دوه څلوېښتمه کیسه:
یوه کس د حضرت نبي کریم (ص) په وړاندې ډوډۍ خوړله او ډوډۍ خوراک یې پرته له بسم الله پیل کړې وه ، کله چې وروستۍ مړۍ یې خولې ته کوله ، ور په یاد شوه ، چې بسم الله یې نه ده ویلې ، په وروستۍ مړۍ کې یې داسې وویل : بسم الله اوله و اخره . کله چې د ډوډۍ د پیل او پای له پاره یې بسم الله وویلې ، نو حضرت نبي کریم (ص) موسکی شو او وې فرمایل : دې کس پرته له بسم الله ویلو ، ډوډۍ خوړله ، نو شیطان له ده سره په ډوډۍ خوراک شریک وو ، کله چې ور په یاده شوه او بسم الله یې وویلې ، نو شیطان هغه څه چې خوړلي ول ، ټول یې بېرته وګرځول .
دري څلوېښتمه کیسه:
حضرت حذیفه (رض) فرمایلي : موږ به تر هغه وخته پورې ډوډۍ نه خوړله ، ترڅو چې نبي کریم (ص) نه وه پیل کړې . بیا یې وفرمایل : یوه ورځ په یوه بلنه کې له حضرت رسول الله (ص) سره وم ، یوې کوچنۍ نجلۍ وغوښتل ، چې له دستر خوان څخه څه واخلي نو حضرت نبي کریم (ص) په ډېرې چټکۍ سره د هغې لاس ونیوه ، وروسته له دې یو کوچی راغی او وې غوښتل چې ډوډۍ را واخلي ، حضرت رسول الله (ص) د هغه لاس هم ونیوه او وې فرمایل : شیطان غواړي ، چې موږ ډوډۍ خوراک پرته له بسم الله ویلو پیل کړو ، تر څو هغه هم له موږ سره یوځای ډوډۍ وخوري ، هغه له نوموړې نجلۍ سره راغلی وو چې هغه له بسم الله ویلو پرته ډوډۍ وخوري ، ما د هغې لاس ونیوه ، تر دې وروسته له کوچي سره راغی ، ما د کوچي مخه هم ونیوله ، نو حضور (ص) بسم الله وویلې او ډوډۍ خوراک یې پیل کړ .
نور بیا .....
وروستي