
جیمز شلینجر او هغه لاره چې پای یې نه لاره
د سپټمبر په ۲ نېټه د ماسپښین په ۳ بجو او۳۰ دقیقو چې د بهرنیو چارو وزیر هنري کیسنجر د سعودي په طایف ښار کې د هغه هېوا د تېلو له وزیر شیخ یمني سره ملاقات درلود د امریکا د دفاع وزیر شلینجر په شخصي ډول له ولسمشر جیرالډ فورډ سره د امریکا او ایران د نظامي اړیکو او د وسلو د پلورلو پر کړکېچنې لانجې د بحثونو لپاره وکتل. د کال په لومړیو کې شلینجر لارښوونه وکړه چې په ایران کې د امریکا د حضور او له تهران سره د واشنګټن د اړیکو او پر هغه هېواد د نظامي وسایلو د پلورلو چارې دې له سره وارزول شي. د هغې ارزونې، پایلو د دفاع د وزیر شخصي انګېرنه او فکر تایید کړ او په ایران کې یې د امریکایانو د حضور د کموالي اړتیا ته اشاره وکړه او له ایران سره د جوړو شویو اړیکو بنسټونو ته یې د بیاکتنې اړتیا ولیده. هغه د ایران د کورني وضیعت په فساد کې د امریکايي مامورینو د ښکېلتیا، په هغه هېواد کې له ترهګریزو بریدونو د ملکي امریکایانو د خوندیتوب او د یورانیمو د بډاینې او د بډایه شویو یورانیمو د لېږد په اړه د شاه له خوا د امریکایانو د وړاندیزد شرایطو د رد کېدو په اړه اندېښمن وو.
سپینه ماڼۍ پر دې خبره وه چې د شاه لخوا د تېلو د بیو د کښته کېدو د وړاندیز رد د امریکا او ایران د اتومي معاملې پر سر د هغې موافقې د تصویب خوندیتوب ته سخت زیان ورساوه چې د امریکا د کانګریس لخوا به منل کېده. د امریکا د ملي امنیت د شورا لخوا یوه تر سره شوې ارزونه ښيي چې د ایران د شاه لخوا د تېلو د بیو د پورته کولو ګواښونو د امریکا او ایران اتومي اړیکو ته زیان ورساوو.« موږ دا وړاندوینه کولی شوه چې له ایران سره د هر هغه تړون پرسرممکنه خبرې به چې د کانګریس تصویب ته اړتیا ولري، زموږ او د ایران د اتومي معاملې او د تېلو د بیو د پالیسو په تړاو د کانګریس د اندېښنو پربنسټ ولاړې وې.» د بهرنیو چارو د وزیر او د ملي امنیت د سلاکار په توګه هنري کیسنجر له دغو دواړو پوسټونو یا ګډو دندو څخه خوند اخیست ځکه چې دواړو دندو کې به هغه خپل وړاندیزونه مخامخ ولسمشر ته وړاندې کول او بل چاته یې مسولیت نه لاره .
کیسنجر په دې پوهېده چې د امریکې متحده ایالتونه هڅې کوي ۲ موخو ته ځان ورسوي «دواړه بالقوه جنجالي موخې وې» امریکا غوښتل چې اتومي ټیکنالوژي پراخه نه شي او له ایران سره یوې اتومي موافقې ته ورسیږي چې یورانیم دې په بل ځای کې ورته بډایه شي. « یوشمېر کسان په دې اړه اندېښمن وو چې ایران ممکن د اوږدمهال لپاره داسې تمه ولري چې اتومي وسلو ته لاس رسی ومومي او یا ممکن دغه ټیکنالوژي نورو هېوادونو ته هم پراخه شي.» ایران دېته اړتیا لري چې د خپل اتومي ریکټور د فعالولو لپاره چې وړاندیز یې کړی یورانیم بډایه کړي. خو اندېښنه داده چې همدغه مواد کېدای شي د اتومي بمب د جوړولو لپاره هم وکارول شي. شاه دا روښانه کړه چې هغه غواړي د خپلو اتومي چارو لپاره سونګ توکي په خپله تولید کړي چې پکې د«یورانیمو د بډاینې وړتیا هم شامله وي» نورو ډیرو غیرمروج لاسلیک شويو تړونونو ته اجازه ور کړل شوه چې له نړیوالو معیارونو سره سم اتومي سونګ توکي له سره پروسس کړي.
د ایران شاه دغه وړاندیزپه پیل کې رد کړ او د فبرورۍ په میاشت کې په دغه مسئله د بحث لپاره بیا را مخې ته شو او د امریکا له متحدو ایالتونو سره یې د اتومي تاسیساتو په ګډه پروژه کې پانګونې ته زړه ښه کړ چې د بیچټل په نوم یادیده او د امریکا په متحدو ایالتونو کې یې موقیعت لاره. که ایران د امریکا لپاره یو ریښتینی ملګری وي نو ولې دې د امریکا د نورو متحدینو په څېر امتیازاتو ته لاس رسی ونه لري؟ د ولسمشر فورډ ادارې شاه ته نوې معامله پیشنهاد کړه چې د پام وړ برخې په کې شاملې وې. د امریکا متحدو ایالتونو داسې اشاره ورکړه چې دوی به د ایران دغو غوښتنو ته په ډېره لېوالتیا پام وکړي چې دغه هېواد غواړي که یورانیم ورته په کوم بهرني هېواد یا نړیوالې بټۍ کې بډایه شي چې ایران او امریکا ترې ګډه څارنه ولري او په ګډه یې تنظیم کړي نو پلوتونیم دې د ایران په خاوره کې بیا پروسس او زېرمه شي.
په سیمه کې نور ملګري هېواونه لکه پاکستان او ترکیه چې هغوی هم د اتومي وړتیا د ترلاسه کولو لېوال دي، له هغوی څخه به هم وغوښتل شي چې په دغه کنسورشیم کې برخه واخلي. د فورډ اداره وايي چې د ایران د مشر په خوښه د یوې نړیوالې ادارې لخوا د دغه کار پرمخ وړل به په دې معنا وي چې دغه مهمه موضوع به د امریکا د ویټو کولو له واکه بهر وي او امریکا د همدې لپاره شاه ته شخصي وړاندیز وکړ.
