دالمان پخوانی لومړی وزیر ومړ

 
هيلموت شمیټ په جرمني کې له دویمې نړیوالې جګړې وروسته تر ټولو ځواکمن سیاستپوه بلل کیده.  نوموړی  سوشل دیموکرات او له 1974 تر 1982 پورې د جرمني لمړی وزیر و.
له دې مخکي یې په جرمنۍ کابینه کې د دفاع، مالیې وزیر  او یو شمیر نورې دندې هم پر مخ وړي دي.  نوموړی د  اروپا د مالي سیستم په ځانګړي ډول ګډې سکې (یورو) د نظریې مخکښ بلل کیږي.