کیو ګوانغې؛  د جامو له یوې هټۍ میلیاردر شوی

 
 
په پرمختللو هېوادونو او هغو ټولنو کې چې په اقتصادي لحاظ پياوړې دي، د اوسېدونکو د عوایدو لویه برخه یې پر تجملي توکو او جامو مصرفېږي.
چین چې نفوس یې ډېر او په نړیواله کچه دویم ستر اقتصادي ځواک دی، د جامو کاروبار په کې د پیسو پیدا کولو غوره سرچینه ده.
« کیو ګوانغې» هم په چین کې د جامو له کاروبار میلیاردر شوی دی.
نوموړی په ۱۹۵۱ زېږدیز کال کې د چین په وینژو سیمه کې زېږېدلی دی.  ده د ښوونځي تر بشپړولو وروسته په خپله سیمه کې د کور د اړتیا وړ توکو د تولید له یوې کمپنۍ سره کار کاوه.
تر څه مودې کار وروسته یې په ۱۹۹۷ کال کې د خپلې اوسېدو په سیمه کې د جامو د پلور یوه هټۍ پرانیستله. په هټۍ کې یې په لومړنیو وختونو کې د تفریح او فراغت د وخت لپاره ځانګړې شوې جامې پلورلې.
له همدې یوې هټۍ پیل شوی کار د کیو د هڅو په پایله کې اوس په چین کې د جامو پر یوه ستره سوداګرۍ بدل شوی دی. نوموړی اوسمهال د سیمېر په نوم د جامو یوه کمپنۍ لري.
په رسنیو کې د خپرو شویو معلوماتو له مخې دا کمپنۍ اوسمهال په چین کې ۷۵۰۰ څانګې لري. د « بالابالا» په نوم برنډ یې په چین کې د ماشومانو د جامو تر ټولو مشهور برنډ دی.
له نوموړي سره په دې کمپنۍ کې د هغه د کورنۍ غړي هم شریک دی. زوی یې «Qiu Jianqiang» د کمپنۍ مرستیال دی.
دغه راز یې اوښی «Zhou Pingfan» د کمپنۍ پر یوه مهم اجرایوي پوست کار کوي او کمپنۍ یې له همدې دواړو سره شریکه ده.
سیمېر کمپنۍ د ۲۰۱۴ زېږدیز کال په جولای کې د هغې کمپنۍ ۷۰ سلنه ونډې وپېرلې چې په چین کې د «FasTracKids and FasTracEnglish» په نوم ښوونیز پرورګرام چلوي. کمپنۍ د دې معاملې په بدل کې د هانګ کانګ «Everlearn Group» ته ۱۶،۵ میلیونه ډالر ورکړل.
د فوربس مجلې د اوسنیو شمېرو له مخې کیو ګوانغې او کورنۍ یې اوسمهال څلور اعشاریه یو میلیارد ډالره پانګه لري چې په دې توګه د میلیاردرانو په نړیوال نوملړ کې ۴۸۱ ام او په چین کې ۴۰ ام ځای لري.
ده واده کړی، دوه اولادونه لري او د چین په وینژو سیمه کې ژوند کوي.
دغه ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپاره شوې ده.