خوب وینم (پنځه ییز مخمس)

 
خــوب وینم ملګرو چې روان د کور په لور وم       *      ځمه خپل وطن ته تښتیدلی له دې ګور وم
خپل وطن مې شمع زه پتنګ پرې سوی سکور وم* اوسم په جنت کې خلاص د نورو له پیغور وم
خوب وینم شېرشاه دی تر بنګاله(۱)رسیدلی         *         ځکه یې مغل دی له ډیلي په زور شړلی
 دا هغه فرید دی چې د تورې یې نوم تللی         *        بیا یې د پښتون نوم تر آسمانه رســــولی      
خود به یې ستایم لکه بلبل ته به په شور وم
  ځمه خپل وطــــن ته تښتیدلی له دې ګور وم
خوب وینم کنړ کې سکندر(۲) په وینو سور وي *  اور وي ورته اور وي د پښتون ځمکه تنور وي
بل خوا هند ته وړی محمد(۳) داسلام نور وي   *     مات یې پریتوي راج(۴) او ګاندي رای(۵) د مټ په زور وي
یو ځای ورسره زه په لښکرو کې د غور وم
  ځمه خـــــپل وطن ته تښتیدلی له دې ګور وم
خوب وینم ایمل(۶) دی چې دښمن یې سرنګون کړ  *    خړ خېبر په وینو د مغلو یې ګلــګون کړ
ننګ ناموس یې واړه خدای په لاس کې دپښتون کړ    *    ځکه اورنګ زیب یې سینه سوی پوخ لړمون کړ
غشي وو نېزې وې شرنګ د تورو  په آس سپور وم
  ځمه خپل وطن ته تـښـتـیـدلــــــــــــــی له دې ګور وم
خوب وینم خوشال(۷) توره او ډال کاږه بریتونه        *        کاږي د چنګیز له اولادونو ظالم زړونه
اخــــــلي لنګ وهلـــــو نه په زوره قلــــنګـــــونــــه      *     واړو وطــــــن فروشو نه وهي غدار سرونه
مل وم ورسره زه اخیستونکی د خپل پور وم
  ځـــمه خپل وطن ته تښتیدلی له دې ګور وم
خوب وینم خټک دي چې ختلي په نو ښار دي      *        لوټ یې نو ښار کوټ، هم یې مغل واړه پدار دي
پرې یې ډیر سرونه له غلیم څخه بې شمار دي       *      هم یې د دښمنو کپرۍ امبار امبار دي
زه په ننداره د پرې سرونو لور په لور وم
  ځمه خپل وطن ته تښتیدلی له دې ګور وم
خوب وینم میرویس(۸) دی د ګرګین وینې بهیږي * ګوره شاه اشرف ته چې ترکان(۹) ترې نه لړزیږي
لاندې یې ایران دی هم تـزار ورته خمیږي       *     خدایه پښتنو کې داسې څوک بیا پیدا کیږي؟
زه یې هم ملګری هم عزیز او هم یې ورور وم
  ځمه خپل وطن ته تښتیدلی له دې ګـــــور وم
خوب وینم میدان د پاني پت لوی احمدشاه(۱۰) دی   *        لور په لور سرونه ګوره څه عالم تباه دی
پښو کې د بابا مو پریوتلی هر راجا دی          *      بل خوا سلامی ورته ګنګا او هم جمنا(۱۱) دی
زور هم له رستم وم پهلوان یو په څلور وم
  ځمه خپل وطن ته تښتیدلی له دې ګور وم
خوب وینم چې یو شي کندهار اټک خېبر بیا    * خیږي د پښتون په کور کې دا د وحدت لمر بیا
وي له بدخشانه تر بنګال زموږ لښکر بیا      *     سر چې څوک کړي پورته تن یې وي نه یې وي سر بیا
هر یوه سر کښ ته سره لمبه لکه د اور وم
  ځمه خپل وطن ته تښتیدلی له دې ګور وم
خوب وینم روان وم لکه باز پاس هوا کې      *         کوز شم له آسمان، لکه بلبل د باغ پخوا کې
وشړم زاغان زه له ګلزاره په بیدیا کې           *              وايي ښه راغلی زخمي ګلونه په ژړا کې
زه شمه طــــبیب د ټپي ګلو په ټکـــــور وم
  ځمه خپل وطن ته تښتیدلی له دې ګور وم
خوب وینم ساقي وي میخانې وي پیمانې وي     *     شور وي او مستي وي مطربان او ترانې وي
