یو ستر پیټۍ وو څومره عواید لري. کیسنجر استدلال کاو، چې «هغه زیان چې هڅې محدودوي، ددې لپاره وو چې شاه ته بیا ډاډ ور کړي چې له هغه سره د مرستې په برخه کې زموږ ناتواني په دې مانا نه ده چې  په ایران کې زموږګټې کمې شویدي  او یا له ایران سره زموږ په ځانګړو اړیکو کې کموالی را غلی دی.» هغه وړاندیز وکړ چې ولسمشر دې شاه ته یو لیک واستوي  او هغه ته دې اړین ډاډ ور کړي. ښاغلي فورډ ته د کیسنجر یاداښت لومړی د ملي امنیت سلاکار برنټ سکو کرافټ دفتر یا میز ته واستول شو .
 
هغه څه چې کیسنجر وروسته تر سره کړل هغه د منطق قوانین وو. هغه بیرته لندن ته ولاړ چې په رایټز کارلټون کې د ایران د مالیې له وزیر هوشنګ انصاري سره په یوه سهارنۍ میلمستیا کېګډون وکړي. کیسنجر کیدی شي دا تمه در لوده چېښاغلي انصاري ته د امریکې د متحدو ایالتونو د پالیسیو د بدلون په اړه معلومات ور کړي  او دا ورته ووايي چې د امریکې اداره په دې باور ده چې د ایران اقتصاد د وسلو د اخیستو د کمښت له کبله له دغه ساړه حالت څخه وتلی شي. دا هغه څه وو چې هغه تر سره نکړل. لکه د شاه ډاکټران، مرستیالان یا سلاکاران او د هغه د کورنۍ غړي، کیسنجر په دې  باور نه وو چې شاه د رښتیا د اوریدو وړتیا لري. اجازه را کړئ، چېیوازې د هغوی له منطق سره معامله وکړو. له ښاغلي انصاري سره د کیسنجر شخصي ناسته ډیره غیر مهمه او پټه وساتل شو ه او هڅه وشوه چې رسنۍ په دې اړه خبرې نشي. په رایتز کارلټون کې له کیسنجر سره د هغه مرستیال چارلیس را بینسون هم ملګری وو، هغه ددغې دوه اړخیزې پټې ناستې د مهمو ټکو په اړه واشنګټن ته یو مهم  رپوټ ور کړ .
 
دښاغلي را بینسون د رپوټ پر اساس، د ایران د مالیې وزیر د امریکې د بهرنیوچارو وزیر ته وویل چې په ایران کې د مالي بحران اندازه یا کچه په ډاګه شویده. د ایران د تېلو عواید د پخوا پرتله کم شویدي. د تېلو لویدیځې کمپنۍیوازې۳،۳ میلیون بیرله تېل هره ورځ له ایران څخه اخلي. انصاري ومنله چې دې کار د ایران د پهلوي شاه لپاره ستونزې پراخې کړي او هغه یې په دېټینګ کړی چې دایران د خامو تېلو بیې همداسې لوړې وساتي  او پر بنسټیې وکولی شي خپلې ستونزې را کنټرول کړي. د ایران حکومت تمه لري چې «د تېلو په کمپنیو فشار راوړي چېیو ځل بیا د تېلو ورځنی خرڅلاو ۴،۹ میلیون بیرلو ته لوړ کړي. ها خوا کیسنجر او هوشنګ انصاري دواړو ومنله چې، د تېلو دوه اړخیزه معامله  اوس د خبرو اترو دویم کال ته ور دننه شوه او دوی ونه توانیده چې په دغه برخه کېیوې حل لارې ته سره ورسیږي. هغه (کیسنجر) شاه ته د یوې  داسې مالي معاملېیا لارې وړاندیز وکړ چې هغه له  دغه اوسني حالت څخه را بهر شي. د را بینسون اسناد ښيي چې کیسنجرد وخت د بچت کولو لپاره لوبه کوله. هغه ظاهرا حیران شوي انصاري ته وویل چې په واقیعت کې دغه معامله د ولسمشر فورډ لخوا تر اوسه نه ده منل شوې. هغه ان لا هغه مهال دروغ وویل، چې ددغه تړون په برخه کې له ایران سره  د نورو خبرو له تر سره کولو او د تړون مخته بیولو چاره د کانګریس تصویب او لارښوونې ته اړتیا لري، داسې نه وو، خو موږ مجبوره وو چې دا بهانه را مخې ته کړو. هغه وویل، ایرانیان باید د هغو تېلو بیې  را ټیټې کړي چې امریکا یې غواړي له ایران څخه واخلي .
