
د گلو کر کې ازغي خپله کېږي
کر د مالي په خوښه کله کېږي
زه که گيله کوم خپه چې نه شې
خواږه اشنا گيله له خپله کېږي
د امتحان په غټو غټو کاڼو
د يار تلل د ژوند په تله کېږي
ډار مې له تکې تورې شپې نه، نه شي
ډار مې د ستا له تور اوربله کېږي
مينه چې سر ته رسېدلى نه شي
ساده جانانه نو بيا څله کېږي.
١٣/١٠/١٣٨٥
حيدرآباد