د ټاپي پروژې ګونګ برخلیک

 
د روانې میاشتې په اوومه نیټه د ترکمنستان ولسمشر (قربان علي) په پلازمینه عشق اباد کې د یو شمېر لوړپوړو حکومتي چارواکو په غونډه کې د ټاپي پروژې په غازلیکې  د ترکمنستان دولتي شرکت ته د کار پیل کولو امر وکړ.
یاده غاز لیکه به له اتلس سوه کیلو متره جغرافیې تیریږي او په رغښت به یې څه د پاسه لس میلیادر ډالر لګښت راځي. عشق اباد هیله من دی چې یاده پروژه به تر دوه زره اتلس پوره او په منځني ډول د کال درې دیرش میلیارد متر مکعب غاز د ټاپي غړو هیوادونو ته صادر کړي. ترکمنستان اوسمهال یوازې په چین باندې د غازو صادراتي اتکا کړې، عشق اباد غواړي چې د ټاپي په بشپړولو خپل غاز ته ډير مشتریان پیدا کړي.
د پروژې بڼه او طرحه د کاغذ پر مخ خورا هیلې زیږونکې ده، مګر په حقیقت کې یې مخې ته سترې شته مګر نابرسیره شوې ستونزې پرتې دي – پروژه د ښکیلو هیوادونو کوردننه اقتصادي اړتیاو پوره کولو ته ځانګړې شوې، مګر د سیمې هیوادونو تر منځ پرتې اوږدمهاله سیاسي ستونزې هغه ستر فکتور دی چې د پروژې د برخلیک په اړه سر له اوسه سړی نهیلی کړي. د یادونې ده چې افغاستان هم د یادې پروژې غړی دی. په افغانستان کې نړیواله نا امني هغه مهم ټکی دی چې ښایي پروژه د ترکمنستانن له پولو افغاني قلمرو ته راپرینږدي.
د ښکیلو هیوادونو نه همغږه کیدونکي لیدلوريو د ټاپي په پروژې خپل سیوری غوړولی. افغانستان که څه هم تر اوسه پورې د اقتصادي اړتیاو په پوره کولو کې په بهرنیو مرستو ولاړ دی له همدې امله غواړي ټاپي پروژې ته د اقتصادي عاید د یو کوچني مدرک په سترګه وګوري مګر عمومی لیدلوری یې کیدای شي د  اقتصاد په پرتله تر ډیره حده ستراتیژیکي وي او غواړي د ټاپي په مټ افغانستان ته امنیت وارد کړي..
ترکمنستان غواړي چې له ټاپي خالصه اقتصادي ګټه تر لاسه کړي -- اوسمهال یې د غازو د سودا تقریبا ټوله برخه د چین سره ده، غواړي خپل مال ته ګڼ مشتریان پیدا کړي تر څو د کورني اقتصاد د عاید د سرچینو بنسټونه سیمټ  او پیاوړي کړي او  په اقتصادي منطق د باراني ورځې له سودا ځان وژغوري.
ستراتیژیکي او اقتصادي اړتیاو هند اړ کړی چې منځني اسیا ته ځانګړې پاملرنه وکړي. د خپلو ملي ګټو په تعریف کې یې د فقر له کرښې څخه د هندي ولس د سترې کتلې راپورته کول او اقتصادي پرمختګ ته ځای ورکړی. له همدې امله، اړ دی چې د شاوخوا اووه سلنې کلنۍ اقتصادي ودې تر لاسه کولو لپاره د انرژۍ سرسامه زیرمو ته لاسرسی پیدا کړي. بل لامل چې هند یې منځني اسیا ته کش کړی، نه یوازې په منځنۍ اسیا بلکې په افریقا او منځني ختیځ کې چین سره سیالي ده.
 په ټاپي کې د پاکستان ګډون د معما بڼه خپله کړې -- له یو پلوه پاکستان د ټاپي پروژې غړی دی، له دویم اړخه  په افغانستان کې د امن په اړه د پاکستان دریځ ، له دریم اړخه کوردننه د بیخونده اقتصادي وضعیت سره مخ دی، له څلورم اړخه یې  د ستراتیژیکي او اقتصادي اندیښو له کبله په ډيلي باندې د منځنۍ اسیا غاز نه پیرزو کیږي. له پنځم اړخه یې ایران سره د غاز لیکې په اړه هوکړه کړې،  کچیرې بشپړه شي کیدای شي چې په ټاپي کې یې د پاکستان دوه – زړې لیوالتیا اغیزمنه کړي. له همدې، دا مالومیږي چې پاکستان د ټاپي په پروژه کې د (جوړونکې او ماتونکې) کړۍ رول لري.
د افغانستان،هند او ترکمنستان اقتصادي او ستراتیژیکي اړتیاوې د حقیقت او رښتیولۍ په بنسټ ولاړې دي..  ستراتیژیکي او اقتصادي ګټه او تاوان یې دومره پیچلې محاسبې ته اړتیا نلري. له دې امله د ټاپې پروژې بشپړتیا یې یو له سترو موخو څخه ده.
پورته ټاپي – اړوند درې هیوادونه  باید د پاکستان د نبض رښتونی وضعیت درک کړي. په افغانستا کې امن، د کورني اقتصاد د ستنو پیاوړي کول، هند ته په ټاپي پروژه کې په خپل زړه باندې ځای ورکول هغه مهم شاخصونه دي چې اسلام اباد یې باید د خپلې اقتصادي او ستراتیژیکي ګټو سنجولو او محاسبه کولو لپاره په نظر کې ونیسي او د یو رغنده ریځ په څرګندولو د ټاپي راتلونکی مالوم کړي.
 امریکا ته هم د نورو ستونزو په څیر د یادې ستوزې په غځولو کې خپل مسلم حق رسیدلی --   د ترورزیم د دروغجنې  جګړې په بر کې د جنګي پروژو پالل او د ټاپي پروژو په څیر د نورو سیمه ییزو  اقتصادي پروژو پرانیستل د قول  سره په تناقض او عمل  سره په تضاد کې واقع کیږي. هیلري کلټن په خپل کتاب (سختې پریکړې) کې  ټاپي پروژې ته اشاره کړې، آغلې کلنټن په کتاب کې  امریکایي دود پاللی او داسې ارادې یې څرګندې کړي چې ل مخې یې باید د سیمې په ځانګړي ډول افغان برخلیک د امریکایې ګټو د زاویې له مخې  تعریف او مالوم شي او هیڅکله د اسیا سویلي او مرکزي پرګنۍ د ګډې اقتصادي ښیرازۍ د تر لاسه کولو په مټ د سوکالۍ په ګډ ټغر راټولې نشي.
 
لطف الله لطف/ نړیوال پوهنتون – اسلام اباد
Lutfullah44@gmail.com