د بهرنیو چارو وزارت دې مسئلې ته د یوې لویې لاسته راوړنې او حل لارې په سترګه کتل او فکر یې کاوه چې د دواړو هېوادونو لپاره دغه معامله ډېرې ګټې لري. په تهران کې د ایران د سفارت مرستیال مشرجک میکلوس واشنګټن ته په یوه مخابره شوي لیک کې ولیکل چې « تهران به د اوږد مهال لپاره د راډیو اکټیف د فضوله موادو د زیرمو کولو او د ایران د خاورې د ککړېدو له شره هم خلاص وي. بله خبره داده چې د ایران خلک د خطرناکورا ډیو اکټیف موادو د ضررونو په اړه کافي معلومات نه لري چې ددغې نظریې پرضد راپورته شي.» ښاغلي میکلاس وویل :« ایران به تر هغه له سیاسي اړخه ثبات ولري چې شاه ژوندی وي.» خو البته چې شاه به په کرار کرار له دې نړۍ سترګې پټوي، خو میکلاس ته داسې لاره نه وه معلومه چې هغه په دغه موضوع پوه شي.
د محمد رضا شاه ماغزه وښورېدل. په تهران کې د امریکا د متحدو ایالتونو سفیر ریچارډ هلمز وویل:« ایرانیان د اتومي سونګ توکو د خورا حساسې موضوع د بډاینې د بیا پروسس د سیمه ییزې بټۍ په اړه، چې نړیوال کنټرول دې پرې واکمن وي په قهر کړل او هغه یې د ایران لپاره سپکاوی ګاڼه. ایرانیان په دې باور و چې دغه نظریه د منځني ختیځ په اړه احمقانه ده.» ایران او د هغه ګاونډیان داسې ډول نژدې اړیکې نه سره لري چې دغه ډول اتومي معامله دې په ګډه مخې ته سره یوسي او یا دې په یوه او بل دومره باور وکړي چې اتومي سونګ توکي ورته بډایه کړي. دا چاره نا مکنه ده او لویې ستونزې یې، ګډه اداره، د لګښت او بیې وېشل او تر ټولو مهم د زېرمه کولو فزیکي او ریښتینی تنظیم، ترانسپورټ او د توکو پروسس کول دي. ښاغلي هلمز په دې اړه خپل نظر واشنګټن ته داسې بیان کړ چې که د امریکا متحده ایالتونه غواړي چې په راتلونکي کې خپل ستر ملګری ایران اتومي طاقت کړي او یا یې له اتومي انرژۍ څخه برخمن کړي نو بیا خو ضرور ده چې له شاه سره د اتومي سونګ توکو د بډاینې پر مسئلې یوې موافقې ته رسېږي. که دغه ډول کومه موافقه امکان ونلري نو سپینه ماڼۍ باید زموږ تاوان همدا اوس ودروي او هغه روابط پرې کړل شي چې په راتلونکي کې زموږ دواړو اړیکې نورې هم خرابوي او یا ترخوي.
د امریکا د دفاع وزیر جیمز شلیسنجر او د وسله والو ځواکونو لوی درستیز له ولسمشره په ټینګه وغوښتل چې ایرانیانو ته په دغه برخه کې یو لړ امتیازات وړاندې او یو نوی وړاندیز ورته وکړي. دوی وارخطا وو چې یو ځل بیا کیسنجر او ښاغلی هلمز دېته تیاری نیوه چې شاه ته نوې ډالۍ وړاندې کړي. شلزینجر ښاغلي فورډ ته وویل:« موږ د امریکا د متحدو ایالتونو او ایران د اړیکو د ملي امنیت او انرژۍ د روابطو په اهمیت ښه پوهیږو. پرهمدې مهال موږ د نا ارامۍ د بالقوه ظرفیت او په منځني ختیځ کې د سیاسي وضیعت د بې ثباتۍ په اندېښنه هم ښه پوهیږو، خو د اتومي همکاریو په ممکنه تړون کې باید په جدي ډول د ملي امنیت مفهوم نغښتی وي.» د پنتاګون ملکي او نظامي مشرتابه په دې مسئله کې ټول په یوه خوله وو چې «واشنګټن دې له ایران سره د اتومي همکاریو او اتومي سونګ توکو د بیا پروسس د بټیو د جوړولو موضوع تر ممکنې اوږدمهالې دورې پورې وځنډوي.» د امریکا متحده ایالتونه باید د ويټو له خپل حق څخه تېر نه شي. په دغه حالت کې به ایران ته د امریکا د متحدو ایالتونو لخوا اتومي سونګ توکي په را تلونکي کې تیار شي. شرطونه باید ورسره وضع شي، ځکه چې که ایران هر کله د اتومي سونګ توکو له ګڼ اړخیزې بټۍ څخه نړیوال څارونکي منع کړل، نو په دغه بټۍ کې به د امریکایانو حضور موجود وي.
شلیسنجر هېڅکله هم د شاه د نظامي جوړېدو تر شا په پراته منطق پوه نه شو. د ۱۹۷۲ کال د مې میاشتې معامله چې ایران ته به له اتومي بم پرته هر ډول نظامي وسلې ورکول کیږي هیڅکله هم ده ته روښانه نه شوه. هغه وویل:« زه دا نه وایم چې ما ته دې نېغ په نېغه معلومات را کول شي. لکه چې یوه کس وویل ، په دغه معامله کې یو شمېر مهم ټکي شته لکه، دغه او هغه، خو داسې روښانه اسناد نه وو موجود. ماته دا روښانه شوه چې د دوی تر منځ په دغه برخه کې په تېر مهال کې ډېرې ژورې اړیکې موجودې وې. خواوس زه نه پوهیږم او دا نه شم ویلی چې د ژمنو کچه تر کومې اندازې وه. په واقیعت کې ماته تر نن ورځې پورې د باوري ګډونکونکې منبع له خوا دا نه ده تایید شوې چې ایا هغه ژمنې په همغه ډول عملي شوې چې که تاسو هر څه غواړئ هغه به تر لاسه کړئ. ما همغه مهال دا باور نه درلود چې دغه ډول ژورې ژمنې به له ایران سره تر سره شوې وي. سره له دې چې زه په دې پوهېدم چې په مجموع کې موږ داسې پوزیشن یا موقیعت کې و چې د شاه هر ډول ملاتړ مو کاوه ځکه چې ما همغه مهال د وسلو د حتمي پلور له مسئلې، د متحدو ایالتونو له حتمي او ډاډ منو ژمنو سره مخالفت کاوه، د دې لپاره چې ما فکر نه کاوه دا چاره دې په دې ډول زموږ په ګټه وي او ځینې مهال ان د شاه په ګټه نه وه او په ځینو ژمنو کې ما وموندل چې ډېر زیات واک خپل شوی.»
