په درېیمه نړۍ کې د زېربنا پرمختګ، ستونزې او ننګونې

 
پرمختللې او معیاري زېربناوې د اقتصادي ودې او پرمختګ لپاره بنسټیزه وسیله ګڼل کیږي، خو د درېیمې نړۍ اقتصادي پېچلتیاوې هم له معجزې کمې نه دي. امپریالیزم چې کله په لوېدیځ کې د کپیتلیزم جنډه شخه کړه، نو لومړی یې د اقتصادي زبېښاک په موخه ختیځې اروپا ته د رېل پټلۍ تېرې کړې او بېخرته اقتصادي خام مواد او سرچینې یې ترې انګلستان، فرانسې... ته انتقال کړې. ډېری هېوادونه په دې نه پوهېدل چې پیشو د ځان لپاره موږک نیسي. سویلي اسیا یې هم په همدې ډول له یو شمېر سرچینو خلاصه کړه. همدا تاریخ دی چې ستر ملتونه ترې درس زده کوي او په راتلونکي کې یې د احتیاط ګامونو ته چمتو کوي.
همدې ناسمو تاریخي پېښو یو شمېر اقتصادي تیورۍ او نظریې تر سوال لاندې راوستې او یو شمېر وروسته پاتې هېوادونه یې دې ته اړ کړل چې په یو شمېر مهمو سیاسي او اقتصادي مسئلو کې د جوش او خوشباورۍ پر ځای له هوش او سړښت څخه کار واخلي.
نړۍ تر بل هر وخت اوسمهال د زېربنا لوړ معیار، پراخه رول او شتون ته اړتیا لري. په نړیواله سوداګرۍ کې د زېربنایي تشې ډکولو لپاره هر کال په اټکلیز ډول څلور تریلیون ډالر پانګونې ته اړتیا ده. دا کچه له هغه څخه خورا لوړه ده چې حکومتونه یې د مالیو پر مټ له عامو وګړو څخه راټولوي. همدا لامل دی چې د زیربنایي تشې د ډکون لپاره خصوصي پانګونې ته اړتیا لیدل کیږي، مګر شخصي پانګوال په عمومي ډول نړیوال اقتصاد او په ځانګړي ډول د اړونده کورنیو اقتصادونو له کاواکه وضعیت څخه په وېره دي او د ممکنه خطرونو په شتون کې نه غواړي خپلې پیسې په داسې پروژو بندې کړي چې ګټه یې نامالومه یا په اوږدمهال کې لاسته راتلونکې وي.
ختیځه او سویلي اسیا په اقتصادي لحاظ خورا ستر توپير لري. د ډېری اقتصادپوهانو په اند، د زېربناو معیار یوازینی فکتور دی چې ختیځه اسیا یې له اقتصادي او ټولنیز بري څخه برخمنه کړې.
د اقتصادي منطق له نظره په سترو پروژو کې د پانګونې په اړه د پانګوالو اندېښنه پر ځای ده. په عمومي ډول د سترو زېربنايي پروژو دوره او ژوند په اکثره هېوادونو کې د حکومتونو د ځانګړې رسمې دورې څخه زیات وي. له همدې امله دوی د خپلې پانګې د برخلیک په اړه اندېښمن وي.
د معاصرې نړۍ اقتصاد او سیاست ورځ تر بلې یو له بل سره نږدې کیږي، همدا لامل دی چې په اقتصادي برخو کې له اقتصادي زاویې د اقداماتو کول بسنه نه کوي بلکې په ورته ډول باید یو لړ سیاسي مسایل هم په نظر کې ولرو. سیاسي خطر په ځانګړي ډول د هغه پروژو برخلیک له ګواښ سره مخ کوي چې عمر یې د مرکزي حکومت له دورې څخه زیات وي، د بېلګې په ډول، پانګوال له دې وېریږي چې کېدای شي په راتلونکي کې حکومتونه پر پانګونه د مالیې نوی نرخ ولګوي او یا داسې نوي اصول رامنځته کړي چې شخصي پانګې ته زیان رسوي. یا کېدای شي چې حکومت نیمګړې اقتصادي پروژې د اقتصادي پالیسیو له مخې ملي (nationalize) کړي.
د هېوادونو قضایي ځواک بې اغېزې او کمزوری وي، نو کولای شي چې د لومړنیو اقتصادي قراردادونو او هوکړه لیکونو په تطبیق کې پاتې راشي، پانګوال لومړی دا ټول خطرونه ارزوي او له هغه وروسته په پروژو کې د پانګونې په اړه پریکړه کوي.
د زېربنا د اغېزمنتیا او پرمختګ لپاره باید حکومتونه، د پانګو ضمانت ته په اساسي قانون کې ځای ورکړي په دې سربېره معتبرې مالي او فساد ضد ادارې هم باید په دې برخه کې رول ولري.
خصوصي سکتور هم باید د زېربنا په پرمختګ او پراختیا کې خپله ستراتیژي پراخه کړي. د بېلګې په ډول، په خپلو چارو کې د سیاسي مداخلې د مخنیوي په موخه باید سیمه ییزو ملګرو او پرمختیایي بانکونو سره په ګډه پانګونه وکړي په همدې ډول کولای شي چې د ممکنه دولتي فساد د سیوري ځان وژغوري.
د اقتصادي پرمختګ، ښاري پراختیا او سوکالۍ لپاره د زېربنايي تشې ډکون اړین دی دا موخه هغه مهال لاسته راوړل کېدای شي چې خصوصي او دولتي سکتور په ګډه کار وکړي.