طارق عزیز د صدام حسین مرستیال

 
د منځني ختیځ او لویدیځ تر منځ د طلاق وړاندوینه د اتیایمو کلونو په پیل کې شوې وه. که څه هم د ایډیالیزم تر چتر لاندې روزل شوي او تغذیه شوي سیاسي نظامونه هر وخت په سیاسي اړیکو او چارو کې د ارزښتونو مسئله راپورته کوي. مګر کله چې  خبره په رښتوني ډول د سیاسي ګټو شي،  تیرې نیمې پیړۍ په ځانګړي ډول په زبات ورسوله چې ارزښتونه او اخلاق خپله مانا له لاسه ورکوي او هر څوک هڅه کوي چې د سیاسي میز په سر خپل کچکول ډک کړي.
عربي نړۍ څلویښت کاله د تیلو په داستان له لویدیځه بیسارې مینه تر لاسه کړه. داسې فکر کیده چې بغداد، ریاض، کویت، مسقط اوداسې نور به د لویدیځ د مینې تلپاتې یاران وي. مګر سیاسي ډینامیزم او ګټې هیوادونه دېته اړ کوي چې سیاسي محورونه بدل کړي یا د نویو سیاسي متحدینو  پیدا کولو لپاره زاړه له لاسه ورکړي.
حسن مبارک، قدافي، صالح، صدام حسین او داسې نور د لویدیځ کلک متحدین ګڼل کیدل، مګر په دوه زره شپږم کې منځني ختیځ ته  د هغه مهال امریکایي لمړۍ وزیرې کوندلیزرایز سفر  د دیموکراسۍ، بشري حقوقو او له دیکتاتورۍ څخه د خلاصون دروغجن شعارونه له ځان سره راوړل. دې هر څه په ډیر کم وخت کې د یادو څیرو او رژیمونو برخلیک وټاکه او و مو لیدل چې څوک بې جامو په سرکونو را کش کړل ، څوک د تورو تمبو شاته واچول شول او څوک په دار وځړول شول. طارق عزیز، کور دننه عراق کې د همدې لړۍ کړۍ ګڼل کیده، ژوند لیک او نور مالومات لاندې وړاندې کوو.
لوړې زده کړې او ژوند
طارق عزیز د عراق په شمال موصل کې زیږېدلی. په لس کلنۍ کې یې کورنۍ بغداد ته لېږدېدلې ده او هلته یې زده کړې کړې. عزیز لومړی د انګلیسي ژبې د ښوونکي په توګه دنده پیل کړې. خپلې لوړې زده کړې یې د بغداد پوهنتون کې بشپړې کړي. له پوهنتون وروسته نوموړي یو څه موده د ژورنالست په  توګه هم کار کړی.عزیز په 1957 زیږدیز کال کې د بعث ګوند سره یو ځای شو  په عربي نړۍ کې د نوم او برم پیدا کولو په هڅه کې نوموړي بعث ګوند سره له پیوستون وروسته  خپل نوم له انګلیسي Michael John څخه طارق العزیز ته بدل کړ. په 1963 زیږدیز کې د بعث پلوه ورځپاڼو ( جماهیر او ثروه) مسئول و چې وروسته بیا د اطلاعاتووزیر هم شو. عزیز له یوې عراقۍ مسیحۍ ښځې سره واده کړی او درې بچیان لري.
 
