کلتوري(فرهنګي) ترهګري/ څلورم څپرکی؛ دریمه برخه

 

محمدانور(آڅړ)
 
 نیټه: ۲۷/۱۲/۱۳۹۳،ه،ش
د بامیانو د بودا مجسمو ورانول، تاریخي شالید،(پسمنظر)؛ تاریخي آثار د اسلامي شریعت له نظره؛ شعر:
د بامیانو دغه بې مثاله مجسمې چې د افغان اولس تاریخ او هنر په کې نغښتی ؤ، هغه وخت د پردیو په د ستور او د هغوی د ګوداګیانو په وسیله په بشپړه توګه ونړول شوې چې د طالبانو مشر ملامحمدعمر خپل د دفاع وزیر ته وویل چې مجسمې ورانې کړي، ملا وزیر صاحب په بامیانو کې خپلو جنګي ځواکونو ته امر وکړ چې د مشر ملا صاحب حکم پلی کړي، ځایي ځواکونو د مجسمو له ورانولو څخه ډډه وکړه، او وروسته د دفاع وزات لخوا له کابل څخه ځانګړی ځواکونه چې عرب او چیچن یاغیان وو ورولیږدول شول.(بي، بي، سي، رادیو)او د ټانکونو او توپونو په ډزو یې د مجسمو ورانول په ۱۲/۱۲/۱۳۷۹،ه،ش نیټه په ډېرې بې رحمۍ سره پېل کړل او تر څو ورځو پورې یې د بودا په بې روحه او بې ضرره مجسمو باندې د درندو وسلو ډزې روانې وې.
د طالبانو دغه ترهګر عمل په ټولې نړۍ کې شور او زوږ راپورته کړ د نړۍ خبري رسینو نارې سورې وهلې چې دا د بشریت میراث دی دا د ټولو نړیوالو حق دی دا د یوه هیواد حق نه دی خو په عمل کې هېڅ یوه هیواد او بین المللي ادارې مداخله ونه کړه تر څو خپل میراث له ورانولو څخه وژغوري تر هغې چې مجسمې په کامله توګه ورانې او ویجاړې شوې!!!.
وروسته همدغو ورانکارانو د بودا د مجسمو ماتې ټوټې پاکستان ته په لویو لویو موټرو کې د خرڅولو لپاره یوړلې  چې په دې ترتیب یې خپلې ډول ډول ترهګریزې کړنې نړیوالو ته ښکاره کړې.
د بامیانو مجسمې د نړۍ تر ټولو ستر ترهګر(ظالم) چنګېرخان هم ماتې نه کړې په داسې حال چې د بامیانو په سیمه کې نوموړي هر څه تباه کړل، هغه مهال چې د چنګېرخان لمسی(موتوجن) د چغتای زوی(۶۱۶ــ ۶۱۸،ه) چې په بامیانو کې ووژل شو نو مغلو د بامیانو ښار له هر اړخه وران او ویجاړ کړ، سړي، ښځې او ماشومان یې ذبحه کړل، سپي، پشې او نور ټول ژوي یې ووژل، هر ډول نباتات یې له بېخه وایستل، کورونه، دیوالونه او ټولو ودانیو ته یې چاودنې ورکړې او دغه خاورې شوي ښار یې (دغمونو ښار)ونوماوه. (پښتانه د تاریخ په رڼا کې ص ۳۱۹)
ګوډ تیمور چې له چنګېزخان څخه په ظلم او افراط کې کم نه ؤ د بامیانو مجسمو(تیږو) او د مړو سره جګړه کول یې یو ناځوانه عمل بللی دی په دې اړه تیمور وایي: داسې ځای ته ورسیدو چې هغه ته یې بامیان ویل چې پخوا د نړۍ د لویو بُتخانو ځای ؤ او د لویو لویو بُتانو نښې تر اوسه پورې لیدل کیدلې چې د حجارې په وسیله یې له تیږو څخه بُتان را ایستلي وو، بُتان دومره لوی وو چې که غوښتلي دې وای چې هغه وران کړې نو ډېر وخت ورته په کار ؤ تر څو د هغوی پر ورانولو باندې بریالی شوی وای، هغه وخت چې زه بامیانو ته ورسیدم په بامیانو کې بُت پرستان نه وو، خو بُتان موجود وو، ما نه وخت درلود چې د بامیانو بُتان وران کړم او نه مې له دغه کار سره مینه درلودله، زه د ژونديو سړیو سره جنګیدلی یم او هېڅکله د بې روحه او بې ودې شیانو جګړې ته نه یم تللی، او د منجمدو تیږو سره جګړه کول له خپل شان څخه لېرې کار بولم، ما په سلکونو ژوندي انسانان په خاورو کې غورځولي(وژلي) دي خو هېڅکله د مړو جګړې ته نه یم تللی او تر اوسه مې یو د مړي مړیستون نه دی راسپړلی چې د چا جنازه له قبر څخه راوباسم او اور پسې واچوم او دا ډول عمل چې له هر چا څخه تر سره شي ناځوانه(ترهګر) عمل دي. (منم تیمور جهانګشای ص ۲۵۳)
تاریخي آثار د اسلامپه رڼا کې:
د بامیانو مجسمې د مسلمانانو لپاره د ځمکې پر مخ د یو باطل دین نښې وې او د مسلمانانو او نورو لپاره د عبرت او پند غوره اثار وو او د رښتیني خدای د ثبوت لپاره ډیر ښه دلیل ؤ په دې مانا چې د لوی خدای عبادت تر قیامته پورې کیږي او د باطلو خدایانو عبادت لنډمهالی وي لکه د بودا چې پخوا یې په بامیانو کې د بودایانو لخوا عبادت کیده او اوس یې څوک عبادت نه کوي.