هغه د امریکا يي تخنیکګرانو او د هغوی د کورنیو د نفوذ په اړه ډېر بې حوصلې شوی وو. ده په ډاګه کړه چې :« زه دوی نه شم اداره کولی. زه تر یوې اندازې اغېز پرې اچولی شم او هیله لرم چې دغه اغېز پراخ شي.»
شلیسنجر د ۱۹۷۳ کال په جولای کې امریکا ته د شاه له رسمي سفر څخه ایله ۳ اونۍ مخکې د دفاع د وزارت پنتاګون ته ور دننه شوی و. هغه وویل: « ما له شاه سره په لومړي ځل لیدنه کې له هغه په ټینګه وغوښتل چې خپلې منابع په ډېر احتیاط او مناسب ځای کې وکاروي، نه دا چې په بې باکانه ډول یې د نظامي وسلو او پرزو په اخیستو مصرف کړي.»
هغه خبر دارئ ورکړ چې که ایران په لویه کچه په پېچلو وسلو او مسلکي نظامي روزونکو په پراخه کچه پیسې ولګوي نو د ایران لپاره به پراخ خطر ولري. شاه د هغه خبرداري ته هېڅ پام ونه کړ، شاید د دې لپاره چې ولسمشر نیکسون په پټه له شاه سره ژمنه کړې وه چې د ایران د پوځ د روزنې لپاره به ۲۰ زره امریکايي تخنیک ګران او کارپوهان ور استوي. دا شمېر هغومره و چې شاه ورته اړتیا درلوده. خو شلیسنجر هېڅکله هم ددې لارښوود په اړه معلومات تر لاسه نه کړل.هغه دارنګه په ۱۹۷۵ کال کې د هغه رپوټ له کبله اندېښمن شو چې په یو شمېر لویو فسادونو کې امریکايي قراردادیان او یونیفورم لرونکي نظامیان هم په پراخه کچه ښکېل وبلل شول. له شاه سره د هغه باوري اړیکوال متقاعد پوځي ډګروال ریچارډ هالوک هم نا ځواني وکړه او واشنګټن ته یې یو لړ ډارونکي رپوټونه واستول چې ادعا په کې شوې وه چې د امریکا د وسلو د پلورلو په اړه بهرنۍ نظامي پالیسۍ «دقیقه او ثابته نه ده او ډېر کله په کې صداقت نه وي موجود.. . . د اعتبار او باورستونزه په کې ژوره ده او د هغو واقیعیتونو پر اساس نوره هم حساسه شوې چې د ایران له حکومت څخه هره تر سره شوې پوښتنه ښيي چې په دغه برخه کې تر اندازې زیات لګښت شوی او ناسمه ګټه ترې پورته شوې. هغه مبلغ پیسې چې د ایران حکومت له متحدو ایالتونو سره یو ځای د مشرتابه او نظم په نشتوالي کې مصرفولې .... په پراخه کچه یې د بهرنیو نظامي وسلو پلورلو په سیستم او خدماتو رسولو کې فساد پراخ کړ.» هالوک خبرداری ورکړ چې د خدماتي مامورینو او لویو قراردادیانو ترمنځ په ایران کې په کاروبار د بوختو ترمنځ شریکې ګټې شته دي، چې دغه قراردادیان نه هم د امریکې د دفاع د وزیر او نه هم د ایران د حکومت لخوا د کار اجازه لري. دوی دغه پروژې په درواغو او چل را وباسي او یا يې په مقابل کې رشوت ور کوي. هالوک په ایران کې د امریکايي ما موریت مشرتابه ډېره ضعیفه او ماشومانه ګڼلی و چې د هغه په خبره د فساد د رېښو د له مینځه وړلو په برخه کې په فعاله توګه ددفاع د وزیر هڅې سبوتاژ کوي چې اوس یې لړۍ ان یونیفورم لرونکو پوځي افسرانو ته غزیدلې. په ایران کې د امریکايي ماموریت په ډله کې د هوايي ځواکونو برخه«لا تر اوسه نه ده صفا شوې او دې ته په تمه وو چې لکه د یوه بمب په څیرچاودنه وکړي.»
دفساد ددغه ډول یوه بېلګه په ۱۹۷۲ کال کې د ګرومن د چورلکومعامله وه چې د مرستیال ولسمشر نیلسن راکفیلر او د بهرنیو چارو د وزیر هنري کیسنجر لخوا تر سر ه او تنظیم شوې وه چې بلاخره یې خبره ان د کانګریس لخوا د پلټنو تر سره کېدو ته ورسېده او د امریکا د دفاع وزارت لپاره د لویې رسوایۍ او شرم باعث شوه. د ترلاسه شویو او افشا شویو اسنادو پربنسټ د ګرومن شرکت حاضر شوی و چې له ۱۹۷۲ کال څخه د ۵ کلونو لپاره ۲۰ میلیون ډالره، دمنځني پوړ ایرانیانو ته د کمېشن په توګه ورکړي. د ګرومن د شرکت مشر جان بایرویرت وویل چې:« دا یوه عادي چاره وه » دکانګریس غړو وغوښتل په دې پوه شي چې ولې د ګرومن کمپنۍ هغه په میلیونونو ډالره بېرته په ایران کې په خلکو ویشلي چې د امریکا د خلکو د مالیو را ټولې شوې پیسې ورته ددې لپاره په پور ورکړل شوې چې خپل کار تنظیم کړي او د دفاع وزارت دغه پور د دې لپاره ورته اوږد کړ چې لا نور هم خپل کار او تجارت ته دوام ور کړي. خو ایا دغه معامله له دویم ۲۰۰ میلیون ډالري پور سره اړیکه لري چې د ایران د ملي بانک لخوا یې وړاندیز شوی وو؟ دغه بانک د امریکا د مرستیال ولسمشر راکفیلر د چیس منهاټن له بانک سره له نژدې سوداګریزو اړیکو خوند اخیست. شلیسنجر د ګرومن کمپنۍ د تړون په اړه په تیاره کې ساتل شوی و او هېڅ ډول معلومات نه وو ور کړل شوي.
