د اپټا په دری اړخیزه کېدو کې پرمختګ شوی

 
ټاکل شوې، چې د افغانستان-پاکستان او تاجکستان ترمنځ د نوي درې اړخیز ټرانزیټي تړون (PATTA) مسوده د روان میلادي کال په اپرېل میاشت کې وروستۍ شي.
پاکستان او تاجکستان تېر کال وړاندیز وکړ، چې د تاجکستان په ور ګډولو سره دې د افغانستان او پاکستان ترمنځ اوسنی دوه اړخیز تړون یا اپټا درې اړخیز شي.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اپټا دوه اړخیز ټرانزیټي تړون په ۲۰۱۰ میلادي کال کې لاسلیک شو چې له مخې یې د افغانستان او پاکستان باروړونکي موټر په اسانۍ دواړو هېوادونو ته تګ راتګ کولی شي.
دغه تړون د پنځو کلونو لپاره لاسلیک شوی و او د روان کال په ډسمبر کې یې وخت پوره کېږي، چې ځای به یې نوی تړون ونیسي.
افغان سوداګر وايي، چې اپټا تړون د لاسلیک له مودې تر اوسه بې اغېزې و او د پاکستان له لوري څو ځلي نقض شوی دی.
د نوي درې اړخیز تړون د مسودې چمتو کولو په اړه د افغانستان-تاجکستان او پاکستان ترمنځ تر اوسه دوه غونډې شوې او د ښکېلو هېوادونو له خوا د تړون پر تخنیکي برخو خبرې روانې دي.
د پاټا درې اړخیز تړون په اړه وروستۍ غونډه د افغانستان او تاجکستان د چارواکو ترمنځ تېره اونۍ د چهارشنبې په ورځ په پلازمېنه دوشنبه کې تر سره شوه.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې د دوشنبې په غونډه کې د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو، سوداګرۍ او مالیې وزارتونو استازو برخه لرله.
د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې په یاده غونډه کې د تاجکستان د اقتصاد وزارت مرستیال د پاټا درې اړخیز تړون د افغانستان، تاجکستان او پاکستان ترمنځ د سوداګریزو او ټرانزیټي همکاریو د پراختیا په برخه کې یو مثبت ګام وباله.
نوموړي وویل، د دغه تړون په لاسلیک سره به د دریو واړو هېوادونو پر وړاندې پرتې ټرازیتي ستونزې تر ډېره حل او همدارنګه په سیمه کې به د اقتصادي ودې سبب شي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د معاهدو او حقوقو رییس چې په یاده غونډه کې یې د افغان پلاوي مشري کوله، وویل چې د پاټا د درې اړخیز ټرانزیټي تړون مسوده چمتو شوې او د دواړو هېوادونو تخنیکي ټیمونه د مسودې پر بشپړولو کار کوي.
نوموړي زیاته کړې، مخکې تر دې چې تړون لاسلیک شي، غوره ده چې دواړه لوري د تړون پر تخنیکي اړخونو خپل ملاحظات او نظریات شریک کړي، څو په دې توګه وروستۍ هوکړې ته زمینه برابره شي.
د بهرنیو چارو وزارت وايي، په یاده غونډه کې دواړه خواوې د هغو عمده اختلافونو په اړه هم هوکړې ته رسېدلي، چې مخکې د مسودې په اړه موجود وو.
په یاده غونډه کې پرېکړه وشوه، چې راتلونکې درېیمه غونډه به د ۲۰۱۵ کال د اپرېل میاشتې په لومړیو کې جوړېږي او درې واړه هېوادونه به په دې غونډه کې د مسودې پر نهايي کولو هوکړه کوي.
افغانستان هیله لري چې نوی درې اړخیز تړون به د افغانستان، سویلي او مرکزي اسیا هېوادونو ترمنځ د ټرانزیټ او سوداګرۍ د پراختیا سبب شي.
پاکستان غواړي چې د افغانستان له لارې د تاجکستان او د منځنۍ اسیا مارکېټونو ته لاسرسی پیدا کړي.
تاجکستان او د منځنۍ اسیا نور هېوادونه هم لېوالتیا لري چې د افغانستان له لارې له سویلي اسیا په ځانګړې توګه پاکستان او هندوستان سره ونښلي.
افغانستان د ځمکني ټرانسپورټ په برخه کې د سویلي اسیا، لرې ختیځ او منځنۍ اسیا ترمنځ د ارتباط غوره وسیله ده چې په وروستیو کې یې د سیمې هېوادونو پام ځان ته ور اړولی دی.
د لاجورد، ټاپي، کاسا زر او همدارنګه د ټراسیکا سازمان په چوکاټ کې نورې سیمه ییزې پروژې هغه مثالونه دي چې په سیمه کې د ټرانزیټ او سوداګرۍ په برخه کې د افغانستان غوره موقعیت په ډاګه کوي.
سرچينه: هميانۍ