د انسانانو لپاره د ځمکې پر مخ د تېرو خلکو د نښو نښانو په اړه الله(ج) په لاندې آیتونو کې څه ښه فرمایلي دي.
قُلْ سِيرُوا فِي الْأَرْضِ فَانظُرُوا كَيْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الَّذِينَ مِن قَبْلُ ۚ كَانَ أَكْثَرُهُم مُّشْرِكِينَ ﴿٣٠: ٤٢﴾
ژباړه: ووایه:«په ځمکه کې وګرځئ او وګورئ چې د پخوانیو خلکو عاقبت څنګه وو؟ چې اکثر د دوی مشرکان وو. (روم: ۴۲)
 أَوَلَمْ يَسِيرُوا فِي الْأَرْضِ فَيَنظُرُوا كَيْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الَّذِينَ كَانُوا مِن قَبْلِهِمْ ۚ كَانُوا هُمْ أَشَدَّ مِنْهُمْ قُوَّةً وَآثَارًا فِي الْأَرْضِ فَأَخَذَهُمُ اللَّهُ بِذُنُوبِهِمْ وَمَا كَانَ لَهُم مِّنَ اللَّهِ مِن وَاقٍ ﴿٤٠: ٢١﴾
ژباړه:ایا دوی په ځمکه نه دي کرځیدلي چې وګوري د هغو خلکو عاقبت چې پخوا له دوی څخه وو؟ هغوی له دوی څخه زیات ځواکمن وو او له دوی څخه یې زیاتې قوي نښې نښانې په ځمکه کې پرې ایښي دي، خو الله هغوی پر خپلو ګناهونو ونیول او له الله څخه د هغو ژغورونکی هېڅوک نه ؤ.(مومن: ۲۱)
أَفَلَمْ يَسِيرُوا فِي الْأَرْضِ فَيَنظُرُوا كَيْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ ۚ كَانُوا أَكْثَرَ مِنْهُمْ وَأَشَدَّ قُوَّةً وَآثَارًا فِي الْأَرْضِ فَمَا أَغْنَىٰ عَنْهُم مَّا كَانُوا يَكْسِبُونَ [٤٠:٨٢]
 ژباره: ایا دوی په ځمکه کې نه دي کرځیدلي چې د هغو خلکو عاقبت وویني چې له دوی څخه پخوا تېر شوي وو؟ (هغوی) له دوی څخه په شمېر کې زیات وو، له دوی څخه زیات قوي وو او په ځمکه کې یې له دوی څخه زیات ځلنده آثار پرې ایښي دي، کومه ګټه چې هغوی کړي وه، هغه د دوی د درد دوا نه شوه.(مومن: ۸۲)
د پورته آیتونو پشان په قرآن عظیم کې په لږ تفاوت سره لاندې آیتونه هم راغلي دي چې خلک دې ته رابولي چې د تیرو زمانو پاتې شوني وګوري او عبرت ترې واخلي او د یوه خدای (ج) عبادت وکړي.