د شلیسنجر لپاره خبرونه نورهم خطرنا ک یا بدتره شوي وو. د ۱۹۷۵ کال په جون میاشت کې د نارتروپ کار پوریشن اکونټېنک شرکت لخوا په یوه ترسره شوې ارزونه کې روښانه شوه چې دې کمپنۍ ۳۰ میلیون ډالره په رشوت کې د منځني پوړ مامورینو او چارواکو ته ورکړي چې د منځني ختیځ له واکمنو سره د دفاعي تړونونو د تر سره کېدو خبره ډاډه شي. په دې ډله کې د ایران شاه هم شامل و. دا د هغو ۲۰۰ میلیون ډالرو پیسو یوه برخه وه چې د امریکا د دفاعي قراردادیانو له خوا بهرنیو حکومتونو او یا له ۱۹۷۳ کال را هیسې د دوی اجنټانو ته د کمېشن په ډول ورکړل شوي وو. د وسلو پلورلو په اجنټانو کې د شاه او هلمز لپاره تر ټولو مهمه څېره کیرمیټ روزویلټ و. د نارتروپس ارزونې تایید کړه چې روزویلټ په ایران کې پر مصدق د ۱۹۵۳ کال په کودتا کې د سي. ای. اې مخکښ ایجنټ (استازی) و. په استخباراتو کې د هغه کاري سابقې ته په کتو د دې لپاره چې د نارتروپ لپاره د دفاعي قراردادونو د ترلاسه کولو چاره ډاډه شي هغه د میلیاردونو ډالرو د پروژو د عملي کولو چاره پرمخ بېوله. په ۱۹۶۵ کال کې په یوه پېښه کې روزویلټ ایران ته ولاړ او په بریالیتوب یې د ایران باچا محمد رضاشاه او خپل پخوانی نژدې ملګری د ایران د هوايي ځواکونو قومندان جنرال محمد حاتم وهڅاوه، چې له امریکا څخه F-5 جنګي الوتکې واخلي. هغه د شاه ستاینه وکړه او هغه یې خپل صمیمي دوست وباله. روزویلټ د نارتروپ یوه چارواکي ته ولیکل چې : « که بل ځل ایران ته را تلم نو خپله مېرمن به مې هم له ځانه سره راولم، او دواړه کورنۍ به یو ځای تفریح ته ولاړې شي. په سي. ای. اې کې زما ملګرو هم په دغو شیانو کلک نظر ساته. » په ۱۹۶۸ کال کې د نارتروپ د مشر لخوا په یوه بل یاداښت کې روزویلټ ته لارښوونه شوې وه چې له شاه څخه وغواړي چې د لوېدیځ جرمني له صدراعظم سره په لیدنه کې د ګرومن د شرکت په استازيتوب د هغه لپاره لابي (تبلیغ ) وکړي چې دغه شرکت وکولی شي نورتړونونه هم تر لاسه کړي.
شلیسنجر له دې نه و خبر چې یو خورا خطرناک فاسد بمب د ده تر خپلو پښو لاندې اېښودل شوی. ریچارد هلوک ډېر ضعیفه کړل شوی و او تصمیم یې ونیو چې هغه نور هم ناتوانه شي. د ښاغلي هلوک د پنتاګون دوسیه ښيي چې په کلیفورنیا کې د هغه شخصي شرکت (انټریک کورپ ) ته څه باندې ۲ نیم میلیون ډالره په هغه موده کې ور کړل شوي وو چې هلوک د امریکا ددفاع په وزارت کې د ۱۹۷۳ کال د اګسټ له ۱۷ د ۱۹۷۶ کال د جنورۍ تر ۶ نېټې پورې دنده تر سره کوله.
د ۱۹۷۵ کال په پسرلي کې په غیر جدي ډول د دفاع له وزیر څخه وپوښتل شو چې که د ده شرکت(انټریک) داسې یو جلا قرارداد ترلاسه کړي چې د ایران له حکومت سره کار وکړي، نو دی به څه ډول احساس وکړي؟ ددفاع وزیر وویل چې « ما په ډېر ساده ډول هغه ته وویل چې دا په بشپړه توګه د نه منلو وړ ده. ما داسې فرض کړه چې دا به موږ بې لارې کړي.» شلیسنجر په دې نه پوهېده چې ان هغه مهال چې هلوک د دفاع وزارت لپاره سلامشورې، هغه په پټه او له نژدې هغه امریکايي قرار دادیانو ته هم مشورې ور کولې. خو خطرناکه دا وه چې هغه لا دمخه داسې یو تړون لاسلیک کړی و چې له شاه سره د ګټې وټې تر لاسه کولو چاره تر سره کړي ـ دا کار(قرارداد) ۹ میاشتې دمخه تر سره شوی وو.