پراخه ویجاونکې وسله
د یوې کتنې په ترڅ کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر (بیکر) صدام حسین ته د جورج بش خط د عزیز په لاس ورکړی و. عزیز له لوستلو وروسته خط بیرته بیکر ته وسپاره، د عزیز په وینا، خط له دیپلوماتیک معیار خالي او په وچه ژبه لیکل شوی و له همدې امله یې صدام حسین ته سپارل په ځای کار نه و. د همدې کتنې په ترڅ کې ( بیکر) بغداد ته د واشنګتن له لورې په کویت د پراخه ویجاړونکې وسلې د نه کارولو اخطار ورکړی و. د نوموړي په وینا، که بغداد یاد ټکی له پامه وغورځوي، شاید واشنګتن په عراق برید وکړي.
سیاسي ژوند:
طارق عزیز د عراق د وزیرانو شورا کې لومړی عیسوی و. نوموړی بعث ګوند سره د پیوستون په مټ صدام حسین ته هم نږدې شو..
له ایران سره د عراق د جګړې پرمهال عزیز وتوانېد چې له لوېدیځ سره د عراق اړیکي یوڅه ښه کړي. له کویت سره تر جګړې وروسته د ۱۹۹۰ کال په اګست کې کله چې عراق له نیمه ګوښه شوي حالت سره مخامخ شوی و، عزیز له ایران سره د خبرو له لارې یوې هوکړې ته ورسېد. طارق عزیز په 1979 د عراق مرستیال لمړی وزیر شو او د یو دیپلومات په څېر یې هغه مهال نړۍ سره د عراق اړیکې خورا ګرمې ساتلې وې. د اتیایمو کلونو پر مهال عزیز خپلو لویدیځي همسیالانو سره د په دیپلوماتیکي ناستو او خبرو کې له خورا جدي دریځ کار اخیست. نوموړي به تل ویل چې کویټ د عراق برخه ده چې له همدې امله د کویت اړیکې آن تر ننه پورې بغداد سره دومره خوندورې نه دي. نوموړی د فلسطین برخلیک ته ژمن و او تل به یې هڅه کوله چې په لویدیځ سره په ناستو کې د فلسطین مسئله راپورته کړي. د اتیایمو کلونو په لمړیو کې د ایران پلوه اسلامي دعوت ګوند له لورې د نوموړي د ترور هڅه وشوه، نوموړی له بریده روغ وتلی و همدې پیښې د عراق- ایران اړیکې د محور منفي لور ته سوکه کړې او د دواړه لورو تر منځ د جګړې لامل شوه.
عراق د نویمې لسیزې په لمړي کال په کویت برید وکړ، د عزیز د انګیرنو له مخې هغه مهال د پوځي لارو د کویت ځپل د توجیه وړ و، د نوموړي په اند، کویت هغه مهال د تیلو تولید زیات کړی و چې له امله یې د عراقي تیلو سکتور د عاید کمښت له امله د ستونزو سره مخ شوی و. عزیز همداراز ځینې عرب هېوادونه له دې امله غندلي و چې په منځني ختیځ کې یې د امریکا هژمونۍ ته سر ټیټ کړی و.
د اسرایل په هکله د  عزیز دریځ خوار غوڅ و؛ له نوموړي څخه په یوه ناسته کې پوښتنه وشوه: که اسرایل په منځني ختیځ برید وکړي د عراق غبرګون به یې په اړه څه وي؟ نوموړي ورغبرګه کړه چې په غبرګون کې به عراق په اسرایل برید وکړي. د ژوند تر وروستیو، طارق عزیز په دې اند و چې په عراق کې د امریکا یوازینی هدف د نظام بدلول نه دي؛ بلکې دوی غواړي چې په سیمه کې د خپلو ګټو په نظر کې نیولو سره داسې بدلون راولي چې پایلې به یې عربي نړۍ ته خورا زیان اړونکې وي.
ښاغلی عزیز په دوه زره دریم کې امریکایي ځواکونو ته تسلیم شو امریکایي ځواکونو نوموړی د عراق حکومت ته په لاس ورکړ. په لمړیو کې نوموی د یو شمیر وژنو او جرمونو په تور  په پنځلس کله بند ـ سزا محکوم شوی و، مګر په دوه زره لسم کې د یوې محکمې له لورې د مرګ په سزا محکوم شو. د عراقي حکومت په پریکړه یو شمیر نړیوالو سازمانونو، ملګرو ملتونو، او روسیې سخت غبرګون وښود. پر نوموړي تور و چې د صدام حسین د حکومت پر وخت یې مذهبي لږکي ربړولي و.
.
په ۲۰۱۰ ز کال کې طارق عزيز، د بشري جنايت او وژنې په تور د عراق د محکمې لخوا په بند کې واچول شو. طارق عزيز يوازينی مسيحي و، چې د صدام حسين په حکومت کې يې لوړ موقف درلود او د صدام په استازيتوب به يې په نړيوالو مذاکراتو کې برخه اخيستله..
په ۲۰۱۱ ز کال کې د طارق عزيز کورنۍ، له پخواني لومړي وزير نوري المالکي نه غوښتنه کړې وه، چې د ناوړه روغتيايي حالت په وجه دې له بند نه ازاد کړل شي. پخپله طارق عزیز بيا له المالکي نه غوښتنه کړې وه، چې زر تر زره يې د اعدام حکم صادر کړي مګر نوري المالکي یې د غوښتنلیک له لاسلیکولو نټه کړې وه.
د صدام حسين د واکمنۍ پر مهال، د لومړي وزير مرستيال طارق عزيز د جمعې په ورځ د ناصريه ښار په روغتون کې له دې نړۍ نه سترګې پټې کړېد خبري رسنيو د رېپوټ له مخې، نوموړی په زندان کې و، چې د زړه حمله ورباندې راغله او بيا روغتون ته يوړل شو، خو درملنې ګټه ونکړه او سا يې ورکړه.
 
 
 
.