کیسنجر ښاغلي انصاري ته  ظاهرا د لومړي ځل لپاره دا معلومات و رکړل چې «د واشنګټن او تهران تر منځ د تېلو له دغې معاملې سره د سپینې ماڼۍ په دننه کې بییل سایمون، رامزفیلډ، زیرب او باب السورټ  ډیر سخت مخالف دي. انصاري له کیسنجر سره ومنله چې «موږ باید په دې برخه کې بیړه ونکړو او د اوس لپاره په دغه پروګرام تینګار ونکړو او مخکې تر دې چې ددغې معاملې په برخه کېیوې پایلې ته ورسیږو‎ باید‎ زیرب، السوورټ او را مزفیلډ  ته هم د تړون اړتیا ور په ګوته او د هغوی قناعت پرې تر لاسه شي.» پرهمدې مهال ددې لپاره چې له شاه سره مرسته وشي باید د هغه دفاعي اړتیاوو ته ځواب وویل شي او د هغه نظامي ملاتړ ته دې دوام ور کړل شي .
 
کیسنجر د ایران له باچا سره ومنله چې« د بهرنیو چارو د وزارت چارواکي به په پټه د امریکې د دفاع وزارت له  مخکښو تړون کونکو سره وګوري او دوی به وهڅوي چې له ایران سره د تېلو د تر لاسه کولو په برخه کې داسې معامله تر سره کړي چې د تېلو په بدل کې ایران ته وسلې ور کړي. کیسنجر او انصاري دارنګه تصمیم ونیو چې باور د را منځ ته کولو ګامونه به پورته کوي چې بلاخره له کبله یې د ایران او امریکې تر منځ اړیکې بیرته ښې شي او د دواړو تر منځ را کړه ور کړه بهتره شي. کیسنجر ژمنه وکړه چې د ښاغلي انصاري او ولسمشر فورډ تر منځ  د مخامخ کتو زمینه به برابروي، چې دوی دواړه وکولی شي په یو لړ مهمو مسلو، له هغې جملې د ایران د نظامي وړتیاوو د پراخولو د ملاتړ په اهمیت  بحثونه سره وکړي. له ولسمشر فورډ سره د ښاغلي انصاري د کتنې په خوا کې  به پلان داسې برا بر کړو، چې هغه له رامزفیلډ، السوورټ  او زیرب سره د ماښام یوه لنډه میلمستیا کې ګډون وکړي او موخه داده چې دغه لیدنه ددې سبب شي چې له ایران سره زموږ د اړیکو د ښه کیدو په برخه کې ور سره یو احساس پیدا شي او دوی هم وغواړي چې له تهران سره د تېلو او وسلو معاملې بیا نور مال حالت ته ورسیږي.»
د نه باور وړ خبره خو لا دا وه چې، کیسنجر وروسته په دغه لیدنه کې ښاغلي انصاري ته ډاډ ور کړ چې هغه اوس هم په لوړه کچه د ایران د دفاعي لګښتونو له پلان او بهیر څخه ملاتړ کوي. دا یو داسې حال او وینا وه چې په بشپړه توګه د هغه له هغو څرګندونواو سپارښتنو سره په ټکر کې وه، چې ولسمشر جیرالډ فورډ ته یې د فبرورئ په ۱۱ څلور ورځې مخکې په خپل یاداښت لیک کې کړې وې. رابینسون ښاغلي کیسنجر ته وویل:« تاسو د ایران د مالیې د وزیر نظر تایید کړ چې باید د ایران د تېلو صادرات ددې لپاره لوړ وساتل شي چې تهران وکولی شي چې د امریکې د متحدو ایالتونو د نظامي وسایلو داخیستو لپاره اړینه پانګه پیدا کړي.» ټوله خبره دا نه وه. ددغې پټې ناستې په پایله کې یاداښت نیونکي دواړه وزیران د ښاغلي انصاري په غوښتنه دوه په دوه یوازې خوشې کړی شول چې دوی په خپلو شخصي مسلو خبرې اترې سره وکړي .
د هغو «شخصي مسلو» طبیعت چې څو اونۍ وروسته د کیسنجر او انصاري تر منځ د ثبت شوي تېلیفوني اړیکې په لړ کې په ډاګه شوې داسې وه، چې  انصاري له کیسنجر څخه پوښتلي وو چې «ایا په شخصي ژوند او کار کې دې هرڅه سم روان دي ؟»
کیسنجر ځواب ور کړ: « فکر کوم هو بد نه دي.»
انصاري وپوښتل چې:« ایا سوداګر دې یو ځای سره را غونډ کړل .»
کیسنجر ورته وویل:«هو »، هغه نو دغه موضوع خوشې کړه او بلې موضوع ته یې ور ټوپ کړل. موږ تر اوسه نه پوهیږو چې د ښاغلي انصاري موخه د شخصي سوداګرۍ په وړاندیز کې څه شامل وو او  موخه یې څه وه. او دا هم نه ده معلومه شوې چې د سوداګرو په را یو ځای کولو کې د امریکې د بهرنیو چارو د وزیر  مرسته ولې اړینه وه. » او یا په څه ډول دغه ډول معامله کیدی شي دایران په اړه د امریکې د متحده ایالتونو په بهرنۍ پالیسۍ اغیز کوي.