شلیسنجر وروسته وویل چې د هلوک زوی د رپوټونو له مخې ناروغ شوی و او د همدې هلک پلار منلې وه چې د ایران د جنرال طوفانیان لپاره کار وکړي چې د خپل ناروغ زوی د درملنې لګښت تر لاسه کړي. دا د هغه د کارونو پیل و. یو امریکايي متخصص باري روبین وايي چې « د هغه د انټریک شرکت د ۱۹۷۴ کال په جولای میاشت کې د ایران له حکومت سره د میلیونونو ډالرو تړون لاسلیک کړ. د دغه قرارداد پربنسټ به انټریک شرکت د ایران د حکومت لپاره څېړنې، پلانونه او روزنیز پروګرامونه تر سره کول. د هغه پروګرام له مخې چې ښاغلي هلوک د ایران باچا ته مشورې ور کولې، د نظامي همکاریو د مشورتي ډلې( MAAG) او د پنتاګون لخوا یې ملاتړ نه کېده. » د شلیسنجر د ځانګړي استازي په توګه د هلوک وضیعت هغه ته ښه چانس او موقیعت په لاس ور کړی چې شاه ته لارښونه وکړي او مشوره ورکړي چې څه شی واخلي او دارنګه د امریکا متحده ایالتونو حکومت ته لارښوونه وکړي چې هغه ته څه لارښوونه کوي چې کوم شیان شاه ته واخلي او کوم وانه خلي، بلخوا د وسلو د پلورلو او رسولو له کمپنیو سره یې هم مرسته کولی شوه چې معاملې ته یې نژدې او تیار کړي او په ټوله کې دغه ټولې چارې داسې تنظیم کړي چې دغه ټولې معاملې تر سره شي. » د هلوک ډبل یا دوه اړخیزه لوبه هغه مهال پای ته ورسېده چې جنرال طوفانیان هغه ته ډېرې پرېمانه نغدې پیسې ورکړې چې نور ایران خوشې کړي. ۳۵ کاله وروسته هم د هلوک د ډبل ګیم یا دوه اړخیزې لوبې د زهرو له کبله لا هم شلیسنجر ځوریږي او وايي چې «هغه دده له شخصي بیساري باور څخه بیسارې ناوړه ګټه پورته کړه او له ما سره یې زیات خیانت وکړ.»
هلوک له شاه سره د اړیکو د لرو او ددغو نغدو پیسو په اخیستو کې یوازې نه و. د دویم ځل لپاره، پخوانی مرستیال ولسمشر سپیرو اګنیو تهران ته ولاړ او د یوې معاملې د موندلو په لټه کې و. د ولسمشر نیکسون پخوانی استازی جان کونالي هم راغی او د را کړې ورکړې ناره یې وکړه. اسد علم په تهران کې د امریکا سفیر هلمز ته شکایت وکړ چې په ایران کې په ځانګړې توګه د کونالي حضور د کرکې وړ دی، ځکه چې هغه د امریکا په متحدو ایالتونو کې په اداري فساد کې برخه درلوده. هلمز اسد ته ډاډ ورکړ چې کونالي له هر ډول ناسمې کړنې پاک خیژول شوی او ان کېدای شي په را تلونکو ټاکنو کې د جمهوریت غوښتونکو لخوا ټاکنو ته وړاندې شي. خو د علم ځواب ډېر په زړه پورې و: « دا امریکا هم څه عجیب او غریب هېواد دی.»
د سپټمبر په ۲ نیټه د سپینې ماڼۍ په اوول افیس کې جیمز شلیسنجر ولسمشر ته خپل رپوټ وړاندې کړ او د خپلو موندنو د مهمو ټکو په اړه یې لنډ معلومات ورته وړاندې کړل. برېنټ سکو کرافټ د نوټ (یاداښت) اخیستونکي په توګه په دغه ناسته کې ناست و. شلیسنجر روښانه کړه چې « ما یوه پاڼه درلوده چې ایران او ستونزې یې په کې روښانه شوې وې.»
ددفاع وزیر وویل :« دا ډېرې مودبانه هڅې نه وې. ایران تقریبا بې اندازې زیات لېوال دی او دوی په خپل دېګ او کاسه کې دومره ډېر څه لري چې هضمولی یې نه شي. موږهڅه کوو چې دوی یو څه ارام او کرار کړو، خو په واقیعت کې دا کار موږ د شا ه له غوښتنې سره سم تر سره کړی دی. زموږ ستونزه داده چې موږ په ایران کې د اوسېدونکو امریکایانو یو قشر یا یوه لویه ټولنه رامنځ ته کړې. . . . چې کېدای شي موږ ته یوه ستونزه وي. په ایران کې ددې امریکایانو شتون کېدی شي هلته د امریکا ضد احساسات او ترهګر را پورته او زیات کړي. که په ایران کې سیاسي وضیعت ترخیږي هلته اوسېدونکي امریکایان به موږ ډېر اغېزمن کړي او هلته به د مېشتو امریکايي وګړو ژوند هم له کړاوونو سره مخ شي. زه فکر کوم چې موږ د ایران په اړه د لنډ مهالې او اوږد مهالې تګلارې بیا کتنې ته کلکه اړتیا لرو.»
ولسمشر فورډ دغه اسناد له ځانه سره واخیستل او ویې ویل:« زه به دا ولولم او فکر به پرې وکړم. ناڅاپه، بیل سایمون نن سهار ماته وویل چې سعودي عربستان، کوېټ او متحده عرب امارات ټول غواړي چې د تېلو د بیو په اړه یوه نوې لاره غوره کړي او له ما یې وغوښتل چې له شاه څخه هم دغه غوښتنه وکړه.» څو اونۍ وروسته، د اکټوبر په ۱۰ نېټه ولسمشر جیرالډ فورډ خپل دفاع وزیر شلیسنجر ته وویل چې « زه ستاسود نظر ملاتړ کوم چې د امریکا او ایران د اړیکو له پیله تر پایه دې بشپړه ارزونه وشي چې په کومې خوا روانې دي.» په دغه رپوټ کې داسې ښکارېده چې د شلیسنجر خبرو په ولسمشر اغېز وکړ او هغه یې قانع کړ چې له ایران سره تودو اړیکو ته له نوې زاویې وګوري.