شرنګ وي د جامونو هرې خوا ته یارانې وي     *    ماتې د زمریانو پښو کې تورې زولنې وي
ګـــرځمه سر شار په رستمانو باندې زور وم
  ځمه خپل وطن ته تښتیدلی له دې ګور وم
خوب وینم چې پیغلې ګودرونه او منګي وي  *  سره یې وي لاسونه سپین رخسار سره اننګي وي
شور یې د پایزیبو امیلونه لونګي وي         *          درومي په غرور دا پښتنې ډیرې ننګي وي
زه یې په دیدن باندې نشه لکه میخور وم
  ځمه خپل وطن ته تښتیدلی له دې ګور وم
خوب وینم په یون ومه په شانې د بلبل بیا      *           ځمه زه په لوري د هغه ښکلي کابل بیا
ښکلی پسرلی وي غوړیدلی ګلاب بیا        *     وي غُنچې د پیغلو په اوربل او په منګول بیا
نه وي پردیسي زه په خپل کور کې د خپل کور وم
  ځمه خپل وطن ته تښتیدلی له دې ګـــــــــــور وم
خوب وینم چې یار وي هم بهار وي سره ګلونه    *  ګرځو په ګُلشن کې لاس په لاس کړو آتڼونه
نه وي محتسب مفتي قاضي ورک یې نومونه     *      نه وي هلته ویره نه وي زور نه وي مرګونه
خپل صنم مې روح وي زه یې هم د سترګو تور وم
ځمه خــــــپل وطــــن ته تښتیدلـــی لـــــدې ګور وم
۲/۵/۱۳۷۸،ه،ش، محمدانور(آڅړ)
داوکراین د ادېسې ښار
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱)ـ د شېرشاه اصلي نوم فرید خان، په قوم سوري دی، هغه مهال چې نوموړي په ځنګل کې زمری وواژه نو د (شېرشاه) لقب یې تر لاسه کړ، شېرشاه لومړۍ بنګال او بـیهار ونیول او وروسته یې له همایون مغل څخه د ډیلي پاچاهي ونیوله.
(۲)ـ د (مقدوني سکندر)، پوځونه چې کله د هندوکُش له غرونو څخه اوښتل نو سختې ستونځې ورته پېښې شوې، د کنړ د اسپاسي قوم خلکو سخته میړانه وکړه او سکندر ورته حیران پاتې ؤ، په دې جګړو کې سکندر او د ده درې جنرالان ژوبل شول دغه جګړې سکندر وارخطا کړی ؤ.
(۳)ـ محمدغوري، معزالدین غوري او شهاب الدین غوري د یو مقتدر افغان پاچاه نوم دی.
(۴)ـ  (پریتوي راج) د هندوستان یو اتل او نګیالی راجا ؤ چې د سلطان محمدغوري څخه یې سخته ماتي وخوړه او د جګړې په ډګر کې ووژل شو.
(۵)ـ (ګانډي رای) چې په هاتي(فیل) باندې سپور ؤ دمحمد غوري د جګړې په ډګر کې د سلطان محمد غوری مقابلې ته پخپله راوړاندې شو، سلطان په نوموړي باندې داسې سخت ګزار وکړ چې د هغه غاښونه یې ورمات کړل.
(۶)ـ ایمل خان مومند او دریاخان آپریدي له مغلو څخه ډېر غنیمتونه اولجه کړل د مغلو(۴۰،۰۰۰) پوځ تار په تار شو د مغلو د یوه سردارمحمدآمین خان او نورو ښځې پښتنو ته په لاس ورغلې.
(۷)ـ د خوشال بابا لومړنی جګړه دا وه چې د مغلو د نوښارکوټ په کلا یې برید وکړ د مغلو عسکر یې ووژل او کلا لوټ او غنیمت شوه، وروسته لدې مغلو خوشال بابا ته ډېر عذرونه وکړل.
(۸)ـ ګُرګین د نشې په حالت کې میرویس نیکه حلال(ذبحه) کړ... .
(۹)ـ شاه اشرف د عثماني ترکانو اُردو د ایران په سرحد کې د څو ساعتونو په جریان کې تباه کړه، د شاه اشرف سپاه سالار سیدال خان د روسانو پوځ ته ماتي ورکړه او د روسیې امپراتور دوم پیتر سولې ته اړ کړ.
(۱۰)ـ د هند د پاني پت په ډګر کې (۱۷۶۱ز )کال د مرهټانو او احمدشاه بابا ترمنځ جګړه وشوه او بابا میدان وګټلو.
(۱۱)ـ ګنګا، جمنا د هندوانو سپیڅلي سیندونه دي.
په (اورونو کې مزلونه) له یونلیک څخه؛ خپرندوی هلمند آڅړ