(سورت،روم: ۹، آیت)؛(محمد: ۱۰)؛(نمل: ۶۹)؛(حج: ۴۶)؛(یوسف: ۱۰۹)؛(سورت العمران ۱۳۷ آیت)
 د مصر د فرعونیانو د سلسلې پاچاه (دوهم رامسس، ۱۲۷۹-۱۲۱۳، ق، م) چې ځان یې خدای بللی ؤ لوی څښتن د خلکو د عبرت لپاره د ده جسد د قیامت تر ورځې پورې د ځمکې پر مخ باندې خوندي وساتلو، الله تعالَی په دې اړه په سورت یونس ۹۲ آیت کې فرمایي:
فَالْيَوْمَ نُنَجِّيكَ بِبَدَنِكَ لِتَكُونَ لِمَنْ خَلْفَكَ آيَةً ۚ وَإِنَّ كَثِيرًا مِّنَ النَّاسِ عَنْ آيَاتِنَا لَغَافِلُونَ [١٠:٩٢]
ژباړه: نن ورځ به خلاصی درکړو تا ته په بدن سره لپاره د دې چې شې لپاره د هغو چا چې وروسته له تا راځي(لوی) آیت (دلیل د عبرت).
 لکه څرنګه چې الله تعالَی د ځمکې پر مخ د فرعون جسد د خلکو د عبرت لپاره ساتلی دی همدا شان په مصر کې نور لرغوني آثار، د بامیانو بُتان، په عراق کې د نمرود ښار، او په نړۍ کې د ټولو لرغونو توکو ساتل د بشر د عبرت لپاره ډېر اړین دي، لکه څرنګه چې دویم خلیفه حضرت عمر (رض) د مصر د فتح په ورځ ټول بُتان او نور تاریخي توکي محفوظ وساتل او چا ته یې د ورانولو اجازه ورنه کړه.
له بل پلوه الله(ج) موږ مسلمانان د نورو دینونو معبودانو ته له کنځلو کولو څخه منع کړي یو نو کله چې لوی څښتن موږ د کنځلو څخه منع یو ښکاره ده چې له ورانولو او ویجاړلو څخه هم منع یو.
 وَلَا تَسُبُّوا الَّذِينَ يَدْعُونَ مِن دُونِ اللَّهِ فَيَسُبُّوا اللَّهَ عَدْوًا بِغَيْرِ عِلْمٍ ۗ ﴿٦: ١٠٨﴾
 ژباړه: او کنځل مه کوئ (ای مومنانو) هغو (معبودانو) ته چې عبادت کوي دغه (کفارد هغو) بې له الله نو کنځل به وکړي دوی (هم) الله ته په ناحقه سره بې له پوهې. (انعام: ۱۰۸)
الله تعالی چې لوی عالم دی او د ده په شان بل عالم نشته نو په دې پوهیږي چې د مشرکانو معبودانو ته کنځل کول یا زیان اړول مسلمانانو ته ناوړه او خطرناک عواقب لري او ښکاره خبره ده چې د مشرکانو او یا نورو معبودانو ته چې هر ډول سپکې سپورې وویل شي او یا ویجاړول شي د هغوی پیروان خامخا غبرګون ښکاره کوي، سره له دې چې د بودا مجسمو د ماتولو په غبرګون کې بودایان زموږ خدای ته هېڅ ډول زیان نه شي اړولی، خو زموږ مقدساتو او مسلمانانو ته خو زیان رسولی شي، لکه د برما په هیواد کې، هغه وخت چې طالبان د بودا د مجسمو پر ورانولو لګیا وو تر(۵۰۰) تنو پورې مسلمانان شهیدان اوله (۱۵۰۰) تنو پورې ټپیان شول. (د بتانو هنګامه د حبیب الله رفیع لیکنه)
همدا رنګه د حوت په ۲۸/۱۳۷۹ه، کال تندرؤ هندوانو د ډیلي په ښار کې قرآن کریم وسوزولو او هم د هند د بـیـهارپه ایالت کې په تظهُراتو کې (۹) تنه مؤمنان او (۲) تنه پولیس ووژل شول، همدا شان د حمل په ۳/۱۳۸۰ه،ش،کال په هند کې د خیرالدین په دوه سوه کلن مسجد کې هندوانو د بودا د مجسمو د ماتولو په ځواب کې د خنځیر مرداره غوښه وغورځوله او هم یې څو ټوکه قرانونه وسوځول.(بی بی سی او امریکا غږ)
باید ووایو چې د مصر او قطر څخه راغلو علماوو همدغه ډول وړاندوینه کړي وه چې که تاسې د بودا مجسمې ماتې کړی نو پایله به یې د نړۍ مسلمانانو لپاره ډیره خطرناکه وي.