له ۱۹۷۲ کال را هیسې د امریکا له متحدو ایالتونو سره داسې تړونونه لاسلیک کړي وو چې پر بنسټ یې تهران د ۱۰ میلیارد ډالرو په ارزښت امریکايي وسلې، نظامي وسایل او د روزنې چارې د نظامي وسلو د اخیستو د پروګرام په لړکې تر لاسه کړې وې چې له کبله یې د ایران نظامي ځواکونو ته په پریمانه کچه بهرنۍ وسلې، تجهیزات او روزنه برا بره شوه. ددغو پیسو له جملې د ۸ میلیارد ډالرو په ارزښت تجهیزات ایران ته استول شوي وو او ورسره سم دسخت منجمنټ یا ضعیفه اداري ستونزو وېره راپورته شوه. د ۱۹۷۳ او ۱۹۷۸ کلونو ترمنځ د ایران د وسله والو ځواکونو د بیا رغېدا لپاره څه باندې ۵ میلیارد ډالري پروګرام برا بر شوی و او د نظامي رغېدا په برخه کې په ټول هېواد کې تر ۳۰۰ زیاتو ځایونو کې د نظامي مرکزونو او بارکونو د جوړیدو چارې روانې وې. د بهرنیو چارو د وزارت یو تحلیل کونکی دې پایلې ته رسېدلی و چې :« په خپله د امریکا متحده ایالتونو په روښانه او بې پردې ډول په دغو مره لویه کچه او چټک ډول د ایران د نظامي پراختیا پروګرام ستونزمن وباله او ویې ویلې چې ایرانیان دا کار نشي تر سره کولی. د پوځي ملاتړ سیستم ډېر زیات پراخ او ویرونکی دی. . . . دغه پراختیايي نظامي پروګرام د ایرانیانو لپاره د نه کابو کېدو او تر سره کیدو په کچې دی.»
په ایران کې ډېر امریکایان اوسېدل. د دفاع وزارت داسې اټکل کاوه چې « د خلیج په ۸ هېوادونو کې به د اوسېدونکو امریکایانو شمېر په ۱۹۸۰ کال کې ۱۳۵ په سلو کې زیات شي. یانې له اوسنۍ شمېرې ۶۳۰۰۰ څخه به شاوخوا ۱۵۰ زرو ته ورسیږي چې په دې ډله کې به ۷۰ زره په سعودي عربستان او ۷۶ زره په ایران کې ژوند غوره کړي.» دغو شمېرو یا اټکلونو د بهرنیو چارو د وزارت له ارقامو سره ډېر توپیر درلود. د بهرنیو چارو وزارت اټکل کړی و چې په ۱۹۸۰ م کال کې به په ایران کې ۵۰ زره امریکایان ژوند کوي. پنتاګون په ایران کې په امریکايي وګړو د ترهګرو بریدونو له درکه اندېښمن و. ایران ته په لویه کچه د ماهرو یونیفورم لرونکو امریکايي تخنیکګرانو د استولومسئلې ثابته کړه چې جګړې ته د تیارۍ په برخه کې یې د امریکايانو منابع اغېزمنې او د هغوی وړتیا ته یې زیان ورساوه.
بالاخره د شلیسنجر یاداښت پاڼو ولسمشر له یو څه احتیاط کولو سره مخ کړ. داسې اټکل کیږي چې د امریکا د متحدو ایالتونو او ایران اړیکې به په راتلونکي کال کې د مختلفو دلایلو له کبله له ستونزو سره مخ شي. په دغو دلایلو کې یو هم د تېلو د بیو په اړه د ایران د شاه دریځ دی. د تېلو د بیو موضوع په روښانه ډول یوه داسې مسئله ده چې د امریکا د متحدو ایالتونو ګټې د ایران د شاه د ګټو له انګېرنې سره په ډېرې اسانۍ په لنډ وخت کې ټکر کولی شي. د هغو اتومي بټیو لپاره چې شاه یې په لټه کې و، د اتومي توکو د ساتنې موضوع بله داسې پوښتنه وه چې د تهران او واشنګټن ترمنځ د خفګان سبب کېده. هغه د ملي امنیت شورا ته لارښوونه وکړه چې په ایران کې د امریکا د دفاعي او امنیتي ګټو ارزونه وکړي. دوی دې پایلې ته ورسیدل چې یوې بشپړې ارزونې او کتنې ته اړتیا ده. ایران ته د نظامي وسلو او اړونده وسایلو د ور کولو او برا برول .... دا ډېره مهمه برېښي چې موږ له ایران سره په اړیکو کې بدلون په پام کې نیسو، که دا ډول کیږي نو پوښتنه داده چې هغه به ترکومې کچې او په څه ډول وي او د امریکا راتلونکي پلانونه به په ایران کې څه ډول وي؟ په ځانګړې توګه د نظامي را کړې ورکړې او وسلو پلورلو په تړاو به معاملې څه ډول وي چې زموږ د اړیکو اساس جوړوي.
تاریخ لیکونکي هغې لارې ته ګوري چې د امریکا د متحدو ایالتونو له خوا به په ایران کې د نه کنټرولیدونکي انقلاب پر مهال غوره کیږي. ایران له امریکا پرته بل هېڅ ښه ځای نه لري. د امریکا د دفاع وزیر اندېښمن و چې د هرې و رځې په تېرېدو سره په ایران کې د امریکا پرضد منفي نظر په ډېرېدو دی، او په ایران کې مېشت امریکایان د سیاسي سختېدونکو نا ارامیو د منځ موضوع وه. په دغو نا ارامیو کې هغه ته د شاه د نظام راتلونکی نا معلومه برېښېده. هغه په وېتنام کې د امریکایانو د تجربې په څېر حالت له را منځ ته کېدو اندېښنه درلوده او داسې تصور کېده چې کېدای شي وضیعت همغه ډول شي. د دفاع امریکايي وزیر وارخطاو چې په دفاعي چارو د شاه تر اندازې زیات لګښت د ایران په اقتصاد او ټولنې لوی پېټۍ یا بار دی.