دا دومره ساده خبره نه ده، چې د هنري کیسنجر په څیر د ما هر متخصص  انګیزه او احساس دې تفسیر او یا دې څوک پرې پوه شي. هغه څه چې موږ پرې پوهیدی شو دادي، چې د ۱۹۷۵-۷۶ کال په ژمي کې د ولسمشر فورډ د بهرنۍ پالیسۍ ډلې د ایران د مالي وضیعت د خرابیدو په اړه  خبر دارئ ور کړ. شاه په ډیرې ارامۍ سره په دغه برخه کې مخته روان وو. د امریکې د بهرنۍ پالیسۍ ډله په دې پوهیده چې د امریکې د وسلو د خرڅولو چاره د ایران ملکي اقتصاد چې ډیر زیات مرکزي او په بشري مسلکونو ولاړه دی، خرابوي.  په ۱۹۷۲ کال د نیکسون لخوا شاه ته د امریکا د وسلو د اخیستو په اړه د سپین چک و رکړه په همغه مهال د ایران اقتصاد په بالقوه ډول له دړې وړې کیدو سره مخامخ شو، خو په څه ډول کولی شو دغه حالت ودروو؟  شاه دا خبره روښانه کړه، چې که د امریکې د متحدو ایالتونو لخوا پر تهران د وسلو پر پلور محدودیتونه ولګول شي؛ نو دا به دوی ته په دې ما نا وي چې واشنګټن په خپل یوه پیاوړي متحد باور له لاسه ور کړی .
برنټ سکوکرافټ په یاد راوړي چې «اوس پوښتنه داوه چې ایران څه ته اړتیا لري، دوی څه غواړي،  او دا یو ډول پیچلی حال وو چې ښه ارزول شوی وای. زه فکر کوم موږ ددې لپاره اندیښمن وو چې د وسلو بیې په پورته کیدو وې او اخیستو یې ډیرې پیسې غوښتي چې د ایران د بودیجې وس نه ور ته رسیده او شاه د امریکايي وسلو د تر لاسه کولو لپاره کافي پیسې نه در لودې او همدا خبره موږ ته د اندیښنې وړ وه. خو پوښتنه داده چې موږ له دغې موضوع سره څه ډول چلند وکړو؟ هغه ستونزه چې د ولسمشر فورډ اداره پر ایران د وسلو د خرڅلاو په تړاو ور سره مخامخ وه داوه چې «که تاسو شاه ته ووایاست چې موږ نه غواړو تاسو(شاه) ته کافي وسلې ور کړو، داخبره هغه ته داسې بریښي لکه چې موږ له هغه سره خپل ملاتړ کموو او غواړو چې په هغه به دې ډول فشار راوړو . »
د ایران نظامي پراختیا  او سمبالیدل تر هغه ډیر مخې ته تللی وو، چې نیکسون  او کیسنجر یې فکر کاو و او یا یې قصد درلود. خو هغه خطر چې شاه نه پرې پوهیده، هغه ددغه بهیر دریدل وو. سکوکرافټ وویل « هغه هڅه کوله چې په نظامي برخه کې ډیر څه، ډیر ژر او د تل لپاره  ترسره کړی.» ولسمشر فورډ ته د کیسنجر په یاداښت پاڼه کې وړاندیز شوی وو، چې په یوه مشخص مهال کې دې د ایران د ډاډمن کولو چاره تر سره شي چې که د تېلو له درکه د هغه عواید کمیږي نو بیا به هم امریکا ور سره وي. دلته له وزیر انصاري سره، هنري کیسنجر ژمنه وکړه، چې لا هم هغې خبر ته کلک ژمن دی، چې له شاه سره به مرسته کوي چې د تېلو خپل عواید لوړ کړي او د وسلو د اخیستو په برخه کې خپل لګښتونه پوره کړي. د کیسنجر د ډاډ ور کولو په پایله کې، شاه ظاهرا دا سې احساس کړه، چې په کور دننه د مالي لګښتونو د کمولو یا تنظیمولو د طرحې عملي کولو ته اړتیا نشته. هغه له دې ژمنې سره سم هغه لارښوونې بیا تازه کړې چې د نظامي وسایلو او وسلو د اخیستو لپاره یې کړې وې، ځکه هغه تمه در لوده چې په راتلونکي کې به د تېلو د بیو په برخه کې په یوه بل پورته کیدونکي ګذار سره هر څه برا بر کړي. خو ولې کیسنجر ولسمشر فورډ ته یو څه وویل او ښاغلي انصاري ته بیخي برعکس بل څه؟ سکو کرافټ په ډیر ډارونکي ډول ددغو مسلو شاهد وو:« دغه مسایل او موضوعات په ډیر دقیق ډول نه وو همغږي شوي، لکه چې تاسو یې لیدلی شئ، ځکه چې موږ د خپل ځان پرضد لوبه  لوبوله.»