 طالبان چې له پوهې څخه ډیر لرې پاتې دي استدلال یې کاوه چې دا بتان ځکه ماتوو چې په پخوا زمانو کې یې عبادت شوی دی، د دوی دا دلیل له اسلامي احکامو، منطق او عقل څخه لرې دی، ځکه چې داسې ډېر څه شته چې په پخوا زمانو کې یې عبادت شوی دی لکه د لمر او سپوږمۍ، چې د هغو ماتول یا له منځه وړل ناشونی کار دی، او په دې تړاؤ قرآن عظیم د (سجدې سورت په۳۷ آیت) کې فرمایلي دي:
لَا تَسْجُدُوا لِلشَّمْسِ وَلَا لِلْقَمَرِ وَاسْجُدُوا لِلَّهِ الَّذِي خَلَقَهُنَّ إِن كُنتُمْ إِيَّاهُ تَعْبُدُونَ ﴿٤١: ٣٧﴾
ژباړه: لمر او سپوږمۍ ته سجدې مه کوئ بلکه هغه خدای ته سجدې وکړئ چې دا یې پیدا کړي دي که په رښتیا سره تاسې د هغه عبادت کوونکي یاست.
همدا رنګه د نمل سورت په ۲۴ ايت کې د بلقیس او د هغې د قوم په باب راغلي دي:
وَجَدتُّهَا وَقَوْمَهَا يَسْجُدُونَ لِلشَّمْسِ مِن دُونِ اللَّهِ وَزَيَّنَ لَهُمُ الشَّيْطَانُ أَعْمَالَهُمْ فَصَدَّهُمْ عَنِ السَّبِيلِ فَهُمْ لَا يَهْتَدُونَ ﴿٢٧: ٢٤﴾
ژباړه: ومې موندله دغه ښځه او قوم د دي چې سجده کوي دوی لمر ته بې له الله... .
او په لرغوني مصر کې لمر چې د (آتون یا، اخناتون) په نوم یې بللو هم عبادت ورته شوی دی. (تاریخ ادیان دوهم ټوک ص ۵۹۰)
دا شان د طالبانو یو استدلال دا ؤ چې ابراهیم(ع) بُتان مات کړي وو نو په دې بنسټ باید موږ هم د بامیانو بتان مات کړو، هغه بُتان چې ابرهیم(ع) مات کړل د ده پلار او د ابراهیم(ع) قوم د هغو عبادت کولو نو باید مات شوي وای، داسې وګڼئ چې که زموږ او ستاسو د کورنۍ کوم غړی د بُتانو عبادات وکړي ستاسو غبرګون به څه وي؟ بله دا چې کله چې مکه مکرمه د محمد(ص) لخوا فتحه شو په کعبه شریفه کې یې ټول بتان مات کړل په دې ټول پوهيږو چې کعبه د الله تعالَی سپیڅلی ځای دی او الله(ج) ابراهیم او اسمعاعیل(ع) ته امر کړی ؤ چې کعبه شریفه دې پاکه وساتي. په دې اړه چې کوم آیتونه راغلي دي طالبانو په ناسمه توګه درک کړي دي، وګورئ لاندې آیتونه او قضاوت وکړئ:
 فَجَعَلَهُمْ جُذَاذًا إِلَّا كَبِيرًا لَّهُمْ لَعَلَّهُمْ إِلَيْهِ يَرْجِعُونَ [٢١:٥٨]
ژباړه: بیا یې(په یوه مناسب فرصت کې)هغه ټول ټوټې ټوټې کړل یوازې د هغو غټ(بُت) یې پریښود ښایي هغوي، د هغه لوري ته راوګرځي.(انبیاء ۵۸)
وَإِذْ بَوَّأْنَا لِإِبْرَاهِيمَ مَكَانَ الْبَيْتِ أَن لَّا تُشْرِكْ بِي شَيْئًا وَطَهِّرْ بَيْتِيَ لِلطَّائِفِينَ وَالْقَائِمِينَ وَالرُّكَّعِ السُّجُودِ ﴿٢٢: ٢٦﴾
ژباړه: یاد کړه هغه وخت چې موږ د ابراهیم لپاره د دغه کور(د کعبې د خونې) ځای ټاکلی ؤ( له دې هدایت سره) چې، له ما سره هېڅ شی مه شریکوه او زما کور د طواف کوونکو او قیام او رکوع او سجده کوونکو لپاره پاک کړه.(حج: ۲۶)