هغه وویل:« زه په دې اړه ډېره زیاته اندېښنه لرم. ما په وار وار خپله دغه اندېښنه هغوی ته روښانه کړې ده. لکه چې په استخباراتي معلوماتو کې راغلي هغوی یې په اړه اندېښنه نه لري، خو د هغه کاري ځواک په عمومي تحلیلونو کې چې په ایران کې بوخت دي، دوی خپلې اندېښنې په یوه ډول په ډاګه کړې دي.» د ایران د شاه لخوا د هغه هېواد د وسله والو ځواکونو د پیاوړتیا په چارو ډېر تمرکز او چټکومنډو ترړو په کور دننه کړکېچ رامنځ ته کړی او د ملکي اقتصاد قیمتي منابع یې تر فشار لاندې را وستې دي. پوځي بیا جوړونې د ایران اقتصاد له پرمختګ څخه را ګرځولی او اقتصادي پرمختیايي چارې یې ټکنۍ کړې دي.
د شلیسنجر لارښوونې اوسپارښتنې چې د امریکا د ملي امنیت شورا دې له ایران سره د واشنګټن دفاعي او امنیتي اړیکې وارزوي ولسمشر ته یو نوی چیلنج او شاه ته د نیکسون او کیسنجر له ډاډ ورکونکې پالیسۍ سره یې توپیر درلود. دغه کار ولسمشر فورډ ته سیاسي پوښښ هم ورکړ. شلیسنجر د مخکښو مخافظه کارو او دفاعي بازانو لکه رونالډ ریګن په څېر مخکښو څېرو د ملاتړ له تر لاسه کولو ډېر خوښ و. رېګن په ژوره توګه د فورډ د کورنیو او بهرنیو پالیسیو د تګلوري په اړه نا خوښه و. ولسمشر فورډ کېدای شي د ایران او امریکا د اړیکو د بیا کتنې په تړاو په مطمین ډول مخې ته ولاړ شي خو په دې هم پوهیږي چې ښي اړخي یې تر خپل چترلاندې راوستي دي. ایران بیخي ډېر د ولسمشر فورډ په ذهن کې تاوېده را تاوېده. په واشنګټن کې د ایران سفیر اردیشیر زاهدي شاه ته وویل چې د اکټوبر۲۱ نېټې د یوې ماښامنۍ مېلمستیا پرمهال ولسمشر فورډ له ما مخامخ وپوښتل :«لطفا ماته داسې په روښانه ووایه، څه شی نا سم روان دی؟ ایا داسې خطرناک څه شته او یا زموږ دواړو هېوادونوترمنځ کوم ناسم پوهاوی تاسو درک کړی؟ څه داسې شی په راتلونکي کې پېښېدای شي چې موږ ته غم را پېښ کړي؟»
تقریبا سمدلاسه، دغه یاداښت له ۲ لویو ننګونو سره مخ شو. د ملي امنیت سلاکار او د بهرنیو چار وزیر هینري کیسنجر دغه یاداښت بې لارې کړ او هغه یې د خپل لاسي بکس وروستي برخې ته ور تېر کړ او د هغه د خولې مزه یې د راتلونکو ۶ میاشتو لپاره خرابه کړې وه. سپینې ماڼۍ یوه ډېره قیمتي میاشت له لاسه ورکړه چې په کې دا انتخاب په پام کې نیول شوی و چې له ایران سره دې اړیکه ونیول شي. د ولسمشر ټاکنیز کمپاین ته د ایران- امریکا د اړیکو په ارزونې لومړیتوب ورکړل شو. دویمه ننګونه د نوامبر په ۲ نېټه د یکشنبې په ورځ د سهار په ۸ نیمو بجو رامنځ ته شوه چې شلیسنجر د دفاع د وزیر په توګه د سپینې ماڼۍ د چارو د مشر ډونالډ رامزفیلډ د دسیسې پر بنسټ له دندې ګوښه شو، هغه د سیاسي اصلاحاتو تر ټولو مهم قرباني و. رامزفیلډ د دفاع وزارت د ځان لپاره غوښت او هڅې یې کولې چې دغه دنده تر لاسه کړي. ولسمشر فورډ ځینې وخت د شلیسنجر له کنایو او نېښ داره خبرو سره مخ کېده او ترې خوښ نه و. د شلیسنجر زوړ سیال کیسنجر ولسمشر فورډ ته شیطانۍ کولې او د هغه په اړه یې د فورډ بدګمانۍ د اورلمبو ته نور تېل وراچول او ورته ویل یې چې ددفاع وزیر خبري رسنیو ته دا پټه خبره کړې چې کیسنجر له ماسکو سره د وسلو د خرڅلاو خبرې اترې خرابې کړې دي. د اکټوبر په ۲ نېټه د سپینې ماڼۍ په اوول افیس کې کیسنجر خپله څه نه درلودل هغه وویل:« زه له دې کرکه لرم چې هغه ( شلیسنجر)یاد کړم، خو زه باید شلیسنجر یاد کړم. زه فکر کوم هغه لېونی شوی و . . . . هغه په رښتیا ګمراه شوی و.»
ولسمشر فورډ په ډېرې غوسې او جذبې وویل:« ددې پر ځای چې هغه سفر وکړي هغه باید دلته وي چې ددفاع وزارت ټوله بودجه تر لاسه کړي.
کیسنجرپه هڅونکي ډول وویل:« ستاسو ستونزه د واک عملي کول دي. هغه باید تاسو ته وفادار او ستاسو ملاتړ کونکی وي .»
فورډ په ډېره بې پردې بڼه وویل:«زه غواړم چې هغه له دندې لېرې کړم. خو زه فکر کوم چې دا کار به موږ له لویو ستونزو سره کړي او که هغه لرې نه کړو، نو موږ باید هغه څه د هغه له منګولو وباسو چې کېدای شي زموږ پرضد یې وکاروي. لکه کروز توغندي.»
کیسنجر وویل:« هغه ډېر چل باز او ګمراه کس دی. هغه په ډېر ندرت تاسو او یا موږ ته پوره پوره رښتیا ویلي دي.»
