والټر سکاټ؛  برف پاک چې میلیاردر شو

 
 
د «والټر سکاټ جر» مشران له سکاټلنډ څخه امریکا ته کډوال شوي وو. نوموړی په ۱۹۳۱ زېږدیز کال کې د امریکا د متحده ایالتو په نبراسکا ایالت کې زېږېدلی. نوموړي له خورا کوچنیوال کار پیل کړی دی. د «Horatio Alger Association» په نوم د یوه غیرې انتفاعي ښوونیز بنسټ چې نوموړی یې غړی دی، پر وېبپاڼه په خپرو شویو معلوماتو کې ویل شوي چې سکاټ لا اته کلن و چې د خپلو ګاونډیو د بامونو واورې به یې د پیسو په بدل کې پاکولې. سرچینه وايي کله چې یې سن لږ پورته شو، نو د اوړي په موسم کې به یې د مالدارۍ په فارمونو کې کار کاوه.
له ښوونځي تر فراغت وروسته یې د کلوراډو په دولتي پوهنتون کې د انجنیرۍ پوهنځۍ پیل کړه. له زده کړو سره په یوه وخت یې د « کویټ» په نوم له یوې ساختماني کمپنۍ سره کار کاوه. تر فراغت وروسته یې له همدې کمپنۍ سره د انجنیر په توګه دندې ته دوام ورکړ.
په دې کمپنۍ د کار پر مهال یې د کمپنۍ مشر او بنسټګر پیټر د خپل مربي په توګه وټاکه. پیټر هم په سکاټ کې د کار ظرفیت تشخیص کړ او تر مرګ وړاندې یې نوموړی د خپل ځای ناستي په توګه وټاکه.
په ۱۹۷۹ زېږدیز کال کې کله چې سکاټ د کویټ مشر شو، دا یوازې یوه ساختماني کمپنۍ وه چې پر ساختماني چارو سربېره یې د کانونو په برخه کې ځینې ونډې درلودې، خو د سکاټ د مدیریت او رهبرۍ له برکته دا کمپنۍ په لږ کلونو کې په امریکا کې د ساختماني چارو یوه له سترو کمپنیو شوه.
وروسته یې د کمپنۍ فعالیتونه د انرژۍ، مخابراتو، او زېربنايي پروژو برخو ته وغځول.
په ۱۹۸۹ کال کې د کمپنۍ خپلې ساختماني چارې له مخابراتي هغو سره بېلې کړې او نوموړی هم د مخابراتي برخې د مشر په توګه پاتې شو. سکاټ له دې کبله چې د مخکښ امریکايي پانګوال وران بوفېټ د ماشومتوب ملګری دی، د هغه د کمپنیو د ګروپ د بورډ غړی هم دی.
د نوموړي د پانګې اصلي سرچینه د مېډ امریکا انرژي په نوم د برېښنا او ګاز کمپنۍ ده چې د بوفېټ د کمپینو له ګروپ «برکشېر» سره په ګډه یې په ۲۰۰۰ زېږدیز کال کال کې وپېرله.
د فوربس مجلې د شمېرو له مخې د والټر سکاټ پانګه اوسمهال دری اعشاریه شپږ میلیارده ډالرو ته رسېږي چې په دې توګه د میلیاردرانو په نړیوال نوملړ کې ۴۸۱ ام او په متحده ایالتو کې ۱۶۴ ام ځای لري.
د نوموړي مېرمن مړه شوې، شپږ اولادونه لري او د نبراسکا ایالت په اوماها سیمه کې ژوند کوي.
 
ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې ده.