د بقرې سورت په ۱۲۵ ایت کې هم پورته موضوع راغلي ده. او هم دا چې په درست قرآن کریم کې د الله پاک له لوري داسې هدایت نه دی راغلی چې مومنان دې د نورو معبودانو ورانولو ته وهڅوي لکن برعکس لکه چې ومو ویل الله(ج) مومنان د نورو معبودانو ته حتَی د کنځلو نه کولو امر کړی دی د بامیانو د مجسمو په سبب مسلمانانو ته په نړۍ کې سخت زیانونه واړول شول په سلګونو مومنان شهیدان شول، قرآنونه وسوزل شول، د خدای تعالَی د کورونو بې عزتي وشوه دا ټول مسولیتونه د چا پر غاړه دي؟ ښکاره خبره ده چې دا درست کبیره ګناهونه د طالبانو د مشرانو پر غاړه دي. په پای کې لاندې شعر:
(مـهـاتـمـا ګـوتـم بـود)
د بـــامـــــــیانـــو غــــرونه ژاړي په ژړا نن ــ چې په تـــوپــــو او ټانـــکو ولــي بــــودا نن
***
ګـوره ولي خپل هنر په تـوپو باندې ــ خپل فرهنګ یې کـــړلو خــــاورې د پښو لاندې
ځکه غوڅې شولې زموږ د زړونو مراندې ــ تاریخ ژاړي دوی شنه کړي دي خندا نن
چې په توپو او ټانکو ولي بودا نن
ابراهیم چې بُتان مات دا یې سبب ؤ   ــ   دی خپل قوم او خپل والِد ته په غضب ؤ        
پلار یې بُت ته سجدې کړې بُت یې رب ؤ ــ  ته خو نه یې پېمغبر چې کوې دا نن
چې په توپو او ټانکو ولي بودا نن
ګوره څه رنګ یې برباد دا ګوتم بود کړ      ــ دې نادانـــــــــــو د تاریخ شاهد نابود کړ
هک حیران یې مسحي هندو یهود کړ     ــ     مسلمان دي مخالف د دې فتویَ  نن
چې په توپو او ټانکو ولي بودا نن
تباه کـــــــړی د بامـــیانو ښار چـــــنګېز ؤ  ــ   لـــــوټی لــــوتی ونې بـــوټي رېـــزمـــرېز ؤ
د بودا له مــــــاتـــولـــو په ګریز ؤ     ــ     اوس په ویاړ یې مــــاتـــوي دغـــه مــــلا نن
چې په توپو او ټانکو ولي بودا نن
خدایه څه رنګ یې بدنام بدنام اسلام کړ ــ  بل یې خاورو سره ګډ د پښتون نام کړ
هم وران د عــلــــــــم پوهې اوچت بام کـــړ   ــ    ده راغلي په وطــــــــن داسې بلا نن
چې په توپو او ټانکو ولي بودا نن
ګوره څنګه دې په ټنډه کېښود داغ تور   ــ  تر قیامته به خلاص نه شې ته له دې تور
تاریخ نه بخښي هېڅکله درته دا پور       ــ      تا کړو ځان داسې رسوا رسوا ملا نن
چې په توپو او ټانکو ولي بودا نن
نه به ته لکه محمود شې بت شکن جوړ    ــ   نه به کړې په دغه کار دین او وطن جوړ
درست عالم دې کړود ځان داسې دښمن جوړــ ته قاتل دخپل تاریخ شوې په رښتیا نن
چې په توپو او ټانکو ولي بودا نن
۱۲/۱۲/۱۳۷۹،ه،ش
محمدانور(آڅړ) خوست
 
اخځ لیکونه او سرچینې:
(۱)­ـ قرآن کریم، کابلی تفسیر، پښتو ژباړه.
(۲)ـ مولوي قیام الدین کشاف قرآن کریم، پښتو ژباړه.
(۳)ـ قرآن ذکر، فارسي ژباړه، کمپیوټريwww.Win2Farsi.com
(۴)ـ هاشم (رضیَ) تاریخ ادیان دوهم ټوک
 (۵)ـ ظفرکاکاخېل: پښتانه د تاریخ په رڼا کې
(۶)ـ ګوډ تیمور: منم تیمور جهانګشای
(۷)ـ حبیب الله رفیع : دبتانو هنګامه د لیکنه
(۸)ـ بي، بي، سي؛ امریکاغږ راډیوګانې.