د نوامبر د ۲ نېټې پېښې په تاریخ کې لکه د «هالووین د ټول وژنې» په څېر پېژندل کیږي، چې د ایران او امریکا د متحدو ایالتونو د اړیکو لپاره یې سخت عکس العمل درلود. د رامزفیلډ په ټینګار د هغه خپل مرستیال ډیک چیني تر دې وروسته د سپینې ماڼۍ د دفتر مشر وټاکل شو. د سي. ای. اې مشر ویلیم کولبي له دندې ګوښه او پر ځای یې جورج ایچ ډبلیو بوش وټاکل شو. پر دې سربېره ولسمشر فورډ له کیسنجر څخه هم جامې وویستې او د ملي امنیت د سلاکار دنده یې ترې واخیسته او پر ځای یې د هغه مرستیال برینټ سکوکرافټ وټاکل شو. رامزفیلډ دارنګه د نیلسن راکفیلر لپاره هم یو خطرناک ټوپک و. راکفیلرهم د ولسمشر د مرستیال په رول کې خوشحاله نه و او مخکې له دې چې په ۱۹۷۶ کال کې یې د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د ولسمشر لخوا د مرستیال په توګه د یوه ټیکټ په توګه مخې ته کړي هغه ځان ګوښه کولو ته څنډې ته کړ.
تر هغه سملاسي وروسته چې ولسمشر ددفاع وزیر شلیسنجر له دندې ګوښه کړ. ډګر جنرال ډانییل ګرهم چې ددفاع وزارت د استخباراتو مشر و او نظامي استخباراتي چارې یې همغږې کولې، د اعتراض په ډول خپله استعفا وړاندې کړه . رونالډ ریګن وویل چې هغه ته دغه خبر «ټکان» ورکړ. په دغه سیاسي ډرامه کې دوه مهم ګټونکي لوبغاړي د خزانې وزیر بیل سایمون و چې هېڅ زیان ورته ونه رسېد او دویم لوبغاړی رامزفیلډ و چې د کیسنجر تعقیبول یې پیل کړي وو. په یوه ځانګړي ټس کې د ایران د باچا محمد رضا شاه دوه پیاوړي امریکايي ملاتړي په واشنګټن کې له لاسه ورکړل چې یو یې هنري کیسنجر او بل یې نیلسون راکفیلرو چې دواړه څنډې ته شول. بیل سایمون کیسنجر ته تېلیفون وکړ او له هغه سره یې غمرازي وښوده . دوی دواړه په دې پوهیدل چې څه پیښیدونکي دي. د شلیسنجر، کولبې، او را کفیلر د راضي کولو او ډاډ ور کولو لپاره رامزفیلډ په کیسنجر پسې راغی.
کیسنحر وویل: « هغو کسانو چې زه ددغې ودانۍ په دننه کې له پښو وغورځولم ، نشي کولی چې ددفاع له وزارته ما منع کړي»
سایمون وویل: « دا به ډیره خطرناکه وي »
«هههه؟ »
«دا به ډیره خطرناکه وي»
« دا سمه ده »
« او زه . . . . »
« او زه پوهیږم چې تاسو او هغه غواړئ چې یو ټیم جوړ کړئ»
سایمون په حیرانۍ سره وویل:«دا به یوه ډله وي . دا کیدی شي یو ټیم وي.»
کیسنجر کېدی یوازې وخاندي. د تېلو د پالیسیو پرسر د هغوی ترمنځ د اختلافونو له شته والي سره سره ، هغه د سایمون جذابیت خوښېده. د ډسمبر په ۲۲ نېټه کیسنجر د سایمون سیال او د امریکا د متحدو ایالتونو او سعودي عربستان د امنیتي همکاریو د کمیسیون مشر رابیرت ایلسورت ته تېلیفون وکړ. جیرالډ فورډ، ښاغلی ایلسورت په دفاع وزارت کې په تازه ورځو کې د را مزفیلډ د مرستیال په توګه ټاکلی وو .
د کال په وروستیو کې د امریکا د متحدو ایالتونو او ایران د تېلو دوه اړخیزه معامله د یوه داسې کس میز ته ورسېده چې د ایران او د شاه کلک منتقد او له سعودي عربستان سره د نظامي اړیکو کلک طرفدار و دا کس (ایلسورت) وو. کیسنجر ایلسورت ته وویلي چې « موږ په دې اړه ۹ میاشتې له ایران سره خبرې کړي دي. وخت هسې خوشې تیریږي، یا باید موږ یو پروپوزل ددغې معاملې د تر سره کیدو لپاره جوړ کړو او یا موږ ورته ووایو چې دا کار نه غواړو تر سره کړو. زه فقط دیته حیران یم چې تاسو ولې اعتراض درلود او مخالفت مو کاوه؟ له کله چې ماته ویل شوي تاسو هغه څوک یاست چې اوس دغه معامله په مخ کې لرئ.»
ایلسورت هغه ته وویل چې هغه دوه لویې ستونزې در لودې. هغه وویل:« موږ د نړۍ د خامو تېلو په مارکېټ کې فعالیت نه کوو. موږ د تصفیه شویو تېلو معامله تر سره کوو.» کېدای شي فرانک زیرب په دې اړه یو څه وکولی شي.
کیسنجر بېرته په ځواب کې ورته وویل:« دا زما تجربه وه چې که ددفاع وزیر ورته اړتیا ولري نو ورته بیان یې کړه، تاسو یو کس ورته ټاکلی شئ چې دغه چاره تر سره کړئ.»
ایلسورت ښاغلي کیسنجر ته وویل: چې په پنتاګون کې د هغه سلاکارانو ورته ویلي چې په دې برخه کې دې نور هېڅ هم تر سره نه شي. پر دې سربېره هغه وویل چې دې معاملې د امریکا د متحدو ایالتونو د اقتصاد لپاره هېڅ ریښتینې ګټه نه درلوده:« ټول مارکېټ په خامو تېلو ډک دی ــــ دوی په ورځ کې له ۵۰۰ زرو بېرله ډېر تېل زموږ لپاره نه شو وړاندې کولی چې په دې توګه ډېره خوندوره ګټه په کې نه برېښي.» هغه وویل یوازینۍ لاره چې دا کار باید تر سره شي هغه نېغ په نېغه د وسلو د پلورلو په بدل کې د تېلو تر لاسه کول دي. په عین حال کې به د ایران له اقتصاد څخه نورې هم وینې وبهیږي.